بريالى روان
څه کم دوه کاله وړاندې خوست ولايت ناامنيو دومره سخت ځپلى وو، چې د خوست د نوم له اورېدو سره به د سړي سترګو ته ډله ييز ځانمرګي بريدونه ، چاودنې ، مخامخ بريدونه او ويجاړۍ درېدې او ددولتي پلاويو په ګډون د ډيرى هغو کسانو زړه خوست د تګ لپاره نه کېده ، چې په دې ولايت کې يې دندې درلودې . ځکه چې دغه ولايت ته دجګړې په لومړۍ کرښه پروت ولايت ويل کيږي.
همداشان په خوست کې يو شمېر دولتي چارواکو ددولت د مخالفينو ترڅنګ په دې ولايت کې د شخصي ګټو په موخه اوبه خړه ولې او ماهي يې په کې نيول او مرکزي حکومت ته يې داسې ښودله، چې خوست ناسور زخم دى ، چې ورنېژدې کېدل ورته خطرناک کارګڼل کيږي.
تقريباً خوست د ناامنيو سور تنور جوړ شوى وو او هره ورځ په کې په لسګونو تنو په چاودنو، ځانمرکو بريدونو او نښتو کې خپل اندامونه له لاسه ورکول ،دوينوبهيدوادامه درلوده ، خو هغه مهال د ياد ولايت يو شمېر چارواکي د ځمکو په غصب ،د ځنګلونو په وهلو ، د بې کيفيته پروژو په پلي کېدو، د دولتي بوديجې په حيف وميل، د رشتونو په اخيستو ، په بهرينو ځواکونو د بې ګناه کسانو د نيولو او له خوست څخه د ځينو څېرو په فراري کولو بوخت وو، چې له امله يې هيچا هم فکر نه کولو ، چې خوست خو پريږده، چې ان په افغانستان کې هم حکومت شته بلکې په پراخه توګه خپل سريوشتون درلود، چې له دې سره دحکومت او ولس ترمنځ هيڅ اړيکه نه وه او نه خلکو د خپلو ستونزو د حل په موخه دولتي ادارو ته مراجعه کوله ، د ياد ولايت يو زيات شمېر ځوانانو د زده کړې پر ځاى ټوپک او وسلې ته لاس کړى و ، يو شمېر يې د دولت د وسلوالو مخالفينو ليکو ته تللي و او په زرګونو نورو يې د ځمکو پر سر د قومي شخړو په ليکو کې ولاړ او وسله يې اخيستې وه.چې په دې سره ترډيره بريده په دغه ولايت کې دپوهنې ډيوه مړه شوې وه.
ددغه ولايت په سرحدونو کې سم کنټرول ،څارنه اداره او همغږي نه وه او له همدې امله و، چې د خوست له ناامنيو نور ولايتونه هم اغېزمن شوي و او هر ورځ به د وجود د غړيو په څېر درېدل او ډول ډول پېښې به رامنځته کېدې. بالاخره دخوست ولسونو ،قومي مخور مشرانو،ديني علماء کرامو،ځوانانو،مدني ټولنو،سيمه ييزو شوراګانو دصبراو زغم کاسه چپه شوه اودهېواد ولسمشرته يې وړانديز وکړ .ترڅو دغه ولايت ته يوداسې کس دوالي په توګه راوليږي چې نوردغه ولايت اوپه کې ميشت ولسونه له ستونزو اوبدمرغيوڅخه وژغوري ترڅو دا ولايت له بې سرنوشتۍ څخه خلاص شي.
په رښتيا هم چې خوست ولايت يوه وطن دوست ، تجربه لرونکي ، مسلمان ، مبتکر، ځوان ، باتقوا، زړه سواند، له ولس سره د ښو اړيکو لرونکي او هڅاند والي ته اړتيا درلوده ، ځکه چې ددې ولايت ولس ، د خوست له جوړونې ، پرمختګ ، سولې ، زده کړې ،امنيت ،غوره حکومتوالۍ په ډګرونوکې دنورو سره دسيالۍ مينه هم لري.
ددې ترڅنګ په دغه ولايت کې هغه ولسونه مېشت دي، چې په تېرو دواړو د ولسمشريزو ټاکنو کې يې په غوڅ اکثريت ولسمشر کرزي ته ښځو او نارينوو رايه ورکړه او د هغه ننګه يې وکړه.
د ١٣٨٩ د وري د مياشتې په ١٢مه ، د سيمه ييزې خپلواکې ادارې په وړانديز او دهېواد دجلالتماب ولسمشرکرزي په منظورۍ د ميدان وردګو مخکنى والي ښاغلى عبدالجبار نعيمي چې په ميدان وردګوکې يې نه هيريدونکي چوړونه ترسره کړيدي او دهغه ولايت خلک يې اوس هم غوښتنه کوي د خوست د والي په توګه وټاکل شو.
نوموړى چې کله خوست ته راغى اورسماً يې په کارباندې پيل وکړ،نوپه وړاندې يې ګڼې ستونزې ،ژورې ننګونې اوددې مظلوم ولس په زيان ناخوالې لکه په پراخه توګه ددولتي ځمکوغصب ،په ادارو کې دکميشن کارايواواداري فسادموجوديت ،دډيروقومونو ترمنځ دوينې بهيدونکو شخړو شتون ،دامنيتي ارګانونو ترمنځ دهمغږۍ عدم موجوديت ،دپوهنې دپرمختګ په وړاندې خنډونه ،دبنسټيزو پروژو په پلي کولوکې دقرارداديانودشخصي ګټوپربنسټ لوبې ،دځنګلونو وهل اوورته نورې ناخوالې چې پورته هم ترې يادونه شوې موجودې وې.
ددغه ولايت دټولو قومونو،ديني علماء کرامو،دمدني ټولنو،ولايتي شورا،سيمه ييزو شوراګانو،خبريالانو اوعام ولس په پرلپسې غوښتنه خوست والي دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دتګ لارو ،کړنلارو،موخو سره سم ددغې ناخوالو دپاى ته رسولو لپاره په اسلامي اوملي مسووليت ،وطن دوستۍ اوايماندارۍ په ډيرځواکمن هوډ دمظلوم ولس دګټودژغورونې لپاره سپېڅلې مبارزه پيل کړه.
چې له هغې وخت راهيسې تردې دمه ديادې سپېڅلي اودټولو ولسونوپه ګټه پيل شوې مبارزې په لړکې ولايتي ادارې داسې بريالتوبونه ترلاسه کړي دي چې سارى اوبېلګه يې په نورو ځايونوکې نه ليدل کيږي.
دبېلګې په توګه دډيرى قومونو ترمنځ داسې شخړې هوارې شوې چې په لسيزو لسيزو يې قومونه په بدمرغيو اووينولړلي وو،ځوانان يې دزده کړوپرځاى په سنګرونو اومورچلونوکې بوخت کړي وو.په ډيرغوره منځګړيتوب اواسلامي ازرښتونوته په درناوي سره ورته دپاى ټکى کېښودل شو،چې په اسلامي منځګړيتوب سره نه يواځې په شخړو اومنازعوکې ښکيل قومونه دنيکمرغۍ ،سولې اواسلامي ورورولۍ په ټغرکېښناستل بلکې ورسره سم ددغه ولايت ولسونو له بې امنۍ ،بدمرغۍ ،قتل اونورو زړه دردونکوناخوالوڅخه خلاصون پيداکړ،چې دغه داسې يوواقعيت دى ،چې اوس مهال دخوست په هرکور،کلي ،کوڅه ،ولسوالۍ اوسيمه کې پرې خلک پوه اوخوښ دي اودولايتي ادارې دغه داسلام،خاورې ،مظلوم ولس اوارزښتونوپه ګټه کارڅخه يې خپل ملاتړښوولى دى.
دځمکو دغصب دمافياپه وړاندې داسې مبارزه شوې چې په ترڅ کې يې په زرګونو جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې اولاهم په زرګونو جريبه دولتي ځمکه دشخصي ګټه پالونکو مافيايي کړيو ترخيټولاندې ده ،هغه ځمکې چې له غصب څخه خلاصې شوې نه يواځې دولتي ځمکې بلکې داقليتونو ځمکې لکه د هندوانوملکيتونه هم دغاصبينو له منګلوڅخه راخلاص شوي. چې تقريباً د٢٤٠زره جريبوپه اندازه ځمکه له غصب خلاصه شوې ده اوس په کې دولسونو دنيکمرغۍ ،هوساينې اودولايت دبيارغونې اوپرمختګ په ګټه په کې بنسټيزې پروژې دپلي کيدوپه حال کې دي چې يوه ښه بېلګه يې دهېواد اوسيمې په کچه دخوست دملک نړيوال هوايي ډګردملي پروژې پلي کيدل دي. چې يو شميرخلک يې دجوړيدو زغم نه لري اوپرضديې ناوړه تبليغات کوي .
خوولايتي اداره خپل اسلامي ،ملي او ولسي مسووليت اودندې ته په کتو سره دغه مبارزه روانه اوګړندۍ ساتلې ده.
اداري فساد داسې يوه بدنامه پديده ده چې دنظام په ټولوادارو کې يې بې نظمۍ اوګډوډۍ رامنځته کړي دي ،لکه رشوت ،اختلاس،دسندونوسرقت،درسمي پاڼواوسندونوغيرمجازاتلاف،دقانوني واک له حدودوڅخه تېرى،له وظيفوي موقف څخه ناوړه ګټه اخيستنه،دعدالت دتطبيق په بهيرکې خنډاچول ،په شخصي چاروکې له دولتي امکاناتواورسمي وختونوڅخه ګټه اخيستنه،له قانوني عذرڅخه پرته له دندې څخه ډډه کول اواستنکاف ،دحقيقت کتمان،دشتمنۍ غيرقانوني زياتيدل،دسندونوتزوير اوددندې انتحال داټول په اداري فسادکې راځي. همداشان دخپلې چوکۍ اوموقف څخه ناوړه ګټه پورته کول،دګمارنې په پروسه کې دتعصب اوروابطوڅخه کاراخيستل ،دملي ګټوپرځاى شخصي ګټوته درناوى ،دقانوني کړنو،په غيرقانوني توګه سره سرته رسول،داداري کړنوپه سرته رسولوکې غفلت کول،ددولتي بودجې څخه ناوړه ګټه پورته کول ،هغې مرستې چې له ولس سره کيږي دهغې څخه ناوړه ګټه اخيستنه ،بډې اخيستل په پريکړوکې طرف نيول ،په ټولواداروکې شته قوانينوته نه دروناى،په خپل وخت دندې ته نه راتلل ،پرخپل اداري چوکاټ باندې نه باور په واقعيت کې داټول داداري فسادهغه رېښې اوپه ثبوتونوولاړې ستونزې اوناخوالې وې چې دلته يې شتون درلود .
ددې ټولو ننګونوپه وړاندې دولسونوپه غوښتنه مبارزه پيل شوه.چې دهمدې مبارزې په لړکې دټولوقوانينو،فرامينو،احکامو اواصولو په رڼا کې ديادې بدنامې پديدې سره دمبارزې په ډګرکې د٣٠په شاوخواکې هغه مامورين چې په اداري فسادکې دښکلتياڅرګندثبوتونه ،شواهداواسناد يې موجود دي عدلي اوقضايي ارګانونوته وروپيژندل شول.ددې ترڅنګ د٤٠په شاوخواکې هغه تش په نامه مامورين چې نه يې وړتيادرلود اونه يې دماموريت سره تړلي اصول پيژندل بلکې يواځې له اداروڅخه يې دشخصي ګټودوکانونه جوړکړي ووله دندو ګوښه شول.
د دوهم ،دريم ،څلورم اوپنځم لاس پلورونکو قرارداديانو،اوکميشن کارانوپه وړاندې هم جدي اقدامات ترسره شول کوم چې په دغه لايت کې يې دبيارغونې اوغوره حکومتوالۍ ټول اغيزمن بهيرونه دخپلو شخصي ګټولپاره له خاورو سره خاورې کړي وو.
دډادمن امنيت په موخه دټولو ارګانونوپه منځ کې ډيره قوي همغږي رامنځته شوه ،په ښاراو نوروسيموکې هغه افرادو مخه ونيول شوه چې په غيرې قانوني توګه يې شپه او ورځ وسلې ګرځولې ،په خپل وخت د امنيتي پوسته څخه ليدنې پيل شوې ،نظم ،دېسپلين رامنځته شونن ورځ په خوست کې ټولو امنيتي ځواکونود ولسونو زړونه راخپل کړي دي شپه او ورځ ولسونوته خدمت کوي، په هره امنيتي غونډه کې چې دخوست ولايت مشرتابه ترمشرۍ لاندې جوړيږي دډاډمن امنيت ،ښاري نظم ،عسکري دېسپلين ،دراپورونو ددقيق تحليل ،دکره معلوماتوپربنسټ دعملياتوترسره کول ،امنيتي ګزمو،دځانګړو امنيتي اوحتياطي تدابيرونيولوپه تړاو اغيزمنې مشورې کيږي تګ لارې جوړيږي او دولسونوپه خوښه پلې کيږي.
لنډه داچې په هره برخه کې ددې ځوريدلو،کړيدلو،درديدلوولسونو،اودموجوده ملي نظام په ګټه ډيرې داسې اغيزمنې کړنې ترسره شوې دي چې مرکزي حکومت بلکې دخوست هروګړى که هغه لوى وي اوکه ماشوم په ډاګه ددې واقعيتونواو لاسته راوړنو ثبوتونه ورسره شته.
داچې دهېوادپه کچه دافغانستان دولسمشرجلالتماب ښاغلي حامدکرزي ترملي مشرۍ لاندې داداري فساد،غصب ،کميشن کاريو،قومي منازعاتو،امنيتي ننګونو اويوشميرنورو مهموموضوعاتوپه تړاو هېوادشموله مبارزه چټکه شوې ده ،نوورسره سم دشخصي ګټو،کميشن کارانو،غاصبينو،اداري فساد،ترهګرۍ اويوشميرنورو ظالمانه کړيوفعاليتونه سره منسجم شوي ، يواوبل ته يې دخپلو ګټودساتلو اوپاللوپه موخه لاسونه سره ورکړي دي ،داځل دوى غواړي په دې لارې سره دټولو هغه کسانوپه وړاندې چې په واقعي ،قانوني اوعملي توګه دهېواددولسمشردتګ لارې اوکړنلارې سره سم خپله دنده سرته رسوي ناوړه ،بې بنسټه ،له واقعيت لرې ،بې ثبوت تلبيغات په لاره واچوي .
چې يوه بېلګه يې دخوست والي په اړه چې شپه او ورځ خپل ولس ته خدمت کوي ،خپله دنده په پوره ايماندارۍ ،صداقت اورېښتنولۍ سره سرته رسوي ځينې بې بسنټه ،له واقعيت لرې ،بې ثبوته او دنوموړي پرضدليکنې يادولى شو چې دغه دولسونودګټو ضدکړيو او دنظام واقعي دښمنانوسره تړليوکسانو اوکړيولخواشوې کوم چې غواړي په دغې لارې سره نظام بدنامه اوکمزورى کړي.
ځکه چې همدا اوس په خوست کې ددغه مافيايي خيانت کوونکو ډلو شخصي ناروا ګټې له منځ څخه تللې دي اوس په دغه ولايت کې دمظلومو ولسونوګټو ته درناوى کيږي .نودغه مافيايي کړۍ اوس په دې پوهيدلې چې نورې، نوخپلې شخصي ناروا ګټې نه شې ترلاسه کولى ،ورسره سم يې ځينې داسې کسان استخدام کړي چې دقلم ،فرهنګ ،ژبې ،اسلاميت اوافغانيت ارزښتونوته درناوى نه لري يواځې قلم ته په سپکاوي سره پرته له اسنادو،ثبوتونو ،شواهدو تورتبليغات کوي ،او ددغه مافيايي کړيودګټودخونديتوب لپاره بېلابېلو ويب پاڼو ته بې بنسټ اوله واقعيت څخه لرې ليکنې ليکي،ترڅو له دې لارې زمونږ دهېواددپوهنيزو،علمي اوفرهنګي ويب پاڼو منځپانګه په خپلو تورو تبليغاتوسره بدرنګه کړي همدا اوس ،ددغه ولس ضد مافيايي کړيوله لوري دهېوادولسمشرته يوه ليکنه تردې سرليک لاندې (کرزى صاحب خوست ژغورنې ته اړتيالري) يوه بې بنسټه ،له واقعيتونو څخه لرې ليکنه بېلابېلوويب پاڼوته استول شوې چې له بدمرغه په ځينو ويب پاڼوکې خپره شوې هم ده هغه څه يې په کې ليکلي چې هيڅ بنسټ ،واقعيت ،ثبوت اواسناد نه لري بلکې په سيمه کې دروانوحالاتوحساسيت ته په کتوسره يې له خپل شيطاني فکرڅخه کاراخيستى فکريې کړى چې دهېوادولسمشرته يواځې له دغې لارې دخپلو ناروا غوښتنو اوشخصي ګټودساتنې ،موخې اوپلانونه وړاندې کولى شي.
دغه خيانت کاره ډلې بايدپه دې پوه شي چې دهېواد ولسمشرهره شېبه په ټولو ولايتونو کې دخپلو لومړى درجه ،دوهمه درجه نمايندګانواودولتي مسوولينوله ورځينوکړنو،فعاليتونو ،چارو،لاسته راوړنواوپرمختګونوڅخه په بشپړه توګه خبرلري ،دستونزې په وخت کې جدي اقدام کوي اودپرمختګ په وخت خپل مامورين مکافات کوي.
دهېوادپه ولسمشرښاغلي حامدکرزي سربيره په دې ولايت کې ميشت ولسونه بلکې دزون په کچه ان دهېوادپه کچه ميشت ولسونه په دې پوهيدلي اوډاډه دي چې په خوست کې ټول مظلوم ولسونه له ستونزو ژغورل شوي دي.اوس نو
دغه مافيايي کړۍ چې زمونږملي نظام خويې په ملي اونړيواله کچه له بدنامۍ سره مخ کړى پوه شي چې دهر شيطاني تکتيک اولارې څخه کارواخلي ،نورنوزمونږملي نظام ددوى دناروا کړنو ،شخصي ناروا مافيايي کړيوپه وړاندې غلى نه شي پاتي کيداى ،بلکې دغه کسان به نيول کيږي اودعدالت منګولوته به سپارل کيږي ،ترڅو نور هم دغه مظلوم ولسونه چې په لسيزو لسيزو داسې بدمرغيو،ستونزو،ناخوالو اوخپل سريو ځپلي دي چې دنړۍ په ورغوي کې بل هيڅ ملت داسې ستونزې ندي ګاللي له ټولو بدمرغيوڅخه وژغورل شي .
سره ددې په خوست کې دميشته ولسونو،ولايتي شورا،دسولې دولايتي کمېټې ،مدني ټولنو،قومي مخورو مشرانو،ديني علماءکرامو ،سيمه ييزو شوراګانو،ځوانانو،ښوونکو ،زده کوونکو بلکې ددې ولايت دفرد فرد خوښي اورياضت دافغانستان دولسمشرجلالتماب حامدکرزي لپاره مهمه لاسته راوړنه اوبرياده .
نوپورته ټولو واقعيتونوته په کتوسره بايدددې هېوادهرليکوال،فرهنګپال،رسنۍ،مدني ټولنې ،ويب پاڼې بلکې ټول بايد دبشري ټولنې دنيکمرغۍ لپاره په واقعيتونوسره کارترسره کړو ،ځکه چې مونږ ټول ددې مظلوم ولس په وړاندې دروندملي اواسلامي مسووليت لرو.اونوربايددخپل نظام ،خاورې ،ملت دسرلوړۍ اوابادۍ لپاره په واقعيتونوسره قضاوت وکړو ترڅو افغان مظلوم ولس له ټولو بدمرغيوڅخه وژغورل شي چې په خوست کې ولايتي اداره په دې برخه کې ترډيره بريده بريالۍ او دخپلو ولسونوزړونه يې راخپل کړي دي.
بريالى روان