بى خونده خربوزه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
: مسيح الله (عصام)
که موږ شکر وويستو زموږ په رزق کې به پراخوالې راشې اوکه مو ناشکرې وکړه نود الله عذاب ډيرلوې دى .
موږ په ژوند کې په کراتو ، کراتو دداسې حالت سره مخامخ کيږو او موږ ته پدغې حالت کې دنړۍ هروګړى له خپل ځان څخه د ښه نصيب او اسوده مالوميږي ، موږ داسمان طرف ته ګورو او الله ج څخه سوال کوو ، چې اى خدايه دازما سره يوازې ولې داسې کيږي ؟

اولدې وروسته موږ خپل ځان د نړۍ ترټولو مظلوم شخص ګڼو ، موږ بريا دتل لپاره دخپلوګاونډيانو ، هم صنفيانو او ملګرو په منځ کې ايښودلو سره ګورو ، زموږ ګاونډيان ، دوستان او همصنفيان کله چې له موږ څخه مخکې تللې وې نو موږ خپل ځان ناکام ګڼو ، اوکله چې ، موږ هغوې وروسته پريږدو نو موږ خپل ځان کامياب ګڼو ، موږ کله هم خپل نن   دپرون سره نه تلو  ، موږ که کله نن د تيرشوې پرون مخامخ خپل ځان ته رامخته کړو ، نوزما دايقين دې چې موږ به کله هم اسمان طرف ته سر اوچت نه کړو ، اودالله څخه به ګيله ونکړو چې يوازې له ماسره ولې داسې کيږې ؟
موټرسايکل دنړۍ څومره لوې نعمت دى اوياموټر يا درې يادوه بسوې کوردالله تعالى څومره لوې کرم او نعمت دى اويوازې د غاښ ، پوزې ، او ياد غوږنو درد څه ډول مالومې تکليف دې ددې اندازه   کولو لپاره موږ  ته يوازې يوه ورځ خپل موټرسايکل ، موټرپه خپل کور کې که چيرته  پريږدو  اوټوله ورځ دکرايه په موټرو ياملى بسونو کې سفرکولو سره ليدى شو ، ترماښام پورې ددغې معمولې نعمت اندازه موږ ته کيدلې شې ، ته خپل دوه بسوې کورته قلف ولګوه اويوه مياشت دکرايه په کورکې تيرکړه اووګوره اوته يو ساعت د سرطان ، تبرکلوز اوياددغه ډول مريضانو سره کينه او وګوره تا ته به  خپله بيمارې ، اوکوچنى کور دالله ج يو لوې کرم او نعمت مالوم شې .
لدې امله موږ ته دالله راکړاى شوې نعموته کوچنې ښکارې او موږ هره ورځ وايو  چې يوازې له ماسره داسې ولې کيږې ؟
پدې ډول له موږ څخه الله ناراضه کيږې موږ هغه نعموته هيره ؤ کوم چې الله موږ ته د نورو وګړو په پرتله په ډېرمقدار سره راکړېدې ، اودهغه نعمتونه دې چې دهغې لپاره ډير وګړې محتاج او ورته پسخيږې .

يوچلوونکى دخپل بادار غوښتنه وکړه چې زما زوى لس ، لس ساعتونه ويده وې تاسو مهربانى وکړئ هغوې ته دنده ورکړئ چې په کوم روزګار پيل وکړې ، بادار ورته په ډيرې حيرانتيا وکتل او وى ويل ماشاء الله ستازوى څومره د ښه بخت خاوند دې چې لس ساعته اوده وى زه هره ورځ دوه ،دوه ګولۍ اچووم مګر له هغې سره هم ماته خوب نه راځې ، ته وګوره يوتن د خپل اوده زوى په ليدو سره وايې چې يوازې له ماسره ولې داسې کيږي ؟
يعنې ګيله کوى اوبل دغې خامۍ ته په پسخيدو ليدل کيږې که کوم ډاکټر ددغې مالداره سړى ته د لس ساعتونو لپاره خوب ورولې کيداشې ددې نعمت وروسته ډاکتر ته کرړونه روپۍ ورکړې ، لهذا ددريور دزوى د خامۍ قيمت کرړونه روپۍ دى مګر دپلارد زوى دخامۍ نعمت ته ناکامې وايې .
زه هم ډيرى وخت له دغې کيفيت سره مخامخ کيږم کله چې زه ، د نورو ليکوالانو ليکنې دخپلو ليکنو څخه ښې ووينم يا هغوى بى شميره روپۍ په يوه ورځ کې په ګتلو ووينم...... چې ، يازما  پر وړاندې ځينې ژورنالستان دولسمشر ، دجنرالانو ،لوړپوړو چارواکو په شميرو تر پنځلودقيقو پورې خبرې کوې له ماسره اول خويا د هغوې شميرې نه وې اوکه وې هم کيداشې هغوې زما شميرې ته ځواب ونه وايې اويا کيداشې له ماسره دولسمشر شميره هم وې که موږ له هغه سره اړيکه ټينګه کړو نوکيداشې هغه هم انسان دى هغوې ترې څه بل مطلب وانخلې بهرحال ويريږم چې کومه ستونزه راته پيښه نه شې خيرخبره موکوله دخداى دنعمتونو او په منځ کې يې جمله معترضه راغله

نوزما په زړه کې يوځل بيا راغلل چې ياالله دازما سره يوازې داسې ولې کيږې ؟

مګر د ګيلې څخه دوه نيمې لحظې وروسته ماته  حضرت لقمان په ياد کې راځې ، زه خپل سر ټيټ کړم اود الله ج لکونه ، لکونه وارې شکر اداء کوم اوپه لوى اواز وخنديږم دژوند په نعمتونو ،دالله ج په مهربانۍ اوپه خپلو برياو چکچکې وکړم چې حضرت لقمان زما محسن دى ، هغه زه له ګيلې څخه وژغورلم ،

لوستونکيه ته هم دا واقعه وليکۀ اود ځان مخې ته يې کيږده ، که چيرته تاته کله هم خپلې برياوې ، دخپلې برخې نعمتونه ، دخپلو همصنفيانو دملګرو او خپلو ګاونډيانو په پرتله نعموته کوچنې محسوس شې نوته چې وايې يوازې له ماسره داسې ولې کيږې لدې دوه نيمې لحظې مخکې دغه واقعه را وباسه او وى لوله ، زما باوردې تاته به خپله نيمګړتيا اوخپله ناکامې ډيره معمولې ښکاره شې .

حضرت لقمان يو مريې ( غلام ) ؤ هغه دکوم تاجر خدمت کاوه ، هغه تاجردهغه د خدمت ، ايماندارۍ ، اوپوهې څخه ډير متاثره شوې ؤ ، بلکې تاجردهغه په عشق کې مبتلاشوې ؤ ، يعنې پرهغه مئين ؤ تاجر دهغه ډير عزت کاوه او محبت يې هم ورسره کاوه ، د تاجردا معمول ؤ چې کله به هم ډوډۍ ته کيناسته اول به يې په خپلو لاسونو دهغه په خوله کې ډوډۍ ورکوله ، اوله هغې وروسته به يې خپله ډوډۍ خوړله ، تاجريوه ورځ په درستخوان ناست ؤ دهغه په مخکې خربوزې پرتې وى يادې خربوزې ډيرې ګرانې او خوږې وې ، تاجر خربوزه اوچته کړه او غوڅه يې کړه او تره يې دحضرت لقمان خولې ته نږ دې کړه حضرت لقمان تره په خوند سره وخوړه ، تاجر ترې وپوښتل چې لقمانه خربوزه څنګه ده ، حضرت لقمان وفرمايل : آقا الحمد لله ستاسو په لاس  راکړاى شوى نعمت څنګه بى خونده کيدلاى شې ،تاجر خوشحاله شو هغه دوهمه چاپه ( تره ) هم غوڅه کړه اود حضرت لقمان دخولې ترڅنګ يې کړه لقمان هغه تره هم په ډير خوند سره وخوړه ، تاجر دريمه تره هم غوڅه کړه او په حضرت لقمان يې وخوړه لدې وورسته تاجرترى غوڅولې اوحضرت لقمان به هغه خوړلې تردې چې اخرې يوه تره پاتى شوه ، تاجرهغه تره پاکه کړه اوپه خوله يې کړه کله چې دترې يوه برخه د تاجرپه خوله کې وراغله نوهغه سملاسې له خولې دباندې وغورځوله خربوزه ترډيره حده بى خونده  وه دهغې خوړل تقريباً ناشونې ؤ تاجر هغه ته په ډيرغمجن حالت کې د حضرت لقمان طرف ته وکتل او وى ويل : دا خربوزه خو دزهرو په څيرترخه وه مګرتا هغه په ډيرې مزې سره وخوړله ، تاماته ولې ونه ويل :
حضرت لقمان خپل سرټيټ او ډير قلاره اوازيې ورته وويل : باداره ماستاسو د لاسونوڅخه دنړۍ لوى لوې نعمتونه خوړلې دى دا لومړۍ نعمت ؤ کوم چې لږ بى خونده ؤ زما غيرت داسې ښه ونه ګڼل چې زه ديوداسې شخص څخه دهغه دبى خوندۍ ګيله وکړم کوم چې ماته دتل لپاره اعلى نعمتونه په خپلو لاسونو دخپل ځان څخه مخکې راکړيدې ، حضرت لقمان وويل اقا زه ستاددغه مهربان لاسونو داحترام په وجه زهر هم خورم داخويوازې ترخه خربوزه ده دحضرت لقمان د بادار په سترګوکې اوښکې راغلې زه چې کله دا واقعه ياده کړم نوزما په سترګوکې هم اوښکې راشې .

زه فکر کوم چې زه دالله تعالى په مالولې تکليف په ژوند کې دلږ تريخوالې ګيله کوم ، کوم چې زموږ لپاره يوزرو څلورسوه اودنوى رنګونو دنعمت څخه برخمن کړې يو ، کوم چې موږ ته په نړۍکې شپږ زره اوه سوه اتلس خوشبوګانو څخه برخمن کړي يو ، کوم چې زموږ د ذهن د تيزوالې لپاره هره ورځ لمر سترګه راليږې او ماښام يې بيره ستنه وې ، اوپه مخلوق کې عزت راپه برخه شوې دې کوم چاچې زه تعبيدار زوى ، مهربان پلار جوړکړې يم ، کوم چې ماته دخندلو حوصله اود ژوند په سختيو کې د مقابلې جرئت راکړي دى ، چاچې زه په خپلو خپو درولې يم ، اوزما سترګوته يې د کتلو مهلت ورکړى دى ، چاچې زما لپاره زما ژوند مهربان جوړکړيدى .زه ددغې الله ج پر وړاندې ګيله کوم

اوزه به هغه ته وايم چې دايوازې له ماسره ولې داسې کيږې ؟ آيا ماته به شرم نه راځې لدې ګيلې څخه وروسته الله د ورتلل ....اوهغه هم په کومه خوله ؟

اولدې سره زموږ په ژوندکې ټولى بى خونده خربوزې ، خوندناکې کيږې اوزه  دالله تعالى په لکونو ، لکونو وارې شکرونه اداء کوم اوتاسو يې هم شکر اداء کړئ .

ليک : مسيح الله (عصام)
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.