سلام خان
د هغې ویډيو خپریدو چې ظاهرا یو شمېر امریکايي عسکر د وژل شوېو وسله والو طالبانو مړیو ته د سپکاوي په حال کې ښکاره کوي، په افغانستان او امریکا کې د زیات شمیر خلکو غصه پارولې ده،یو شمېر افغانانو چې د دې ویډيو خپریدو په غصه کړي دي وایی، چې ښايي دا د سولې خبرو ته زیان ورسوي
دامريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن د چارشنبې په ورځ د قطر له صدراعظم سره تر ليدو وروسته د افغانستان د سولي د بهير په اړه خبري کړی دې،نوموړې ویلي دی،چي د کرزي او طالبانو له خوا خوشبينانه خبرو دا څرګنده کړه چي په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو د طرحي ملاتړ کيږي،د امريکا د بهرنيو چارو وزيري دغه راز ویلی د چي تراوسه لا طالبانو ته په قطرکي د دفتر د پرانيستلو په اړه کومه پريکړه نه ده شوې. د هغې په خبره متحده ايالات اوس پردې باندي فکر کوي چي د دې دفتر پرانيستل به د افغانستان له پاره څومره ګټه ولري،کلنتن دغه راز په خپلو خبرو کي ويلي دي چي امريکا لا تر اوسه پوري د ګوانتانامو له زندان څخه د بنديانو د آزادولو په اړه کومي پريکړي ته نه ده رسېدلې،امریکايي چارواکي وايي چي د افغانستان او پاکستان له پاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازی مارک ګروسمن، به په راتلونکې اونۍ کي کابل ته سفر وکړي چي د امريکا او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو په اړه د ولسمشر کرزي رضايت ترلاسه کړي،مارک ګروسمن به پر کابل سربيره د افغانستان ځينو نورو لويو ښارونه ته هم سفر وکړي. دامریکایی چارواکو په حواله که ولسمشر کرزی د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو سره موافقه وکړي، کيدای سي دغه بهير په څو اونيو کي پيل شي،ويل کيږي چي مارک ګروسمن به پرافغانستان سربيره سعودي عربستان او ترکيې ته هم سفر وکړي او ددغو هيوادونو له چارواکو سره به د افغانستان د سولي پر بهير بحث وکړي،يوه امريکايي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چي که کرزی موافقه وکړي نو د امريکا او طالبانو تر منځ خبري به ډير ژر پيل شي. دغه چا رواکي دغه راز ويلي دي چي تراوسه لا دا معلومه نه ده چي ولسمشر کرزی به د طالبانو او امريکا تر منځ د سولي له روان بهير سره موافقه وکړي که نه؟امریکا غواړي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره د افغانستان د حکومت ملاتړ ترلاسه کړي. د افغانستان حکومت لا مخکی ویلي و چې دوی د قطر د خبرو او هلته د طالبانو د دفتر د پرانستلو مخالفت نه کوي خو ملاتړ یې هم نه کوي،راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت په قطر کې له طالبانو سره پر پیل شوې پروسې راضي نه دی او د طالبانو په منځ کې هم د اختلافاتو ګنګوسې اورېدل کېږي،یوشمېر طالبانو له امریکایانو سره د خبرو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په دې توګه د دوی قربانۍ ضایع کېږي
ولسمشر کرزی دامریکایی عسکرو له لوری له سپکاوی څخه ډکه ویډیو خپریدل په شدت غندلی ده او ویلی یی چی افغان حکومت ددی څرګند سپکاوی له کبله ډیر خوابدی دې،د ولسمشر له دفتره په خپره شوي اعلامیه کې راغلي، هغه څه چې په دې ویډیو کې څرګندیږي غیر انساني او په شدت د غندلو وړ دی،د امریکا سمندري ځواکونه هم ویلی دی، چې پر یوټيوب د دې خپرې شوې ویډیو په اړه چې ظاهرا یو شمېر امریکايي عسکر د طالبانو مړیو ته د سپکاوي په حال کې څرګندوی، څيړنې کوي،پای سلام خان