لنډه کيسه::: رفيع الله روشن
دې خبرې په ټول کلي کې د لويو او وړو په فکرونوکې د يوې معما په شکل خطور پيل کړ،چې دلومړي ځل لپاره د يوه هلک او نجلۍ له خولې اورېدل شوي وو چې له يوبل سره مينه کوي.
د هر مجلس دمجلسي له خولې چې به خبره راوتله نوموضوع به يې کاملاً همدا نوې خبره وه، خوچابه په يوه ډول اوچابه په بل ډول کوله، هغه وخت کلي کې دمينې کلمه چا د پيسو په بدل کې هم نه شوه ويلى، ولې چې ددې کلمې ويونکى خو سوچه کافر بلل کېده .
مينه خولاڅه چې آن چا به جرئت نه شو کولى چې له خپل پلار او مور سره دخپل ژوند د ملګرې يا ملګري په اړه هم څه ووايي،نجونې خو بېخي داسې وې لکه هندو چې د غويي له غوښې پرهېز وي دکلي خلک راټول شول او دکلي په لوى جومات کې يې غونډه وکړه ترڅو د اشرف او شريفې په اړه تصميم ونيسي چې څه ډول سزا ورته وټاکي ،دسزاټاکل حتمي وو،ولې چې نن دوى دخپل کلي له رسم او رواج څخه په ښکاره ډول بغاوت کړى وو او له ترټولو له لوى څخه دلوى جرم دمرتکب کېدو هڅه يې کړېوه.
فيصله په دې وشوه چې سبابه د مسجد مخې ته په ميدانۍ کې دواړو مئينوته ډېره درنه سزا ورکول کېږي،ځکه چې بياڅوک هڅه ونکړي ،چې ددوى په وينا داسې نارواکارته زړه ښه کړي،خودا چې سزابه يې څه وي ،په اړه يې څه ونه ويل شول.
کله چې اشرف دخلکو له پرېکړې خبر شو نو يې ماذيګر د ګودر په لاره کې له شريفې سره وليدل اوپه جومات کې دنن ورځې په فيصلې يې خبره کړه،هغې ته يې وويل،زه نه غواړم چې دټول کلي پېغور په سر واخلم،زه دانه شم زغملاى،ته دې په کورنۍ اوکلي کې چاسره دسترګو غړولو پاتې نه شې،زه حيران يم چې څه وکړم ،شريفې!! اخر ولې دامخلوق دومره ظالم دى ،ولى دوى موږته دهغې ګناه سزا راکوي چې کول يې حرام نه بلکې حلال او روا دي،دوى ولې هڅه کوي چې موږ د لويو اوکوچنيوپه مخ کې رسوا کړي، ايا له دې نه مرګ بهتر ندى؟
شريفه چې تر دې دمه لکه دبوت پشان خاموشه ولاړه وه اوله سترګويې اوښکې روانې وې،د اوږده کوچاني ټکري څنډه يې ور پورته کړه اوښکې يې وچې کړې،له وچواو پتري نيولو شونډويې په ډېر زور خبره راووېسته :زه نه پوهېږمه چې څه وکړو،اشرفه تاته به مې تل ويل چې په دې خبرو لويه تيږه کېږده،چېرته زه اوته او چېرته مينه،له ما اوتاڅخه مينه څه غواړي اوبياپه داسې يوه کلي کې چې ټول دمينې له نوم څخه کرکه او نفرت کوي،ښه نو اوس ته راته ووايه چې څه کول پکار دي ،داسې څه بايد وکړو چې له دې لويې او دټول عالم په مخ کې له دې بې عزتۍ څخه ځان وژغورو؟
اشرف مخ په کوڅه ولاړ وو ،دشريفې په لور راتاو شو،ورته يې وويل ،ته غم مه کوه اوس زه پوهېږمه چې څه بايد وکړو ،خويوه خبره ده چې ته به مې ملتياکوې،بغيرستاله مرستې زه هېڅ نه شم کولاى،هغې ورته رډې ،رډې کتلې،څه کوې؟
ده ورته وويل،بېګاته دواړه له کلي وځو،شريفه لکه ترهېدلې هوسۍ څکه شوه،څه تښتو!؟چېرته تښتو،افرين دې وي درباندې شريفه،څومره په اسانه دې وويل،ته پوهېږې چې هغوى به له هرڅه دمخه ستاله کليو دوتلولپاره ځانونه چمتوکړي وي،هغه بياپرې رامخکې شو،ته هېڅ غم مه کوه،بېګاه ته د زمرک کوژده ده خلک دمبارکۍ لپاره ورته راځي،زه اوته هم په همدې منځ کې ځان وباسو يوځل ستاسودکلاترشا پټوپورې ولاړ شو نو ستا پېريان هم خلاص دي،شريفې زړه نازړه ورسره ومنله،هغه يې په ټوله خبره پوه کړه،وخت يې ورته وټاکه چې اشرف به ورته د هغوى دغواګانو دکوټې شاته ولاړ وي او شريفه به ځان په ديوال را ځوړند کړي او اشرف به يې ونيسي اوپه همدې شکل به پښې له کلي سپکې کړي،همداسې وشول،اشرف ځان په ټاکلي وخت هدف ته ورسوه،شريفه هم په قابو ولاړه وه،ځان يې را اوږود کړ دلته له لاندې اشرف ونيوله او روان شول،اشرف شريفې ته وويل،اوس مه وېرېږه هرڅه به اسانه شي،کوم کار چې سخت وو،هغه له کور اوکلي راوتل وو،اوداکارمو وکړ،اوس راځه ځو ښار ته هلته زما ملګري شته،سړک ته ووتل،موټرکې کېناستل او نېغ د اسلم دوى کورته ورغلل،هغه داشرف د پوهنتون ملګرى وو، کورته داخلېدو دمخه يې اسلم په قضيه پوه کړ،اسلم په اوږه ورته لاس واچوه ډاډيې ورکړ،چې هېڅ غم ونکړې،شريفه يې بوتلله او له ښځوسره يې کېنوله او اسلم او اشرف حجرې ته روان شول.
سباچې خلکوپه ميدانۍ کې داشرف او شريفې دسزا په انتظار ناست وواو هغوى نه ښکاره کېدل ،اخر ملک له څونفروسره دهغوى دکورونوپه لور وخوځېدل،داشرف او شريفې دوى کورونه يوبل ته مخامخ ول،چې دوى ورورسېدل دروازې يې وټکولې له دواړو دروازڅخه ببرک او موسى په غم لړلو څهرو راووتل،ملک پرې په قهر شو،ولې داخلک ستاسو نوکران دي،چې درته به ناست وي،خوکله چې له پېښې خبرشو،نور هم په غوصه شو،دواړوته يې اختار ورکړ چې تر غرمې دواړه تورنان حاضرکړي کنه بيابه ګيله نه کوي.
هلته اسلم اشرف ته وويل چې هلکه خوښه دې نده چې نن مو نکاح وتړو او واده مو وشي،اشرف ټکنى شو،خو اسلم بياپرې مخکې شو،ګوره زړه مه وهه پلار مې هسې هم ماښام ته راځي ،دهغه پلار قاضي وو،خواوس دکلي د جامع مسجد امام وو، همداسې يې وکړل،بېګاه ته يې دهغوى نکاح وتړله اوسباته د اسلم پلار اشرف ته وويل: ځويه داښه کار ندى چې ته تل له کوره فراري شي،ته که زماپه کور کې ټول عمر هم تېر کړې،نه درباندې تنګېږمه،خوفکر کوم چې تاسواوستاسودکورنيو لپاره به ښه نه وي،که ستاخوښه وي زه سبا له تاسو سره ځم ستاسو کلي ته اوستاسوهرډول ضمانت زما په غاړه،زه به ستاسو له مشرانوسره خبرې وکړم انشاء الله چې دخداى په توکل به هرڅه سم شي،اشرف هم ورسره ومنله او سباته قاضي له څوځوانانوسره يوځاى داشرف دوى دکلي په لور موټر روان کړل،چې ورسېدل،نوغرمه مهال وو او نېغ هماغه مسجد ته ولاړ کوم چې دهغوى لپاره پکې سزا ټاکل شوې وه،نجلۍ يې په موټر کې پرېښوده او دوى راکوز شول،ملک اوڅو نور ځوانان او سپين ږيري ددوى مخې ته را غلل،له ستړي مشي او ښه راغلاست وروسته ،قاضي مخ ورته راواړوه ،ښه نوهغه داکلى دى چې مينه کول پکې جرم ګڼل کېږي،دمينې اظهار پکې له اصولو اورسمونو بغاوت ګڼل کېږي،عاشق اومعشوقه پکې کافران بلل کېږي؟
له جېبه يې دستمال راوکېښ د تندي خولې يې وچې کړې،اوبيايې په خبرو پيل وکړ،تاسوماته داووايئ چې هغه وخت کله چې تاسو خبر شوى دادواړه ځوانان اوپېغله يوبل سره مينه لري،اوددوى واده موپه خوښۍ سره کړى واى ښه به واى اوکه اوس ښه شو؟
ملک پرې رابرګ شو،قاضي ورته وويل :وروره غوصه دې تېره کړه،زه دلته دخبرو لپاره راغلى يم نه دجنګ او شخړې لپاره.هيله ده چې زما خبرې واورئ اوفکر پرې وکړئ زه پوهېږم چې ستاسو په سترګو دناپوهۍ جال خور دى،نو راځئ جال له خپلو سترګو لرې کړې،دونيا وګورئ او خپل ژوند په مينه محبت او ورورولۍ کې تېرکړئ،وګورئ په دنياکې له مينې بله کومه خوږه کلمه نشته،نوزه له تاسو هيله کوم چې دادواړه (اشرف اوشريفه)ونازوئ هغوى ته سزانه بلکې خوښي ورکړئ تاسوله هغوى سره په دې خوښي کې ګډون وکړئ او دنوي ژوند مبارکي ورکړئ اوله دې وروسته هم ځوانان تهديدنه بلکې تشويق يې کړئ،هماغه وو چې دقاضي په خبرو ټولوفکر وکړ او خوښې يې شوې،له هغه څخه يې مننه وکړه،وروسته له هغې يې شريفه له موټرنه راکوزه کړه،خپل کورته يې ولېږله اشرف دقاضي لاسونه ښکل کړل،قاضي يې هم تندى ښکل کړاودنوي ژوند مبارکي يې ورته وويله،له دې ورځې وروسته په کلي کې اشرف او شريفه دمينې اتلان ونومول شول،او هغوى يې په مينه کې بريالي ليلا او مجنون وبلل.