آسيا ټايمز/ ليک: وکټرکوټ سيف
ژباړه : مسيح الله عصام
که دامريکا لخواپرايران بريد وکړاى شې ،نوبريد به نه يوازې چې دايران پراتومى بټيويااسلحو بلکې دپوځې چوڼيو، يعنې فضايې ياخلايې بيړيو،دمزائيلو پراډواوپه هغوځايونو وې چې هغوې ته هدايات يا لارښونه کيږې هم دبريدلاندې راشې .
که داهرڅه په مشرق وسطى کې دبيړنيوحالاتوکې يوازى دښودلولپاره هم وې نودهغې دبدو اغيزو څخه انکارنه شې کيدلاې .
دروسيې شنونکوپه اند ، که چيرته پرشام ياپر ايرن (داوړو) پرخلاف دپوځې عملياتويابريدکول په عملې توګه وې نو په وينايې بيا ډيرامکان ددې خبر ې دى چې په روانه مياشت کې پرهغوبريدپيل شې ،
البته دايران پرخلاف دکوموعملياتو امکان ډيرکم ليدل کيږې ، ولې چې هغه به ډيرې بدې اغيزې ولرې ، په مشرق وسطى کې په راتلونکوڅوهفتوکې د جنګ آثار( نښې)ليدل کيږې چې له امله به يې ګرده نړۍ ديوديوخطرناک حالت سره مخ شې .
په عامه توګه داسې باور ورکول کيږې چې دايران اوشام ستونزې له حده څخه اوښتې دى ديادوهيوادونوپه څلوروخواوکې دلويديزوالو د جنګى بيړۍ ديو جونډ په څيرراغونډې شوې اويا کيږې ، ايران اوشام هم په دغه سيمه کې سمندرې تمرينات پيل کړيدې ديوې مامولى بى پراوئۍ څخه په يو تود جنګ باندې بدليدلاى شې او ورسره ورسره په سفارتې کچه هم ګرمۍ اوتودى چارې ليدل کيږې که يوازې دتيرو دوه او دريو ورځو پيښوباندې نظرواچول شې نودملګروملتونو داتومى ايجنسۍ ادارې تصديق کړې چې ايران ديورانيموغنې کول تيزکړيدې بل خواته ايران ديو امريکايې جاسوس داعدام اعلان کړيدى .
دايران ولسمشر احمدې نژاد د وينزويلا د ولسمشرهيوګوچاويز سره ليدنه هم امريکادخپل ځان پرخلاف يو بريدکونکى اقدام ګڼې ، ولى چې هيوګوشاويز هم په هغو وګړو کې ګډون لرې کوم چې دامريکا سره دسترګوپه جنګولو سره خبرې کوې ، دلته دايران لخوا د هرمز تنګي دبند ولو ګواښ او ګوت څنډنې د امريکا په ګډون په نورو لويديزو هيوادونوکې د تشويق اوازه خپره کړې ، اوله امريکا سربيره برتانيې اوفرانسې هم خپلې جنګى بيړۍ يادې سيمې ته روانى کړيدى ، ترڅودتيلو په بندولو کې کوم شى حائل نه شې ، اوله همدې سره په لويديزو هيوادونوکې دتيلود ذخيره کولو لپاره کوښښونه پيل شويدې ، او داسې هم ويل کيږې چې له هغوى سره کم څه کم ديوى مياشې لپاره ذخيره شتون لري ، پرهمدى مهال ايران يو ستر سمندرى تمرين پاى ته ورساوه اوپه راتلونکى مياشت کې يې ديوبل سمندرى جنګى تمرين اعلان کړيدى ، لدې سربيره ايران کې د ځمکني جنګى تمرينونه په زوراو جوش سره روان دى ، ددې په مقابل کې بل طرف ته دامريکا اوداسرائيلو په ګډه کچه په تاريخ کې دترټولو لوى مزائل ډيفنس ډرل ورته ويل کيږې پيل کړې دى ، چې پټ نوم يې آسټيرے چيلنج ١٢
(Austre Challenge 12) ايښودې دى ، اولدى سره سم په اسرائيلو کې بيلابيل جنګي تمرينونه هم پيل شوې ، دامريکا په زرګونوپوځيان دنوو ميزائلو دفلجولو سيستم يا نظام سره په اسرائلوکې کوځيږې چې هلته دڅومياشتود اوسيدولپاره نيت لري ، دهغوې شتون د اسرائلود ساتنى لپاره اړين بلل شوې اوداسې هم ويل شوې ،دايران له اړخه د ويشتلو مزائلو دتباه کولوصلاحيت هم هغوې لرى اوترڅنګ يې په مشرق وسطى کې سملاسې دپرمختللو وسلو انبارونه پيل شوى چې موخه يې د ايران محاصره کول يادشوې ،اګر چې داپه ډاګيزه توګه جنګ ته ځان چمتوکول دي مګر د ځينو شنونکو په اند پرپوځى هکله پرايران د بريد کولو امکانات ډيرکم ليدل کيږې ، اوداسې باروهم ورکول کيږې چې ايران داتومى وسلو دنه خپريدو دتړون څخه لاس په سرشوې مګربياهم د هغوې لپاره داتومى وسلې په کارولو کې وخت به خامخا ونيسې ، او هم دومره وخت امريکاپرايران دبريدکولولپاره لاسته راوړل غواړې ، مګرياده معامله به د مياشتو وخت نه بلکې په هفتوکې سرته ورسيږې ، پرايران باندې بريد کې به نه داچې يوازې داتومى بټۍ تربريدلاندې راشې بلکې دهغې نورې دفاعې ځايونه به هم د بريدلاندې راشې .
ديادولوده که ايران په خليج فارس کې ماينونه ځاى پرځاى کړل نوله امله يې دهغې د دښمنانو الوتکى ديوه حد څخه مخکې تلل ناشونى وى .
که امريکا خامخا د جنګ پريکړه کړې وى نوولسمشراباما به په ډير احتياط سره خپل قدم ږدي لدې سربيره که په راتلونکى يوه يالدې هم وروسته دوه مياشتوپورې جنګ ونه شې نوپردغه مهال حالات به هم ډيرخراب اوياهم ګډوډ شې اوامريکاته به دناڅاپې بريدکولو اختيارختم شې ، امريکااو اسرائل پرايران په جلتۍ سره بريدکولو څخه لدې امله د شش وپنج سره مخامخ دى چې اسرائيل په جنګ کې د اليکترانيک آلاتو کارول غواړې لکه د ډرون ( بى فيلوټه الوتکه ) اود پريډيټرپه نوم يوه بله وسله مګر تيره مياشت ايران يوه ډرون الوتکه رانسکوره کړې وه لدې وجې دبريد کوونکودغه ټکي ( آپشن ) هم له شک سره مخامخ دى اودهغې په برياباندې پوخ يقين نشې کيدلاى ، ولې چې ايران دغه بريا دهغې د جى ، پي ، ايس نيوى ګيشن په ناکامه ولو بريالى شوى دى امريکا او اسرائيل داهم تور پورې کوې چې هغوى د اليکترانيک نظام په ناکامولو کې ايران سره دروس هيواد مرسته کړې ، بلخواته دشام داخلى حالات ورځ تربلې خرابيږې ، اوډيرژرهغه خواته ور نږدي کيږې چې د برداشت دنقطې څخه دباندې شې ، دمغربى هيوادونوداهم کوښښ دې چې ايران دشام په معامله کې دمغرب د مداخلې پرخلاف کومه کړنلاره غوره نه کړې ، په شام کې دبشارالاسد حکومت دايران يونږدي اتحادى دى ، دشام داخلى حالات دخانه جنګۍ ترپانډه رسيدلي دى ، دلته عرب ليګ ( عربى ټولنه ) هم ديوې عجيبى ستونزى ښکارمالوميږي يوطر ف ته شام د عربى ټولنى غړى دى اوبلى خواته دايران او عربى هيوادونو ترمنځ يوه تاريخې ستونزه شتون لري ، لهذا عربى ټولنه دپريکړې کولو څخه پاتى مالوميږي چې دجنګ پرمهال له چاسره ودريږې .
په همدې مهال دترکې لومړي وزيررجب طيب اردغان هم په يوه ترخه وينا کې ويلې چې دهغې په ګاونډې هيوادونوکې چې په لويه کچه دحالاتوخرابيدلو ترټولو بده اغيزه خپله دترکيې په هيوادباندې کيږې اوپردغه حالاتوکې دترکې دمداخلت کول دامکان څخه لرې نه دى .
ديادولو وړخبره داده چې ، په بحيره روم کې دروسيې هيواد يوازنۍ بيړۍ دشام هيواد په ښارکې قرارلري چې دهغې دساتنۍ لپاره اوس خپله دجنګى الوتکو بيړۍ دايډمرل کزن يټسوف په مشرۍ هغه ځايه ته ليږلې ده ترڅود بشارالاسد حمايت وکړې مګر دشام دخانه جنګۍ په نظرکې نيولوسره دبشارالاسد دخلاصون يوه لارده چې په خپله خوښه دواک واګې پريږدي اوپه کوم بل هيوادکې پنا واخلې .
په مننې سره / آسيا ټايمز/ ليک: وکټرکوټ سيف
ژباړه : مسيح الله عصام