ع. شريف زاد
مارشال تيتوپه خپل کتاب کې ليکي هر هيواد چې ملي زعيم ونه لري د هغه ولس مثال هغې رمې ته پاتې کيږي چې شپون و نه لري . رښتيا مونږ ډېرې ښې زمينې له لاسه ورکړې مونږ واقعا دد غه مظلوم هيواد خلک دا سلام په رڼا کې يواځې پريښودل او مونږ په دې بريالي نه شولو چې دغه جنګ او جګړو خوړلي هيواد ته د يوې ځانګړې جهان بيني ،
�ره وکړه او تل مو په بل چا پسې منډې ووهلې او تر اوسه پورې په بل چا پسې منډې وهو او ښه راته ښکاري خوخپل راته بد او پردئ ښکاري.ټول ستر مسو ليتونه مو د هوس او هوس بازيو قرباني کړل.
سياسي اخلاق مو تر پښو لاندي کړ او هر څه چې مخ ته راغله بې له دې چې پر هغو باندې سوچ وکړواود اخلاقي مسوليت له لارې پر هغه عمل شوي واي خو دا کار مو ونه کړ دهيواد خلک ، هره قبيله رانه پاتې شوه تور تاريخ مو تکرارکړ او بيا مو د سيا ليو خواته مخه کړه تاسې ښه ځير شي چې کوم کار زمونږ د سولې، يووالي،ورورولۍ،سوکالي او ملي صبغې پر بنسټ شوى اويا له هغې سره سمون لري او په کومه برخه کې مو ملي او تاريخي مسوليت تر سره کړى دى ، چا د خپلې ډنډې په وړاندې، د خپلي پاکې عقيدې ترڅنګ دي پوښتنو ته ځواب ورکړي؟ تاسې ولېدل چې څومره مادي مرستې،نغدي مرستې، نقلي مرستې د چا په جيب
ونو او لاسو نو کې حيف او ميل شوې او څوک ور باندې په دوبۍ کې تجارت کوي؟ او داسې نور......... دننه او د باندې د هيواد ټولې اجتماعي ،سياسي،او اقتصادي برخې له مينځه ولاړ . هيواد په اتحا ديو،ډلو اوټپلو غټو او برګو، لاپو او شاپو کې ورک شو اوو ګوري چى دنورې نړۍ هيوادونه اوس دلته څه غواړي او دکوم نوم لاندې زمونږ مظلومه ټولنه د بربادي او نابودي خواته مخه کيږي او په مونږ باندي دغه تور تحميليږي او تاسي وګوري چې ځينې بيا څومره د ژ بې په نوم د خپلو ګټو لپاره کار کوي. مونږ په رښتيا د لانجې په کوم اړخ کې ولاړ يو؟ او رښتيا خپله ټولنه پيژنو ؟ دحل لاره همداسې وې؟
په هر څه کې مونږ انصاف له لاسه ورکړ وايي.افواه او دروغ هم اندازه لري.په هرصورت لنډا داچي مونږ تر اوسه پورې خپل اساسي ضرورت نه دې پيږندلې او تر اوسه پورې زمونږ کارونه په علمي، عملي او هراړ خيزه توګه د هيواد په ګټه نه دي.په تاريخي لحاظ اوس ددى وخت نه دي چې پړه په يوه خوا او يا پر بله خوا واچوو، بلکې ضرورت دادى چې مونږ بايد يو دبل کلک ملاتړ وکړو د سولې او وروري پيغام لپاره بې له شخصي ګټو، واسطو، او بې ځايه صفتونو او کمپاينونو نه ددې غمونو او لانجو خوړلي هيواد دنيکمرغيو لپاره تير شو او په پوره اخلاص او ښه نيت ، بشپړ ايمان او مسلک له تيرو خبرو نه هم تير ش�
� چې هيڅ ګټه نلري، او تر څو چې مونږ په خپلو ځانو کې بدلون رانه ولو هيڅ ډول بدلون زمونږ ټولنه کې په خپله راتلونکي نه دى. افغانستان د ټولو قومونو او قبيلو ګډ کور دي په دې کور دومره کمزورتياوي نه وې کوم چې په يوويشتمې پيړۍ کې د وچې دمو کراسې تر نامه د لانجو او بحرانو ددغه هيواد نصيب وګرځيدي تا سې ټول په کافي اندازه ددې پيښو شاهدان ياست چې تکرار ته ېې ضرورت نشته او نور د ګاونډيو هيوادونو خواخوږي پريږدي ،چې په ميليونو ېې په دښتو کې ووژل شول او هډوکې ېې د همدې قصابانو له خوا په کندو کې ليدل کيږي. او بيا د فيدراليزم په نوم دريم کلي کې غونډې جوړولي.
باور ورلري چې د افغانانو يووالي او په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې واقعا يي ددې خاورې لپره قرباني ورکړي کلک ملاتړ حتما بريالي کيږي که څه هم په دې لاره کې ستونزې شته......
تاسې ټولو وليد چې ډيرو کسانو په عمل کې ددي کلام تر عنوان لاندې " واعتصمو بحبل. الله جميعا ولاتفرقو" هيهات داسې شخصيت باندې چې خپل ځانو نه ښه پيږ ني! ده ددغه جنګ او جنګو خوړلي هيواد لپاره څه وکړل چې اوس په کتار کې ښکاري؟ چا د استعما ر او استعباد ، او د هيواد د لوټماري لپاره زمينه برابره کړه؟ خو حقيقت بل څه دى مسوليت او رسالت دخداى جل جلاله د کلام په مفهوم، په معنى ، تفسير، عمل، وفا، ايمان او باور کې خلا صه کيږي نه د شخصي ګټو په معيا راو بې ادبې معاف په تشه ږيره کې، او يا په هر هغه انحصار کې چې د انسان په کړو او عمل باندې بنديز ولګول شي . په مجموع کې په
هر قوم او قبيله، ټولنه، خلکو کې انتقادونه او اختلافونه راځي خو بيا هم تر يوه حده پورې نه دا چې زه بايد د خپلو غو ښتنو لپاره سازش وکړم او خلاف د شرعې، کلتور او فرهنګ، غيرت او عزت بيا هم په پارلمان کي د يو داسې حکومت په لمنه کې ځان غلي کول چي نه مخ لري اونه څټ ستره اشتباه ده چې زمونږ د ټولنې عرف نه ګڼل کيږي.!
په درناوي