يوعجيب شې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
آيانه وه راغلې پرانسان يوه داسې زمانه چې نه ؤ هغه هيڅ يو شې يادشوې ...
انسان  الله تعالى اشرف المخلوقات جوړکړې مګر دغه انسان يوعجيب او ناشنا شى دې ، که ژوندکوې نوداسې ډول يې کوې چې ګوندې ته به وايې کله به هم نه مړکيږې ، اوچې مړشې نوپداسې ډول چې ته به وايې چې کله يې هم ژوند نه ؤ کړاى ،دانسان اوقات يوازې دومره دې چې په هغې انسان کوږ او ډيرفخراوغرورکوې ،اودانسان بيلګه دخاورنجى ډيوې په څيرده 
چې په لږه هواسره مړه کيږې ، اوبيا خاوره له خاورو سره په يوځاي کيدو خاوره کيږې ،

مال ،واک ، عهده اوشهرت چې کله دکورپه چارديوالۍ کې دننه راشې نوبيا انسان خپل اوقات هيروې بيانورو انسانانو لره کم او هيچ حسابوې ، دهغې له هرې کړنې او حرکت څخه غرور داسې څاڅې کله دغرونود نمجنو ځايونوچې داوبو څاڅکې څاڅې ، او انسان پدې وهم کې اخته وې کوم چې ګوندې ترقيامته پورې به له هرلحاظه پوره وې ، ارمان اوبياافسوس .....................

عبدالرحمان بابا وايې هرژوندې چې د مرده په قبرورشې بس دي دومره نصيحت په دا دنيا ،که چيرته موږ ته داياد واى چې همدغې خاورې لوى ، لوي فرعونيان ،لوى لوى قارونان اولوى لوى خانان هم خوړلې دې چې نن يې يوازې موږ ته نوم پاتې دى او که ياد هم وې نويوازې د عبرت لپاره نن که دفرعون لاش ښکارې نو يوازې اوزموږ د عبرت د اخيستلو لپاره پاتې شوې دې ، د فرعون مړى ٣١٣٦ کاله وروسته پيداشوې دى اونړيوالوته هم دا اوسمهال مالومه شوې مګر موږ مسلمانانو ته ١٤ پيړۍ وړاندې مالومه شوې ، چې هغه په درياب کې غرق شوې ؤ کله چې يو ساينسپوه دهغه لاش برسيره کړ ، اوموخه يې داوه هغه يې ترې لاسته راوړه نورو ساينسپوهانو ترې وپوښتل چې ولې دې پلټنه په  لږ وخت کې ترسره کړه ، هغه په ځواب کې ورته وويل : ماپه قرانکريم کې دهغه په اړه لوستې ؤ چې هغه په درياب کې غرق شوې دې اوسمهال مادهغه په کولموکې دسمندرى مالګې په ليدوسره خپله پلټنه پاى ته ورسوله ، اوزه پدې حقيقت ورسيدم چې کومه ويناپه قران کريم کې شوې وه هغه سل فيصده ريښتياوه ، هغه ژورنالستان راوغوښتل او ورسره يې دينې عالمان هم راوغوښتل له علماکرامو څخه يې دهغه ( دفرعون ) په اړه مالومات وغوښتل هغوې ورته په کوم ډول چې په قران مجيد کې ويل شوې وويل سملاسې يادپلټونکى ساينسپوه کلمه طيبه وويله اومسلمان شو.

په الهې کتاب قران عظيم الشان کې داهم ويل شوې ژباړه : چې داوسنى کفاردپخوانيوکافرانو لسمې برخې ته په اعتباردعلم او طاقت سره  نه رسيږې دمسلمانانو په اند سل فيصده رښتيا خبره ده .

دهغه داسې يو څلې چې فرعون دخپل ځان په يادکې جوړکړې دى چې نن ورته اهرام مصرويل کيږې په هغې کې ډير نه بيانيدونکى شيان دې چې دهغې له جملې يې يوه يوه ډبره هم ياديږې ، نن چې دګيراو يا کرنګ يوسيستم په نړۍ کې شتون لرې چې هرڅومره کوښښ وکړې له سلونيلو تر يونيم سل ټنوپورې وزن له زمکې اوچتولې شې اودفرعون په يادکې جوړشوې اهرام کې له سلوټنو څخه نيولې تر اته سوه ټنوپورې ديوې يوې ډبرې وزن دې نواوس غير مسلم هم پدې پوه شوې چې قرانکريم يوالهامې او ريښتنې کتاب دې اوداسې بيشميره بيلګې شتون لرې راځودانسان عجيبوالې ته که انسان دفرعون اوقارون ته فکروکړې نوکيداشې چې انسان کله هم په بل انسان بهتان ولګوې اونه په مال اواقتدار اوشهرت په نيشه کې له تللووړاندې کوم غرور اوتکبروکړې اونه به دروغ ووايې اونه به نورو انسانانو ته فريب اودوکه ورکړې ، اونه به دخداى بندګانوته هيچ ووايې ، له دې امله ويل کيږې چې مرګ هميشه يادوساته اودمرګ ارزومه کوه ولى چې ژوند دخپل الله لخوا څخه يونعمت اوعطيه ده ، په نعمت باندې دالله شکر ويستلى شې نه چې دهغې دپاى لپاره ارزو وکړاى شې دنعمت دپاى ارزو کول ناشکرى ده اوناشکرى دانسان مرتبه کمه وې اوياهم پرې کوې يې ، مخکې وويل شو که چيرته انسان خپل اوقات وپيژنې نوکيداى شې چې هغه کله هم دروغ ، بهتان اودغرور دآفتونو څخه وژغورل شې کنه نو دغه آفتونه له انسان څخه يو وړوکى نعوذبالله خداى جوړوې اودانسان خدايتوب شرک دى او شرک هغه ګناه ده چې کله هم نه بخل کيږې .

اوددغه په څيردروغجوخدايانو انجام موږ ته په قرانکريم کې په کراتو ، کراتو ښودل شوې دى لکه فرعون ، قارون ، هامان ،نمرود اوداسې بي شميره نور .



ليک : مسيح الله (عصام)
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.