سلام خان
ولسمشر حامدکرزي دوه ورځې مخکې درېيو اورپايي هېوادونو، برتانيا، فرانسې او ايټاليا ته پنځه ورځنى سفر پيل کړى دیی او د دغه سفر په ترڅ کې به له دغو هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاريو تړونونه لاسليک کړی،حامد کرزي تېر ماښام د ايټاليا له ولسمشر جيورجيون پوليتانو سره په خپله ليدنه کې د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل:
حامد کرزي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې افغانستان به له ٢٠١٤ کاله وروسته له کورني ناورين سره مخ شی
د ايټاليا ولسمشر هم وويل، چې د دوى هېواد به هم له هغو مرستو وروسته، چې له افغانستان سره يې کړې او کومې قربانۍ يې چې ورکړې دي، پرې نږدي، چې دغه هېواد يو ځل بيا له کورنيو ستونزو سره مخ شي،وروسته له هغه.
ولسمشر حامدکرزي او د ایټالیا صدراعظم ماریومونټي پرون دسلواغی دمیاشتی په ښپږمه نیټه په روم کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوږدمهالو ستراتيژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ. د دې سند له مخې د افغانستان او ایټالیا ترمینځ همکاري نوره هم پراخېږي،د ایټالیا صدراعظم د دې سند له لاسلیکولو وروسته وویل، ددې کتنې اصلي پیغام دا دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د ایټالوي سرتېرو له وتلو وروسته به له افغانستان سره د ایټالیا مرستې کمې نشي او دا هېواد به افغانستان یوازې پرې نه ږدي. مونتي که څه هم یادونه وکړه چې په پوځي او امنیتي برخو کې به د ایټالیا مرستې کمې شي خو ډاډ یې ورکړ چې دا مرستې به په ملکي او اقتصادي برخو کې زیاتې شي،د ایټالیا صدراعظم وویل، د افغانستان اقتصادي بنسټ باید ورغول شي او ځکه ده یادونه وکړه چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي برخو کې همکاري پراخه کړي او په دې لړ کې به په هرات ولایت کې په پرمختیايي پروژو کې خپله ونډه پراخه کړي،د ایټالیا صدراعظم همداراز وویل چې روم له وسله والومخالفینو سره د افغان حکومت د خبرواترو ملاتړ کوي خو ده ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان هم باید له تشدد څخه لاس واخلي او د هېواد یووالي ته درناوی وکړي،په دې کتنه کې ولسمشر کرزي ایټالوي سوداګر د هېواد د کانونو په سکتور کې پانګونې ته وهڅول او له هغو څخه یې غوښتنه وکړه چې کولای شي په نورو برخو کې هم په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د۱۳۹۰کال د سلواغې ۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي له غرمې مخکې د ایټالیا د نماینده ګانو د مجلس له رئیس ښاغلي ګاین فرانکو فیني سره د ایټالیا په پارلمان کې وکتل،د نماینده ګانو د مجلس رئیس د هېواد جهمور رئیس او ملګري پلاوي ته هر کلی ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چې ایټالیا او افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کوي،ده زیاته کړه چې ددغه ستراتیژیک سند له مخې به ایټالیا وتوانیږي تر څو له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل دوست هېواد افغانستان سره خپل رول او مرستو ته ادامه ورکړي،ښاغلي فیني وویل: د ایټالیا د نماینده ګانو مجلس باور لري چې له افغانستان سره د ایټالیا د ستراتیژیکو اړیکو د سند لاسلیک کول د دواړو دوستو هېوادونو په ګټه دي،همدا راز د ایټالیا د نماینده ګانو د مجلس رئیس وویل چې افغانستان ته یې په خپل وروستي سفر کې ولیدل چې په دې هېواد کې ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي. ده ټینګار وکړ چې د ایټالیا او افغانستان د پارلمانونو تر منځ اړیکې او همکارۍ زیاتې او پراخه شي،د هېواد جمهور رئیس د ایټالیا او افغانستان تر منځ اړیکې ژورې او دوستانه وبللې، زیاته یې کړه چې همدا لامل ؤ تر څو دوو افغان پاچاهانو په روم کې استوګنه غوره کړه،دغه راز حامد کرزي دافغانستان د خلکو او پارلمان په استازیتوب د افغانستان په عدلي او قضایي سیستم او دغه راز د هرات د هوايي ډګر د پروژې د پراختیا او په دغه ولایت کې د زیربنایي جوړښتونو په برخه کې د ایټالیا له مرستو څخه مننه وکړه،همدا راز د هېواد جمهور رئیس وویل چې د بُن په دوهم کنفرانس کې د ایټالیا ګډون او له کنفرانس څخه ددغه هېواد ملاتړ افغانانو ته دا ثابته کړه چې ایټالیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته ادامه ورکوي،جمهور رئیس په دې کتنه کې د افغانستان د روانو حالاتو، د سولې او د مسؤولیتونو د لېږد د بهیر په اړه معلومات ورکړل ویې ویل چې افغانستان آماده دی چې تر ۲۰۱۴ کال پورې ټول مسؤولیتونه له نړیوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته ولېږدول شي.پای سلام خان
.