د٢٠١٢ کال پيل ....

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مسيح الله (عصام
الله جل جلاله پرزمانه قسم خوري اوفريلې يې دي : ګواه ده زمانه چې بنده يقيناً په تاوان کې دى ، مګر هغه کسان په تاوان کې نه دى کوموچې ايمان راوړ او نيک اعمال يې ترسره کړل .


موږ که چيرته وخت ته په دقيقه توګه زيرشو په رښتيا هم موږ په تاوان کې يو هغه  ډول چې موږ په لاسونو بآندې  کوم ساعتونه تړلى دې په هغې کې موږ ته په ښکاره ډول مالوميږې چې ترټولو لويه ستن زموږ د ژوند لحظې ( سيکنډونه ) په ډيره بي رحمۍ اومسلسل ډول سره پري اوهم يې کموي .

په کال کې ١٢ مياشتې ، ٥٢ هفتې ، ٨٧٦٠ ساعتونه ، ٣٦٥ ورځې ، ٥٢٥٦٠٠ دقيقې او ٣١٥٣٦٠٠٠ سکنډونه ( لحظې) دې .

اوپدې هيله چې په يادو ټولو لحظوکې مسلمانان په عمومې ډول او افغانان په خصوصې ډول خوشاله او نيکمرغه ووسې ، چې پرافغانو يوباندې يو ځل بيا دنړۍ والو لخوا داسې بلا  مسلط ښکاري چې دهغې دتګ او ختميدو کم څه کم ماته په راتلونکى کې دوه سوه کلونو نه په سترګوکيږې ...
خداى وکړې چې داسې نه وې .

مخکنۍ خبرې ته ورځوچې د نيکو اعمالو وګړې به په تاوان کې نه وې دغه نيک اعمال موږ ديويتيم په سرخپل لاس کيښودل ولې نه وې ، ديوې کونډې مور سره مامولې مرسته ولې نه وې يوبوټې کينول ولې نه وې ټول په نيکو اعمالوکې راځې او شميرل کيږې دغه راز انسانانو ته د معافى کولو او بخنې لپاره الله رب العزت بهانه جوړه وې ولې چې هغه پرموږ د اويا ميندو څخه ډير مهربانه دى ، اوهمدارنګه يوه بدکاره ښځه ديوې څاه په غاړه اوبه څکې ګورې چې دالله يو مخلوق سپى هم ډيرتندې اخيستې دى اوله امله يې هغه دډيرتندې څخه د کوهې دغاړې لمدې خټې څټې له بدکاره ښځې سره داوبو دراويستلو لپاره کوم لوښې نه وې هغه خپله دوپټه تار ، تار کوې اوخپلو بوټانو وغيره پورې يې تړې اوپه پايله کې هغه يو مخلوق ته اوبه ورکوې لدې امله دهغې ياد عمل الله رب العزت ته خوښيږې اوهغې ته په بدله کې جنت ورکوې،

ديوبل حديث مبارکه مفهوم دې چاچې پرچا رحم ونه کړ پرهغه به رحم ونه کړاى شې که موږ وګورو نن ولى زموږ په هيوادونو کې ډيره وچکالى ده اوپه مغربې او اروپايې هيوادونوکې بارانونه کيږې په هغوې وچکالې نه راځې ،  پرهغوې پروخت باندې بارانونه کيږې اوپه موږ په وخت باندې بارانونه نه کيږې کله چې زموږ اړتيا باران ته وې نوپرهغه وخت موږ باندې باران نه کيږې او چې موورته اړتيا نه وې نو هغه مهال پرموږ باران کېږې ، که موږ وګورو په يادو هيوادونوکې درحم ماده ډيره سترګوکيږې ،  يوحيوان سره داسې رحم اوسلوک کيږې چې په ځينو وروسته پاتې اسلامې هيوادونوهغه رحم او زړه خوږاوۍ دانسان سره نه کيږې ، اوپايله  يې هم زمو،پروړاندې ښکاره ده  ؟

دوه زره يولسم کال تيراودوه زره دولسم کال پيل شويدې راځئ موږ ددې کال د ٨٧٦٠ ساعتونو څخه په سمه توګه کارواخلو پدې ډول موږبايد ديوې ورځې په ٢٤ ساعتونوکې يو ساعت دالله پاک په ياد کې تيرکړو پنځه وخته لمونځ وکړو چې په دوه دقيقوکې دلمونځ لپاره اودس کيږې او پرلمونځ کم څه کم لس دقيقې يازياتوکم وخت نيسې په همدغه ډول دغرمې ، مازيګر او ماسخوتن لمونځ هم ياد وخت نيسې چې دهفتې په حساب په ١٦٨ ساعتونو کې که موږ يوه اويانيم ساعت دخداى دياد لپاره وقف کړو نويقيناً موږ به قبرکې دنکيرمنکرچې لومړۍ سوال اوځواب به له موږ څخه دالله تعالى د دين ، د رب او نبې  په هکله کيږې دالله په فضل اومهربانۍ سره بريالى شو ، قبرکوم چې دنړۍ څخه اول داخرت خواته پل دى چې په هکله يې ويل شوې دى دجنت د باغيچوڅخه يوه باغيچه ده اوياد هم د جهنم د کندو څخه يوه کنده ده .
که موږ په قبرکې په سوال او ځواب کې صحې وتوانيدو نو د اخرت خواته به موږ په اول قدم کې  بريالى شو که نه نو دجهنم  کنده ده...
الله تعالى دې موږ په اولني امتحان کې بريالې کړې ،دقبربه هکله ډيراحاديث مبارکه راغلې دى .

حضرت عباده بن نسي وايې چې کله د حضرت ابوبکر رضى الله تعالى عنه دوفات وخت نږدې راغلو نوهغوې ام المؤمنين حضرت عائيشې رضى الله تعالى عنها ته وفرمايل زماداجامى اووينځه اوماته پدې کې کفن راکړه ، ځکه چې دمرګ نه وروسته ستادپلاربه دوه حالاتوکې يو حالت به خامخا وې ، ياخوبه ده ته ددې نه هم ښې جامې ( د جنت ) واغوستلې شي اويابه دکفن جامې هم ډيرې بدي طريقې سره تري وويستلى شې ،
اخرجه احمد فى الزهدکذا فى المنتخب ( جلد ٤ صفحه ٣٦٢  )

محترمو داد اسلام دلومړۍ خليفه حضرت ابوبکررضى الله تعالى عنه ، حالت دى چې دويرى او اميد ترمنځ  خپل ايمان ساتلي دغه ډول يې ويلې موږ چې اوس په څوارلسمه پيړۍ کې ژوندکوو زموږ به څه حال وې زماد ټولو مسلمانانو څخه هيله ده چې دکال په ٣٦٥ ورځوکې يوه ورځ هم لمونځ پريږنه دې دپښتو متل دې که څومره ژوندې يې اخربياهم د ګوربنده يې په يوه ورځ کې څلورويشت ساعتونه وې اوپه پنځه وخته لمونځ بآندې زيات نه زيات ٣٠ دقيقې نه نيسې بايد موږ يې وکړو يوه ورځ به موږ هم خاوروته ورځواوله موږ څخه به د لمونځ په هکله سوال او ځواب کيږې که په هغې کې موږ بريآلې شو، نوداسې وګڼئ چې دامتحان په اوله پرچه کې بريالى شوئ اوکه ګوندې په دې اوله پرچه کې خداى مه  که ناکام شو نوداسې به وګڼو چې په ټولو پرچوکې ناکام شو موږبايد خپل وخت په لمونځ او ذکرسره بارزښته کړو او دوخت قدر وکړو .



ليک : مسيح الله (عصام)
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.