محتاط
یوه ورځ مي يوه ملګري راته وویل چي هغه پلانى انجنیر خو به پیژنې؟ هغه خوار ته خو لوی جنجال ورپېښ سوى دی. ومي پوښتل چي خدای دي خیرکړې هغه خو ډیر ښه سړی وو او ښه کار یی جوړ وو اوبل داچي هغه په کندهار ښار او د دغه ښار دباندي ښه جایداد لري، او څه مهال دمخه مي ولید چي دملګرو ملتونو په دفتر کي یې په يوه ښه چوکۍ كي کارکاوه.
ویې ویل همدغه درته یادوم، ډېر بد مشکل ورته پېښ شویدی او اوس په امریکاکي بندې دی، اريان شوم چي داڅنګه مشكل دى. هغه راته وویل چي انجینیر خوارکی ډیر پخوا امریکاته تللی وو، او هلته یې د يوې افغاني ښځي سره واده کړی وو، دوه اولادونه یی هم ځني پیداشوې وه، خو بيايې ترمنځ جنجال راغلی وو، انجنیر چی فکر وکړ،نو دځان خلاصولو یوه لاره یی ليدله او هغه داچي بیرته وطن ته راشې. نو هغه وو چي بېرته كندهار ته راستون شو. فکر کوم چی دامریکا دحکومت داصولو سره سم یی له خپلی ښځی څخه طلاق هم نه وو اخيستی، دوه زامن یی هم دښځي په پټه او غلا کندهار ته ورسره راوستلي وه، سپین ښایسته هلکان وه.
په دې توګه هغه خپله ښځه یوازی په امریکا کي پرېښودله، دده له بده بخته امریکایان هم زموږ وطن ته په درځنو درځنو راغلل، او اوس زموږ په هيواد کی هم بايد دهر هیواد قانون عملي شي. ښځي یې دوه درې ځلې دبرښنالیک او نورو وسایلو له لاري احوال ورپسي راولیږی چي امریکا ته ورشي او معامله ورسره يوې خواته کړي. اوس يې ترمنځ جنجال د زامنو او سرمایی پر سر پاته وو. مګر انجنیر ځان ناخبره اچولی وو او سر یې نه خلاصاوه، یو وخت د امریکایی فوځونو یوې ټولۍ هم دده دښځی پیغام دده په کور کي ورته ورساوه او ورته ویلي يې وه چی دښځي سره معامله حل او سپینه کړي. خو انجنیر به ځای بدل کړ او نه یې غوښتل چي بیرته امریکا ته ولاړ شي. بل داچي دلته یې بله پیغله انجلۍ هم غوښتې وه او ژوند یې جوړؤ. اقتصادي حالت یې هم سم وو.
ملګري مي وویل چي: څه مهال مخکي تليفون ورته راغی. په تليفون كي په امریکا کي د ده دپاتي ښځي ږغ وو. هغې ورته وویل چي زه په امریکایي فوځ کی د خدمت لپاره راغلې یم او اوس په پلانۍ امريكايي پوځي اډه كي كار كوم او غواړم چي تا ووینم، نورکوشش مه کوه چي ځان پټ کړې، اډې ته راشه چي خبره سره خلاصه کړو او زامن هم غواړم. بل داچي په امریکا کي مي کیس درباندي کړیدی، يعني عريضه مي درباندي كړې ده چی زما زامن دي راڅخه تښتولي دي. څنګه چي داستر جرم بلل کیږي،نو له دې امله دوسيه در ته جوړه سوې ده. او ما ستا پته هم موندلې ده که رانه غلی زه درپسې درځم. نور تليفون بندشو. انجنیر وایي رښتیا داهم هغه زمادښځي آواز وو، او اوس وبېرېدم داسي نه چی یامي په امریکایي ځواکونو دطالب په نامه مړ کړي او یامي بندي کړي.
نو ددوستانو سره تر مشورې وروسته یې پرېکړه وکړه چي بیرته امریکاته ولاړشي. خپل موټر او ځیني نورسامانونه یې په لیلام خرڅ کړل او امریکاته د زامنو سره روان شو، نوې او پخوانۍ دواړي ښځي یی اوس همدلته په افغانستان کي پاتي شوې. یوه دپلار په کورکي او بله یې دامریکایي فوځونو سره په فوځ کې د خدمت په نیت په بهرنۍ نظامي اډه کي اوسیږي،او خان لالا ښکلي امریکاته ورسېد. کله چی انجنير صاحب د امريكې په هوايي ډګر كي کښته شو سمدستي ونیو ل شو او داڅوومه میاشت ده چي دامریکا په زندان کي پروت دی.
محتاط