پیر ، مرید او پوهنتون يې په چوپړ کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

(نړیوال استخبارات)

شبیراحمد
محمد شفیق  چې لاهم د دعوت او جهاد پوهنتون محصل و، د ملګرو په ټینګار او غوښتنه په پېښورکې ډیر  مشهور پیر ته ولاړ، هغه وايې چې کله هلته ولاړو موږ د مازیګر لمونځ په مسجد کې وکړ،  د پیرصاحب له اشاري سره سم ټولو مریدانو نارې پیل کړي او د هل هل چیغو په مسجد کې ازانګې کولې (ډیری امیان مریدان نو د الله  نوم په سم ډول نه تلفظ کوې

او هغوی فکر کوې چې یواځي د هل هل نارې وهل ذکردی). ما  رډي سترګي نیولې وې ناست وم یو بل ته مې کتل، پیرصاحب چې ماته وکتل او زه ارام ناست یم،  څو ځله يې  د لاس په واسطه د خپلو ګوتو اشاره زما لورته وکړه څو زه هم  په حلقه او هل هول کې ورګډشم. داچې زه محصل وم، تر تاثیر لاندي نه راتلم د پیرصاحب له هڅو او دلاس اشارو سره سره بیا هم ارام او بې پروا ناست وم. څه ځنډ وروسته چې مریدان ددوی په اند له ذکر څخه خلاص شول، ماته ټولو تریو او توند کتل، چې کله راووتلو هریوه په ډیره توندي ویل چې تا زموږ د پیر سپکاوی وکړ، ناست وې او ذکر دي نه کاوه، ماچې هرڅومره وویل چې ماته يې دکولو  چم نه راتلی او بل  داچې ونه توانیدم چې جذبه شم ، ولي ستاسي د پیرسپکاوي مې نه کړی او نه يې هم کوم.
محمدشفیق وايې چې زه دوه درې ځله دهغوی په ټینګار ورسره ولاړم، خو هرځل به زما حالت د پخوا پشان و، دریم ځل کې چې پیر هرڅومره هڅه وکړه چې ما ترتاثیرلاندي راولي او زه  له کنټرول څخه ووزم بیا هم ونه توانید، کله چې ددوي حلقه او د هل هل ږغونه خلاص شول، پیرصاحب خپل ځان ته وغوښتم ، مخامخ په زنګنو په ډیر احترام کیناستم. پیرصاحب وویل چې څه کاره يې؟ ومې ویل چې د دعوت او جهاد پوهنتون محصل یم. پیرصاحب لطف وکړ او ډیره د حیراني او نه منلو خبر يې راته وکړه، هغه وویل چې ته به له دې وروسته څلویښت ورځي د قران کریم تلاوت نه کوي، او څلویښت ورځي وروسته به له خپلو ملګرو سره یوځای راځي.
دومره مشهور پیر چې د جهاد دوخت د ... په ګډون يې په لسګونو زره مریدان درلودل، خو دالله   له اوامرو ښکار سرغړونه او د الله عزوجل د کلام له تلاوت څخه دهغه چا منع کول چې په توحید يې ځان پوه کړی دی او په توحید ایمان لري.
زه هغه ریښتیني پیرانو ته زیات احترام لرم چې د محمدي شریعت په رڼا کې د الله عزوجل  ذکر کوي او نورو ته هم د زیات ذکر او تلاوت توصیه کوي، هغوی چې د الله عزوجل په کلام  د تعویذ په نوم له خلکو پیسي نه چورکوي، هغوی چې له قبرونو څخه يې مسجدونه ندې جوړکړي، هغوی چې صورت او  سیرت يې د شریعت سره سم وي.
دطالبانو  له ځینو  نیمګړتیاو سره سره ډیر ښه او پرځای کارونه کول،  په کندهار کې يې  د پیر او مرید په نوم ټول ځایونه ډیر ژر دخلکو پرمخ وتړل. هر ولایت چې به ددوی ترکنټرول لاندي راتلی هلته به يې ددغو کسانو ټغرهم ورسره ټولاوه.
دطالبانو د وخت یو چارواکی وايې چې لوی ملاصاحب امر وکړ چې په غزني کې ډیر مشهور  پیر او دا ډول د ارزګان  خلکوته منلی پیر دي کندهار ته راوستل  شي او هغوی دي ترهغه بندیان شي ترڅو چې توبه وکاږي.
دلوی ملاصاحب ددغه ډول  امر  په صادرولو د طالبانو ځیني مشران همدارنګه د کندهارځينې امامان او سپین ږیري چې د غزني د پیرمریدان، اوځینو يې خاص عقیدت ورته درلود، لوی ملاصاحب ته راغلل، ویل يې چې ته غواړي خپل امارت خراب کړې؟ ته غواړي چې غزنی خراب کړې، اوته غواړي چې ښایسته کندهار خراب او دالله  دقهر وړ ځای وګرځي؟ راغلو کسانو داسي عجیبه خبري کولې چې په رښتیا هم سړی يې بیراوه.
لوی ملاصاحب هغوی ته وویل: په الله  قسم چې داکسان ټګان دي او هیڅ  هم والله که پیښ شي، تاسي به ګورئ چې زه یې راولم او بندیان يې کړم ، په دوی به توبه کاږم چې نور د خلکو له غلطولو او په ناحقه د خلکو څخه د پیسو چورولو او خپلو جیبونو ډکولو څخه ډډه وکړي.
څه وخت وروسته طالبانو د غزني څخه پیرصاحب  راوستی، هغه يې  بندي کړ او ملاصاحب يې د  زیات وخت بندي کیدو امر کړی و،  دپیرصاحب د بندي کیدو په دوهمه ورځ چې کله د کندهار خلک او په غزني کې د پیرمریدان خبرشوې وو، د علماو په ګډون لوی ملاصاحب ته راغلل او بیا یې د پخوا په څېر ډارونکې خبري ورته وکړي، په پایله کې لوی ملاصاحب ورته وویل چې زه به يې راوغواړم او په بندکې به اساني ورسره وکړم خو په هیڅ  ډول  هغه ترهغه وخته نه خوشی کوم ترڅو يې توبه نه وي کښلې.
مسؤل کس له  دوه ورځي بندتیرولووروسته پیرصاحب  دلوی ملاصاحب دکارځای ته راوست،لوی ملاصاحب ورته وویل چې ته څه ډول پیر يې او ولي خلک خطاباسي. پیر صاحب بې له دې چې کوم عذر وړاندې کړي او یاهم  له ځان څخه  دفاع وکړي، ويې ویل چې ملاصاحب داځل مې پریږده بیا به په ټول عمر داکار ونه کړم. بیا مې توبه ده چې داسي بد به ونه کړم. نه پیر یم، نه عالم یم او نه هم کوم بل کمال لرم، بله لاره مې نه لرله دغه د پیسو ګټلو ښه لاره په نظر راغله او داکارمې پیل کړ. داځل مې پریږده بیا مې والله که په  ټول افغانستان کې ووینې.
لوی ملاصاحب وویل چې سمه ده توبه  وکاږه چې بیا به دداسي ناروا کارونو څخه لاس اخلي، خو  دغسي مفت او جفت والله  که راڅخه خلاص شې.  نور  بند به دروبخښم مګر شپږمیاشتي به  په بندکې تیري کړې.
د ارزګان څخه  خلکوته  ډیر منلی پیرهم سره د څو تنو امامانو  او اميانو چې دده مريدان وه په  کندهارکې د لوی  ملاصاحب  ځای ته طالبانو راوستی. دغزني دپیر په ډول يې هغه هم خپل دکارځای ته راوغوښت،  لوی ملاصاحب پیرته وویل چې ته کومه خانه لري چې د پیري دعوه دي کړېده، هغه وویل چې زه په  رښتیا سره پیریم، زموږ کورنۍ سادات او  پیران تیرشوې دې. لوی ملاصاحب ورته وویل چې وخت دې چیري تیر کړی دی او څه ډول پیر شوې؟ د ارزګان پیر به کیسه پیل کړه چې په ایران کې مي زیات وخت تیر کړی دی، او دالله عبادت او ذکر مې زیات کاوه، خو د ډیروخت ذکر او عبادت څخه وروسته پر ما یو ډول حالت راغی، له هغه  حالت څخه وروسته زه پوه  شوم چې  زه اوس دالله په دربارکې ومنل شوم. او زه نور پیرشوم. لوی ملاصاحب ورته وویل چې کوم  ډول حالت درباندي راغی، هغه حالت څه ډول و، ماته يې بیان کړه، پیر به خبره ها خوا  دیخوا اړوله او بیا به يې وویل چې پر ما یو ډول حالت راغی چې زه نور هیڅ پوه نه شوم. خو لوی ملاصاحب ورته وویل چې ترڅو دي دغه یو ډول حالت راته ښودلی نه وي. او توبه  دي کښلې نه وي په والله  چې په دار دي وځړوم. کله چې پیر د لوی  ملاصاحب سخته او له قهره ډکه خبره واوریده یودم  وارخطا شو، او نور يې په  توبو او زاریو لوی ملاصاحب ته پیل وکړ. ويې ویل چې  زه شیعه یم،  نه پیریم، نه عالم یم او نه هم کوم  بل کمال  لرم. په ایران کې مې زیات وخت تیر کړ، ډول ډول ستونزي او تکلیفونه مې وګالل، کله چې افغانستان ته راغلم، ارزګان ته ولاړم او هلته  پیرشوم.
لوی ملاصاحب امر وکړ چې ترهغه وخت پوري دي بندي وي ترڅو چې ما دهغه دخلاصیدو امر کړی نه وي هغه به په زندان کې وي.
دهلمند ولایت د مارجې ولسوالي کې د خور او  ورور په  نوم   پیران پیداشول. هغوی د کویټي ښار له خروټ آباد کلي څخه راغلي وه،  هره ورځ  به دمارجې، نادعلي، ګرمسیر، ناوې  او هلمند ولایت له  نورو  لیري پرتو ولسوالیو څخه  خلک د دم او چوه لپاره ورته راتلل، دومره مشهورشول چې د غزني، پکتیا، پکتیکا او نورو ولایتونو پرته به له پاکستان څخه هم  ناروغان راتلل، د موټرانو به قطارونه ولاړ و. ډیر  زیات کار ښځي کاوه. اوازه يې خپره کړي وه چې پردې ښځه ښاپیرۍ مینه ده، او س يې ډیر پیرانان (جنیات)  اېل او او مسخر (وده) کړي دي، ورور ته يې  دي اجازه کړېده،  هره ورځ چې به يې سهار د ناروغانو په دم او چف پیل وکړ (د ناروغي ښځي په غاړه به يې په لاړو لمده ګوته تیروله او یو سپین تاربه يې ورکاوه) غرمه مهال به  يې دهغه وخت د شنو افغانیو ډک پټو (څادر) کورته  ننویست، داډول له ماپښین لمانځه وروسته به يې بیا دم او چف پیل او  مازیګرمهال به  يې له شنو افغانیو ډک پټو کورته  ننویست.
د طالبانو د نظام له برکته ددوی د پیري دعوې او مداریتوب ډیر  دوام ونه کړ، ډیر  ژر طالبان پرې خبر شول، له کندهار څخه پسې راغلل او بې له کومي ستونزي او  جنجال څخه يې بیرته د پاکستان کویټي ښارته پسې واخستل. له بند څخه په دې خلاص شول چې ښځه وه، او وروريې  ځکه بختور و چې خور  یې ویل زه بل محرم بغیر له ورورڅخه نه لرم ، داچې طالبانو له ښځي سره دمحرم لرل لازمي ګڼل نو ددوی بخت کار وکړ او بې له بند تیرولو څخه دلاسته راوړول شو پیسو سره بیرته خروټ آباد ته ورسیدل.
په  ټوله  کې سړی ویلای  شي چې دطالبانو په وخت کې د پیر او مرید په نوم   غولوونکي کسان ورک شول. خو داسي هم نه وه چې طالبانو زاړه او نوې پیران يو څېر بلل. د طالبانو ټولو  مشرانو او ګڼ شمیر  کشرانو د کابل حضرتانو ته  خاص عقیدت درلود. داچې دهغي کورنۍ څخه ددوی په وخت کې څوک په کابل  کې نه اوسیدل، په اسلام آباد کې د آمین جان آغا سره يې د مالي مرستي سربیره ډیري ښي اړیکي درلودلي. دپوهني وزارت مرستیال شهیدخیل د قلعه جواد دحضرت صاحب  دقبر سره نږدي د یوه  لوی مسجد ډبره کیښودله، چې یواځي په  ډبرو يې تهداب پورته او نور نیمګړی پاته شو. په روان کال  (۱۳۹۰)کې د یوه  ځوان انجنیر په مالي لګښت ښکلی او ښایسته مسجد پکې ودان شو.
د کویټي ښار دبلیلي سیمي مشهور افغان خلیفه ته ډیرو مشرانو  طالبانو خاص عقیدت او درناوی درلود. ما نوموړی خلیفه  په کابل کې ولید چې طالبانو سعودي ته دحج لپاره دتګ زمینه ورته برابره کړې وه. په هغه کې هغه خرافات نه وه کوم  چې موږ  یې اوس مهال په کابل، کندهار، هلمند، دپاکستان په وزیرستانو(شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان) کې د نوو پیرانو په خانقاوو کې وینو.
دسیاه بند بهاوالدین  جان آغا هم طالبانو بد نه یاداوه، خو برعکس د هلمند ولایت د خوشکاوې او لښکري بازار بهاوالدین جان آغا بیا د طالبانو له بیري په ټول افغانستان کې ځای نه درلود.
د ښاغلي حامد کرزي د حکومت او ناټو یرغلګرو ځواکونو په شتون کې د پیري او مریدي  پروژې دومره  پرمختګ وکړ، چې سړي يې تصور هم نه شوای کولای.
داچې د استخباراتو او جاسوسي ټول ډولونه په نړۍ کې وپیژندل شول. پیل يې په ترتیب سره  ټولنو ته د جاسوسانو پلي تګ، په  مذهبي ځایونو کې اوسیدل، په عامو ځایو کې د سوالګرو په ډول ګرځېدل او راګرځېدل، په زیارتونو کې ملنګي او منجاري، او زموږ په هیواد کې خو دانګریزانو د استعمار په وخت کې په ځینومسجدونوکې د امامت دندې هم د جاسوسانو لخوا ترسره شویدي.
استخبارات ډیر ډولونه لري، د  هوا دلاري، د کمرو دلاري، د سټلایټ سپوږمکیو اوسمهال د بې پیلوټه الوتکو په واسطه. زه غواړم چې د وګړو د لاري د استخباراتو په  اړه خپل معلومات درسره ګډ کړم.
زما یوملګري چې د ننګرهارولایت د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، هغه وايې چې کله موږ پر هیواد د روسانو دیرغل په وخت کې پېښورته هجرت وکړ، شبقدرډیرۍ کې اوسيدلو، لېږموده وروسته په شبقدرډیرۍ کې زموږ کورته د پاکستاني پوځ یو لوړپوړی افسر راغی. وايې زما د پلار پوښتنه يې کړې وه او خبر شوی و، چې موږ له کامي څخه هجرت راکړی دی. ملګری مې وایې چې موږ ډیر زیات حیران و، او پلارمې نه پوهیدی چې د کوم هدف لپاره پوځي افسر زموږ کور ته راغلی دی، له روغبړ وروسته يې زما پلار ته وویل چې ودي پیژندلم؟  هغه وویل چې ما خو ونه پیژندلې. او نه زه د پاکستان په پوځ کې کوم دوست لرم.
پوځي افسر ورته وویل چې زه پلانی نومیږم، ستاسي په کلي کې مي امامت کاوه، هلته مې ډیر  وخت ستاسي سره تیرکړی دی، ستاسي ډیره ډوډۍ مې خوړلې ده، ما به ستاسي دمسجدامامت کاوه، خو دپاکستان داستخباراتو لپاره مې کار کاوه، ماته ویل شوی و،     چې د سیمي حالت هره اونۍ ولیکم او بیا يې د جمعې په ورځ د لعل پوري ولسوالي اړوند تر پلاني پول لاندي راپور په لیکلې بڼه کیږدم. سمدستي زما پلاروپیژانده، ورته ویل يې چې زما یاد دي هره جمعه به ته ورک شوې او بیا به ناوخته ماښام پیداشوې.
د روسانو د تیري په ورستیو وختونو کې زموږ په هیواد او نورو هغو هیوادونو کې چې د روسانو تر واک لاندي وه استخبارات او جاسوسي د شتمنو په واسطه کېدله، کا جي بي (KGB)    به خپل اعتمادي او دباور وړ کس ته زیاتي پیسې ورکړې او هغه به یې نورو هیوادونو ته د شتمن او سوداګرپه نوم استاوه، د سوداګري ترڅنګ يې د جاسوسي کارونه هم پرمخ بیول، دغه لړۍ په غربي هیوادونو کې هم روانه وه. چې په وروسته وختونوکې دغه ډول روسي جاسوسان په غرب کې او د غرب جاسوسان په روسیه کې ونیول شول. خو په افغانستان کې بیا د کا جي بي  دا ډول افغان جاسوسان ځکه د ښو شتوخاوندان شول، کله چې روسانو په افغانستان کې ماتي وخوړله، د کا جي بې اداره هم ټکنۍ شوه، افغان شتمنو جاسوسانو د کاجي بي پر شتو خیټه واچوله او اوس د هیواد په شمال کې  مشهور شتمن همهغه دکاجي بي د وخت سوداګرجاسوس  دی.
کله چې د جاسوسي دغه پورته  ډول نړیوالو او استخباراتي جالو  ته ښکاره شو، بیا يې د جاسوسي لپاره د NGOs شکل او ډول پلان او وکاراوه. یو شمیر کسانو به د انجو ترنوم لاندي اداره (موسیسه) جوړه کړه، ځیني خیریه، مرستندویه او پرمختیايې کارونه به يې کول، په پټه او اصل کې به يې دخپل هیواد لپاره استخباراتي کارونه کول. چې لاهم دغه لړۍ په وروسته پاتي هیوادونو کې  روانه او د استخباراتي معلوماتو په  ټولولو کې يې ښه نتیجه ورکړې ده.
اوسمهال په پرمختللې نړۍ (امریکا او اروپا) کې د انجو  NGOs  رول  هم د استخباراتي او جاسوسي کارونو لپاره مخ پر ختمېدو دی، او د انجو ځای کرارکرار مشخص او ځانګړي پوهنتونونه نیسي. تاسي به لیدلي وي چې ځیني پوهنتونونه د مذهبونو ترمنځ د نږدیوالي، د مذهبونوترمنځ د اړیکو، د سولي او پخلایني، دهیوادونو کلتوري اړیکي،  دسیمي څیړنیز او د ډول ډول نومونو  لاندي څانګي لري. دا ډول ځیني امریکايې، برطانوي او اروپايې پوهنتونونه د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې په  همهغه نوم  پوهنتونونه لري.
په راتلونکي کې به ډیر پوهنتونونه، انستیتونه او پوهنيز مرکزونه هم د نړیوالو استخباراتي شبکو له امله سیاسي شي او خپل علمي او اکاډمیک حیثیت به دلاسه ورکړي.
زموږ دهیواد مذهبي، کلتوري او جغرافیایې جوړښت له نورو هیوادو سره توپیرلري. نو ځکه دلته داستخباراتو شکل او ډول هم له نوري نړۍ سره توپیر ته اړتیا لري.
داچې په هیواد کې د ناټو دیرغل سره یوځای په درجنو  نړیوالو انجوګانو کار پیل کړ. په لومړیو وختونو کې دهرهیواد انجو ، غوښتونکي او اړین معلومات په کلیو، ولسوالیو او ولایتونو کې ټول او دخپلو  هیوادو استخباراتي شبکو ته يې واستول.
زما یو ملګری وايې چې د ۲۰۰۲ کال په لومړي فصل کې موږ له یوي فرانسوۍ نړیوالي انجو سره کارکاو، د فرانسویانو  سره مو د زابل ولایت میزاني، سیوري او شملزو ولسوالیو ته سفر وکړ. فرانسویانو  لږ پوښتني د سیمي د اوسیدونکو  لپاره د اړینو پروژو کولې، او ډیري پوښتني يې په سیمه کې د قومي جوړښت، کوم قومونه په سیمه کي اوسیږي، د کوم قوم خلک ډیر  او کوم لږدي، کوم قومونه سره نږدې او کوم قومونه  یود بل سره بدۍ لري. همدارنګه د غلجي او دراني  خبره  به يې پوښتله. دقومونو او سیمي اوسیدونکو د کلتور او دودونو اړوند پوښتني، په سیمه کې د متنفذینو، علماو او مخورو اودا ډول به يې پوښتني کولي چې تاسي ته څه ډول مشران د منلو وړ دي. کله  ناکله به يې داهم پوښتل چې امریکا او ناټو سره به خلک  ملاتړ وکړي که نه؟
ددې سره سره يې یو اوږ د پوښتنلیک  هم  جوړ کړی و، چې د کورنۍ دغړو له شمیر څخه  نیولي بیا دحیواناتو شمیر، ډول، دځمکو اندازه، حاصلات، د حاصلاتو  بیې، د زراعتي ځمکي ډول (کاریز ، ژورڅاه او یا دسیند اوبه دي)، د کلیوالو  ټول شمیر، دکلي دمشرنوم او داډول نوري زیاتي پوښتني به يې کولي.
داچې  زموږ په هیواد کې  دناټو  له یرغل څخه  وروسته په ۲۰۰۴ ز کال کې دمقاومت وړې ډلي پیدا شوې، په ۲۰۰۵ کال کې یې د انجو  NGOs فعالیتونه له خطر سره مخ کړل، او په وروسته کلونو کې د انجو کارکوونکو  کلیو او ولسوالیو ته د امنیتي ستونزو له امله سفر نه شوای کولای،  نړیوالو استخباراتو چې لا دمخه ډول ډول  سروي ګاني کړي وې، چې افغانان علماو، روحانیونو او پیرانو ته خاص درناوی او عقیدت لري، دمخکنیو ترسره شو سروې ګانو له مخي يې زموږ په هیواد  کې د استخباراتو نوی ډول او پلان په کار واچاوه.
امریکا او  ناټو د استخباراتي او جاسوسي معلوماتو د لاسته  راوړلو  په موخه  په  ناامنه  سیمو  کې  دپیرانو په نوم کسان وګمارل،  دهغوي د مشهورتیا او پيژندني لپاره يې په سیمه کې دخپلو لاسپوڅو په واسطه ورسره مرسته وکړه، دپیرلپاره  یې پرېمانه تبلیغات دخپلو جاسوسانو په مرسته وکړل. او په سیمه کې يې د پیر تر نامه لاندی خپل دجاسوسي مرکز  پرانیست.
تاسي به لیدلي وي چې دغه لړۍ ترټولو لومړی په هلمند او کندهار کې ښه وچلېدله، او دغه ډول دربارونه او خانقاوي به هروخت  له  ډیرو مریدانو څخه  ډکې وې.
دامریکا له حملې وروسته یوځل په هلمند کې د  یوه ډیر مشهور آغاصاحب (پیر)  کورته ورغلم، دنور کله په شان مې ډیر ازاد مجلس ورسره پیل کړ. د طالبانو په وخت کې دمجاهدینو او علماوو په صفت نه مړیدی، خو په دې ورځ  چې اوس امریکايې یرغلګر پوځونه په هیواد کې مسلط دي، آغاصاحب په ډیره سپین سترګي سره وویل چې داخو اهل کتاب دي او دوی ډیر ښه خلک دي، زموږ لپاره په ګټه دي.
د شاولیکوټ ولسوالي د وچ باختو په سیمه کې د یوه مشهور حاجي آغا (پیر) کورته ورغلو ملګري مې راته وویل، حاجي آغا صاحب فکر وکړ چې د موسېسي کارکوونکي دي د صلیبیانو په صفت به دوی هم خوشحاله کیږي. ملګري مې ویل چې موږ یوي ایټالوي انجو د سروي لپاره استولي و، کله چې حاجي اغا صاحب له کورڅخه  راووتي، زموږ یې زیات احترام او قدروکړ، او  د ډوډۍ پرمهال یې ویل چې  عیسویان ځکه ښه خلک دي چې اهل کتاب دي. او یو  ډول غیر مستقیم يې د راغلو پوځونواو  موسساتو ملاتړ ښوده.
د پکتیا ولایت د  تعمیر  ولسوالي اړوند سیمه کې  داسي پیرصاحب پیدا شو چې د دم او چف له برکته يې د سرطان ناروغي، دشکري ناروغي او نور  سخت مرضونه  له منځه ځي، دومره  تبلیغات ورته وشول چې د هیواد ګوټ ګوټ او پاکستان ته يې هم  دښه نوم او شهرت اوازي ورسیدي. خو چا هم ونه  لیدل چې کوم رنځور دي جوړ شوی وي. پاتي دي نه وي چې دغه سیمه چې د زرمت ولسوالي سره نږدي ده ډیره حساسه  او د بهرنیانو لپاره  ستونزمنه  سیمه  ده. دمنصور صاحب، مولوي جلال الدین حقاني او مقاومت نورو  ډلو سخت  سنګرونه په دې سیمه کې فعال دي.
کندهار چې د طالبانو مرکز و،  د ښاغلي کرزي د حکومت له راتګ څخه څه موده وروسته د طالب آغا په نوم کس د لو والي په سیمه کې پیداشو چې دده دښه شهرت او دم  په ځای لګیدو  اوازي هم  دهیواد سربیره تر  پاکستان پوري ورسیدی. هغه ځوان  هلک و، او  ویل يې چې استاذ مې دعا راته کړیده  نو ځکه مې دم او تعویذ لګیږي.
ډیره اسماعیل  خان د پاکستان یوه له شخړو  او  تاوتریخوالي ډکو سیمو څخه  ګڼل کیده او ګڼل کیږي، هلته  یوه داسي کس د پیري دعوه وکړه چې په لیک  او لوست نه پوهیږي، د تقوی او پرهیزګاري پخوانۍ سابقه نلري،  په کلي او کور کې يې په سم نوم شهرت نه درلود،وايې چې ما خوب ولید او  برخه راکړل شوه. د دم او تعویذلپاره  خلک له لیرو  لیرو ځایونو څخه ورته راځي.  ولي په وزیرستانو او سرحد کې نوي پیران پیداشول؟ آیا په پنجاب او سند کې دغه ډول ښه خلک  نشته؟
ولي په کندهار، هلمند، پکتیا ، غزني، کندز او نورو ناامنو ولایتونو کې دغه ډول نوي پيران پیداشول؟ آیاپه  هرات، بلخ، سمنګان او جوزجان کې ښه  خلک نشته؟
یوه افغان ویل زه هلته  ډیر په تعجب کې شوم چې کله په کویټه کې یوه  افغان  پیر چې اوس ځان  پاکستانی معرفي کوي او افغانانو ته ځان افغان ورپیژني د ماښام ډوډۍ ته وغوښتم. د پیر کورته دوه  لاري تللي وي، یوه یې اوږده او  ډیره  په امن نه وه، بله لار لنډه او د پوځیانو د کورونواو  روزنیزو مرکزونو په منځ کې تیره شوی وه. په لنډه لار بې له کارډ لرلو او  اجازي پرته هیڅ  شخصي موټرته دتګ او ساحي ته دداخلیدو او یا وتلو اجازه نشته. داچې په ما ناوخته وه او نه مې غوښتل چې په اوږده او ناامنه لار ولاړشم. د لنډي لارپه لور وخوځیدم، چې کله پوځي ساحي ته ورسیدم له ډیرو زاریو، د بهرني هیواد سټیزن شیف او ویزي ښکارولو سره سره يې اجازه رانکړه. ددي لپاره چې پیرصاحب ته عذر وړاندي کړم ټلیفون مې ورته وکړ، ومې ویل چې په ډیر معذورت سره نشم  درتلای، غوښتل مې په لنډه لار درشم ځکه  ناوخته ده اوږده لار ناامنه ده خو پوځیان پدې لار له  زارۍ کولو او اسنادو ښودلو سره اجازه نه راکوي.  پیرصاحب  ارامه خندا وکړه او ويې ویل چې  ... جانه! ورته ووایه چې د ... کورته ځم.  میلمه وايې چې پوځي ته مې ژغ کړل او ورته مې وویل چې زه د ... آغا (پیر) میلمه یم دهغه کورته ځم. پوځي سمدستي له  خپل مشر سره اړیکه ونیوله او ډیرلیژ ځنډ وروسته يې اجازه  راکړه، له اجازي سره سره يې معذورت هم  وغوښت چې زه  يې په لومړي سرکې له دې امله پرې نه ښودم چې ويې نه پیژندم چې د پیرصاحب میلمه یم.
داچې ولي په کابل کې دغه د پیر او مرید لړۍ ګرمه ده، داهم پخپل ځای لاملونه  لري. دلته هم  په هغو سیمو کې پیران پیدا شول کوم چې د پښتنو سیمي دي، او هغه سیمي چې د جنوب ، جنوب غرب او ختیځ لاري ورته راغلي دي.
د کابل د نویو پیرانو له پیدایښت څخه نړیوال او استخبارات دوه  موخي لري:
اول: داچې د دوی او ددوی دباوري مریدانو په واسطه وکولای شي اړین استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.
دوهم: چې ځوانه ټولنه د خرافاتو، بې دیني، بداخلاقي او لوبالي په لور سوق او له اسلامي اصولو او مقراراتو څخه بې لاري کړي.
تاسي به په کابل کې د قمبر څلورلاري په سیمه کې د هغه پیر ویډیو لیدلي وي چې خلکو ته د بې دیني په لور بلنه ورکوي او وايې چې ماته د الله عزوجل له  لوري الهام کیږي، زه اړ نه یم چې مسجد ته دلمانځه لپاره ولاړشم. زه خپله مسجد یم. او زه اړنه یم چې قرانکریم تلاوت کړم، ماته الهام کیږي. او  بالاخره لویه دکفرخبره داهم کوي چې زه اړنه یم چې کلیمه ووایم، زما وجود خپله کلیمه ده.
په دې اړه زیاتو نورو  معلوماتو او څیړنیزو لیکنو ته اړتیا شته، د لوستونکو  حوصله نه تنګوم او په دې خبره يې پای ته رسوم  چې زموږ مسلمان او مومن ولس په خپلو سیموکې ددغسي خرافاتي ، ناپیژاندو او بې علمه پيرانو مخه ونیسي.