بســــــــــــــــمل
نن د۲۰۱۱ ز کال وروستۍ ورځ ده دهمدې کال په خېټه کې دومره لغتې ووهلې شوې، چې دوړې یې تر اسانه پورې ورسېدې .
په تاریخ کې بیا نه راګرزېدونکي ۲۰۱۱ یوولسم کال له ځان سره مهمې پېښې لرلې دبېلګې په ډول :
ــ ددنیاله هغه سره راغلو ښکروروخپل پخوانی یار اسامه بن لادین له یوې سوړې څخه راوېست اوبیایې بې پوښتنې په سمندر؟؟ ور لاهو کړ .
ــ برهان الدین رباني چې اووه ساوې یې لرلې اوچایې هیڅکله هم ددا ډول مړېنې تصور نه شوای کولای هغه هم ۲۰۱۱ یوولسم کال والوزاوه .
ــ نړیوالو زورورو په همدې ۲۰۱۱ یوولسم کال کې یو ځل بیالکۍ ډانګ او سره ښکر په ښکر شول .
ــ په ۲۰۱۱ یوولسم کال کې خورازیاتي مهمې پېښې وشوې خو څه، چې ماته تربل هر څه په زړه پوري دي هغه دا، چې نړۍ یو ځل بیا په قطبونو وېشلو ته برابره شوه، د دې خبرې تشریح او تفصیل به بیا له خیره سره په بله لیکنه کې وکړم لنډه دا، چې ۲۰۱۱ یوولسم کال له تېرو لسو کلونو سره ځکه ډېر توپیر لري، چې ۴۸ څلوېښتو هېوادونو په غیر مستقیم ډول هغه چاته غاړه ورکړه اوکه نور هم په زغرده ووایم هغه چا ته یې غاړه(اورمېګ) ټیټ کړ، دکوم چا حکومت او نظام، چې دوی را پرزولی و مانا طالبانو ته .
له طالبانوسره پټې او ښکاره خبرې په همدې ۲۰۱۱ یوولسم کال کې نه یوازې بربنډې شوې، بلکې په قطر کې یې د دې پروسې لپاره د فتر هم ورته ومانه دا دطالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا ده .
هر څوک چې دطالبانو له فزیکي شتون، مقاومت او اغېز څخه ستر ګې پټوي هغوی خپل ځانونه غولوي .
دطالبانو ظهر، پرمختګ، واکمني اودنظام رانسکورول یې هغه څه و، چې موږ پخپلو سترګو ولیدل .
د طالبانو د حیرانوونکي خوځښت رامینځ ته کوونکي، ملاتړي او دقدرت له ګدۍ څخه راغورځوونکي هم موږ ولیدل او له روانو ډرامو څخه مو ډېر څه زده کړل .
دنیویارک دپېښې اواسامه په پلمه دیومملکت دقائم نظام نړول، دبشریت په سترګوکې له خاورو شیندلو نه پرته بل څه نه شو بللی .
داچې دکوموموخولپاره اوڅنګه دطالبانوخوځښت پیاوړی اوبیاوځپل شو په دې خو اوس زموږ تنکي زلمیان هم ښه پوهیږي .
کوم څه چې اوس بایدسم ځانونه پرې پوه کړوهغه دطالبانو لس کلن مقاومت، ځواک اویوځل بیادسیاست ډګر ته دهغوی را رسېدل اویا رابلل دي .
د دې تر څنګ د هغو کسانو تشخیص هم ډېر اړین دی کوم چا ، چې دطالبانو په نوم او جامو کې اسلام ضد اعمال تر سره کړي او یا یې همدا اوس تر سره کوي په تېره بیا په پښتون مېشتو سېمو کې دعلم او عرفان د ډېوو وژونکي دریادوم .
زه چې نږدې ددرۍ نیمولسیزو دغمیزو شاهد، لیکوونکی اوڅېړونکی یم داسې راته ښکاري لکه چې طالبان بیاراروان دي .
که رښتیا هم طالبان راتلونکي وي نو زه دیو افغان په صفت څو لاندې وړاندیزونه ورته لرم :
۱ ــ قدرت ته د رسېدو لپاره باید داسې څه ونه مني ، چې ملي ګټې او ملي حاکمیت پکې زیانمن شي .
۲ ــ قدرت ته د رسېدو لپاره بایدهیڅ داسې څه ونه مني، چې خدای (ج) مکړه دهیواد دتجزیې سبب وګرزي .
۳ ــ د مذاکرو په جریان کې باید په لویدیځوالو ومني تر څو نړیوالې محاکمې ته جنګي جنایتکاران راکش او دهغوی دمنقولې او غیر منقولې دارايي سپیناوی وکړي .
۴ ــ دملي او افغاني غرور له مخې باید د بهرنیو پوځي اډوپه کلکه مخنیوی وکړي ځکه، چې بهرنۍ پوځي اډې نه یوازې زموږ د ملي او تاریخي غرور ماتوونکې دي، بلکې سیمیزې لانجې هم را پورته کولای شي .
۵ ــ دفعال اومثبت ناپېیلتوب سیاست په مخ وړل اویا خو دناټو په سازمان کې شامیلېدل تر څو د ګاونډیانو له غاښ چیچلو څخه بې غمه شو، زه دبهرنیو پوځي اډو بهترین بدیل دناټو په پوځي سازمان کې دافغانستان غړیتوب ګڼم .
کله چې تېر ځل طالبانو کابل ونیو په جرمني کې دیو شمېر افغانانو له خوا دطالبانو دملاتړ لپاره لاریون وشو ما لا په هغه وخت کې دناټو په پوځي سازمان کې دګډون وړاندیز ورلېږلی و .
دا چې مشرانو ته به یې زما وړاندیز رسېدلی وي که نه زه نه پوهېږم خو که په رښتیا هم په هغه وخت کې ګران افغانستان دناټو سازمان غړی شوی وای اوس به زموږ هېواد بل ډول منظر درلود.
زموږ بې ګناه افغانان (پښتانه) به دالقاعده، یو اوبل په نوم نه ځپل کېدل ، په لر اوبر به لمبې نه رااورېدې موږ به یو پیاوړی اګاه او په علم پوښلی نسل درلود دځانمرګو دباب پرانستنه به نه وه شوې .
ددې هرې بریا اوپرمختګ تر څنګ به مو پیاوړی،اقتصاد، اردو او پولیس لرل څه چې خورا زیات مهم و هغه دا، چې دنړۍ په کچه به داسـلام مقدس دین ته دومره سپکاوی نه و شوی لکه د۲۰۰۱ دسپتمبر له یوولسمې نېټې څخه چې کیږي .
په هر صورت وایي :
له ورخ تېرې اوبه بېر ته نه جاروزي .
خو بل ځای وايي :
په کوم لښتي کې، چې اوبه تللې وي بیا هم پرې بهېدلای شي .
له پورتنۍ لیکنې سره یوبل اړین متل را یاد شو وايي چې :
کونډې وېیل ، که دا ځل یې ودولم ینکی مې ښه زده کړی دی .
نو ای افغان طالبانو!
که په رښتیا هم دا ځل قدرت ته ورسېدئ، سم ینکی به کوئ تر څو دټولو تېرو کمییو جبران پکې وکړئ .
په اخېر کې یو ځل بیادیوافغان په صفت له تاسوڅخه هیله کوم، چې تر بل هر څه لمړی زموږ د پلرنۍ خاورې ملي تمامیت ته پام و ساتئ، البته په دې اړوند مې تېره اونۍ هم د آزادي رادیو له لارې په تاسو غږ کړی دی .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
زما دنننۍ لیکنې د ځینو برخو دلا پخلي لپاره د روهي له بریښنا پاڼې څخه دالاندې نوی خبر تاسو ته وړاندې کوم په دې خبر کې ذکر شوي چې دطالبانودقطر دفتر ته ۱۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي دا هم بایدزیاته کړم ، چې درباني ترمشرۍ لاندې په اصطلاح دسولې شورا ته هم امریکا ۲۵۰ میلیونه ډالر ورکړي دا هم په پام کې ولرئ، چې دیو امریکايي سرتیري کلنی لګښت ۲۵۰میلیونو ډالرو ته رسیږي .
په قطر کې دطالبانوددفتر په اړوندبرهان الدین رباني خوراکلک غبرګون ښوولی وتاسویې په لاندې لینک کې لوستی شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/16549
دګران او لوی افغانستان دبریالیتوب په هیله
له پاملرنې څخه مویوه نړۍ مننه
سرچينه : په قطر کې د طالبانو ددفتر لپاره ۱۰۰ ميليونه ډالر ځانګړې شوې دي .
یوې باوري سرچینې رسنیو ته وویل، چې د طالبانو د قطر دفتر ته ۱۰۰ میلیونه ډالره بودجه ورکړل شوې او امریکا او جرمني د نورو مرستو ژمنه هم ورسره کړې ده. د امریکا متحده ایالات له ګوانتانامو زندان نه د طالبانو پنځه مهم مشران خوشي کوي. ددغو پنځو طالب مشرانو کورنۍ قطر هېواد ته استول شوي او کېدای شي په نږدې ورځو کې دوی هم دوحې ته ورسیږي. په خوشي کېدونکو طالب مشرانو کې د طالبانو لوی درستیز ملا فاضل د طالبانو دشمال زون تنظیمه رییس نورالله نوري دطالبانو دملي امنیت مرستیال عبدالحق وثیق د طالبانو مالي مرستیال حاجي محمد ولي خوستی او دطالبانو دهرات پخوانی والي ملا خیر الله خیر خواه . دسرچینې دمعلوماتو له مخې ملا فاضل په ګونتنامو کې مریض دی قطر ته له رسیدو سره سم به روغتون کې بستري شي .
د یادونې ده ، چې مولوي عزیز الرحمن په اماراتو او شهاب الدین دلاور په پاکستان کې دطالبانو پخواني سفیرانو ترڅنګ د ملا محمد عمر سکرتر سید طیب اغا له لسو میاشتې راهسې ددې خبرو یوه برخه وه ځینې استخباراتي راپورونه دا هم وايي ، چې دملا عبدالسلام ضعیف او طیب اغاپه قطر کې دامریکايي ځواکونو دالعدید په اډه کې څو ځلې لیدلي دي .