سلام خان
که څه هم ځينو امریکايي سیاستوالو له ډیر پخوا راهیسي پاکستان د دوه مخي سیاست په لوبولو تورن کاوه، خو پر دې هیواد شکونه هغه وخت ډیر شول چي امریکايي ځواکونو د پاکستان په زړه کي د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، وواژه،امریکا د بن لادن د وژلو له عملیاتو څخه پاکستان تر وروستۍ شیبي پوري نه وو خبر کړی. دې موضوع پاکستان او په خاصه توګه د دغه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په روانې میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ″حنا رباني کهر″ ته په ټيلفون کې د جمهور رییس اوباما د ادارې د تروریزم ضد مبارزې سره لیکه په ډاګه کړه او ویې ویل، متحده ایالات خپل حق بولي، په هر هغه چا حمله وکړې، چې د نړۍ په هرې برخې کې د امریکا ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي،حنا رباني کهر په یوه ډول د هیلري کلنټن ځواب ووایه او داسې یې ورته وویل، چې د پاکستان سره لیکه د دې هیواد له ځمکني تمامیت څخه سرغړونه ده. حنا دا باټه (مبالغه) هم وکړه، چې د پاکستان له فضا څخه هر ډول غیر مجاز الوتنه به د الوتکې د را غورځیدو سبب شي،امریکایي چارواکي د بهرنیو چارو د دوو وزیرانو تر منځ د الفاظو دا تبادله په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان د جګ پوړو حکومتي چارواکو تر منځ لومړنۍ سخته لهجه بولي،یو جګ پوړی پاکستاني پوځي په دی باب ویلی دی چی ، پاکستان او امریکا یو وخت ډېرې ښې او پراخې اړیکې درلودلې. د ده مقصد د القاعده او طالب وسله والو پر ضد جګړې کې ملګرتیا ده،خو دا پوځي ویلی دی چی، د ۲۴ پاکستاني عسکرو وژنه هم په اسانۍ د دوی له یاده نه وځي. دا پاکستاني پوځي دغه رازویلی دی چی، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي. آی. اې) د یوه مامور له خوا په لاهور کې د دوو پاکستانیانو وژنه او د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د ۲۰۱۱ کال په می میاشت کې په ایبټ آباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنه د پاکستان لپاره ستر توهین وو.
په رسنیو کی د تازه را پورونو په اساس ویل شوی دی چی پا کستان دامریکی خاص استا زی ګراسمن و پاکستان ته له سفره منع کړی دې،پاکستان ته له سفره د ګراسمن منع کول د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته یو بل ګوزار ګڼل کېدای شي،پاکستان وروسته له دې خپل هیواد ته د ګراسمن له ورتګ سره مخالفت وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان پر حالاتو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د پاکستان له چارواکو څخه یې وغوښتل چې د دې مسلې د اوارولو لپاره له بلوچ مشرانو سره خبری وکړي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندي، ویکتوریا نولند، ویلي دي چي امریکا نه غواړي د ګروسمن له دې سفر سره پاکستان تر فشار لاندې ونیسي،نولند زیاته کړې ده موږ غوښتل چي ګروسمن د دې سفر په ترڅ کي پاکستان ته هم ولاړ شي، خو پاکستان له موږ څخه وغوښتل چي اوس هغوی له امریکا سره پر خپلو اړیکو غور کوي. پاکستان له امریکا څخه د وخت غوښتنه وکړه، نو له همدي کبله اوس ګروسمن پاکستان ته نه ځي او دهغه هیواد په ځای به
د پاکستان او افغانستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی د جمعې په ورځ هندوستان ته سفر وکړي. دغه امریکایي چارواکي له هغه وروسته هندوستان ته د سفر اعلان کوي چي پاکستان ته ئې د تلو اجازه تر لاسه نه کړه،نولند ویلي دي چي متحده ایالات د افغانستان په برخه کي د هندوستان د هڅو هرکلی کوي. د هغي په حواله هندوستان تر اوسه پوري د افغانستان د بیارغوني په برخه کي تر دوو ميلياردو ډالرو څخه ډیري پیسي لګولي دي او اوس غواړي چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کي هم ډیره ونډه ولري. هغي ویلي دي چی موږ باور لرو چي هندوستان د یو آباد افغانستان په راتلونکي کي رول لوبوي.پای سلام خان