د صلحی خبری دچـا لخوا له چـاسره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عزیزاللــه (حقــپال)
پدی ورستیو ورځو کښی چه د قطر په هیواد کښی د طـا لبانو د تحریک لپاره د سیاسې دفتر د خلاصـولو او
له امـریکایانو سـره د هغوي د صلحي د پروسی د پرمختګ خبري کیږي نو د افغانستان د اوسنې حاکم نظام بی استحقاقه واکداران دخپل حاکمیت دپای ته رسیدو له ویري ډیر وارخطا شول ، لمړی یی د طالبانو د دفتر او معلوم ادرس د پیدا کیدو په مقابل کښی د خپلو پخوانیو غوشـتنو برخلاف په یو ناسنجولشوی اقدام سـره خپل سفیر دقطر له هیواده را وغوښتل خو کله چی وروسته وپوهید ل
چی د دوی د مخالفت سره سره بیا هـم د طالبانو سـیاسی دفتر په دوحه کښی پرانستل شو دهغوي کورنئ دقطر په هوایی میدانکښی دامریکایانو او د قطر دحاکمانو لخوا اسقبال شوي نو دکابل واکداران او بیلاخاص�
� شمالي ټلواله د خپل شوم سرنوشت له ویری د طالبانو اوامریکایانو دخبرو په دوام کشی دخپل ګډون غوشـتونکی
شوول . اوس سیاسی اعلامیی خپروي ، درسنیو له لاری یی دا موضوع ګرمه ساتلی چی دروانو خبرو په دوام کښی افغان دولت شامل وي د خبرو سرپرستي دي افغان دولت ته وسپارل شي، البته د مسلي افغاني کیدل او خپله دافغانانو تر منځ د صلحي دراتګ او ټینګشت خبری کول دشکل فورم اومعنی په لحاظ شکلي جملي دي او د هر افغان په زړه او دماغ شي لګـیږي خو متاسفانه په افغانستان کښی واقیتونه بل څه دي:
لومړی: د افغانستان اوسني واکداران له طالبانو سره دصلحي د خبرو د پرمخ بیولو توانمنديی نلري او د فیصلو د تطبق صلاحیت نلری مثلأ : د بندیانو او محبوسینو را خلاصول دګوانتینامو څخه ، په موقت او یا دایمی اوربند باندی توافق او دهغه رعایت کول، طالبانو ته سیاسی مصوونیت ورکول او د خارجی نظامی قواو بیرته ستنیدل ، دا ټولی هغه پوشتني دي چی د کرزی دولت او شمال ټلواله یی نشی ځوابولی .پداسی حال کشی چی د خبرو دلمړی پړاو اصلی مطرح موضوعګانی باید هم همدا پورته ډکرشوي موضوع وی
او له بله طرفه کرزی هڅکله هم ملت په ورکړل شویو وعدو باندی کوم عمل ندی کړی نو طالبان له کومه ورباندی اعتبار وکړی دقندوز د طالبانو دتسلمی ورستی نتجی ټولو ته معلومی دی چی څه ورباندی راغلل؟
دوهم : تر ټولو مهم اړخ یی دادی چی د کرزی دولت خپله له طالبانو سره په واقعی ډول د خبرو کولو تکل ندی کړي که لیږ په دقت وګورو: په لمړی ځل هغه ړصلحی جرګه چی دپاکستان سره په خورا زیاتو مصرفونو جوړه شوي وه دجرکی افغانی طرف ته ډبل عبدالله دجرګی دریس ه توګه تعیو شو او به دوهم ځل دصلحی د عالی شوری ریاست بحران ا لدین(مطلب برهان الدین) ته وسپارل شو البته چی دا ډول ټاکنو پخپله همدا معنی درلودله چه د افغانستان دولت نتنها له طالبانو سره دخبرو واقعی غوشتونکی نه و بلکه دا دصلحی دجبرو شبوتاژ وه بدی هکله د دلایلو ذکرول ځکه ضروری ندی چی به همهغه وخت کښی ډیری لیک
نی ور باندی شوي وي ،د ربانی د جنازی په مراسیمو کښی خپله کرزی د خبرو په دوام ټینګار وکړ ولی د شمالی ټلوالئ سره ویره پیدا شوه چی مبادأ ذ ربانی په نه موجودیت کښی له طالبانو سره د صلحی خبری کومی نتیجې ته ورسـیږي نو ډبل عبدالله ، امرالله صالح نا صالح اعطاالله نور بی نور د میټینګونو په دایره ولو سره له طالبانو سره دصلحی د خبرو پریکړون غوشتل کرزی چی همیشه ټلوالی ډول ته سر شورول په ټینګو الفاظو د طالبانو سره دصلحی د خبرو د دوام قطع اعلان کړل
چی مونږ نور له طالب چارواکو سره دصلحی د راوستو خبری درولی نور به له پاکستان سره دصلحی د راوستو خبری کوو د شمال ټلوالی هم دا ډنډوری خپری کړی دتلوزیونو پر پرده او رادیویی خپرونو ټول
پروګرامونه همدا موضوع وه او تاوده بحثونه چالان کړی وه د طالبانو سره خبری نکوو دطالبانو سره صلحه نکوو، پس همدا کرزی وه همده د افغان دولت واکداران وه چی موضوع یی پخپله له افغانېوالی
څخه ایستلي وه چی د طالبانو پر ځای یی له پاکستان سره دخبرو ټینګار کول اوس نو ولی دخبرو افغانی کیدل غواړی ؟ او ولی په دی تینګار کوي چی خبری باید د افغان دولت تر سدپدستی لاندی وشی؟
ولی خپلی خبری له پاکستان سره ودرولی ځی له پاکستان سره خبرو ته دوام ورکړي مګــــــــــــــر ددی
ځواب واضح دی کله چی شمالی ټـلوالی ولـید ل چی د طالبانو سره د امریکا لخوا دخبرو په دوام کشی
د شمالی ټلواله او ددوی نور هواخواهان جنکسالاران په حاشیه کښی پاته شوول او ددې ویره ور پیدا شوه چی صبا په حاکمیت کشی هم څنک ته ټـیل وهل کیږی نو کرزی ته یی نوی ډول پّ غاړه ور واچاوه : چیغی وهه ناری وهه چی مونږ دپروسی افغانیکیدل غواړو اوس پاکستان هیر شو خکه دوی صلحه نه غواړی بلکی خپل ځان مطرح کول غواړی خو دوی پدی باندی باید وپوهیږی چی نن ده که صبا افغانستان به خپل اصیل افغان واکداران پخپل لاس کښی اخلی او دجنګسالارانو ،چپاولګرانو مفسیدینو دوران مخ په ختمیدو دی او دخپلو جنایاتو به ځواب وایاست.
پاي
عزیزاللــه (حقــپال)