رفيع الله روشن
ورځ شپې ته دخداى پا مان وويل،تياره خوره شوه ،دځمکې په سر ټول موجودات يې ورته وسپارل ،ترڅو يې په خپله غېږه کې لکه ددې پشان خوښ او اسوده وساتي،ډېره ناوخته وه ،ټول ويده شول،يواځې زه د تورې او ارتې کېږدۍ په غېږه کې ستا له خيالونو سره ويښ پاتې وم،باور لرم ،چې ته به هم دمعمول پشان لکه دهرې شپې په خواږه خوب ويده شوې اوسې،
خوزه په خپله سپېڅلې مينې چې لتاسره يې لرم سوګند يادوم چې ماکله هم له ځان سره دانه وه پتېيلې چې يوه ورځ به داسې هم راشي چې زه تاته دخپلو شپو درڼو تېرولو ووايم ،ستاپه يادونوکې اوته دې راته لکه د نن پشان ووايې چې ته روغ وايي!!
پوهېږم چې ددې خبرې کول تاته ډېر ساده او اسانه وو،ځکه چې د کولو په وخت کې دې پرې هېڅ ونکړ،خو زمالپاره يې زغمل او پرې چپ پاتې کېدل دومره،مشکل دي لکه يوبې وزله فقير چې په ناحقه دقتل دعوه وشي.