دنړۍ نفوس ٧ اربه شو....

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژ: مسيح الله (عصام
په نړۍ کې د انسانانو او زنده سرو د رزق زيمه وارى الله اخيستې ده مګربياهم د نړۍ والو په اند ٣١ اکتوبر ورځ شمار  په ډيرواهمو ورځوکې کيږي ، ملګرو ملتونو د اندازى سره سم دنړۍ ابادى ( نفوس ) اوه اربه ته ورسيده ، يعنې ترخپل اخرى حده پورې پدغه ورځ د فلپائن په پلازمېنه منيلاکې په يوه غريبه کورنۍ کې پيداشوې ماشوم اوه اربه وم ماشوم ؤ
دغې ته دمنسوبولو موخه د خلکو توجو يادى مسئلې ته اوړول په ګوته شويدې چې د نړۍ نفوس ډيرپه جلتۍ سره مخ پر زياتيدو دى ، شل کاله وړاندې دنړۍ نفوس ٦ اربه وو ، چې په دوه لسيزو کې يوارب نورهم ډيرشويدى ، اولامل يې هم په آسيا ، افريقا او لاطينې امريکاکې د ماشومانو د زيږيدو لوړه کچه او هغوې ته د دارو درمل برابول په ګوته شوې ، چې له امله يې د ماشومانو په مرګونوکې کم والى راغلې ، نوى حساب کتاب زياتره شنونکى حيران کړې چې ، نړۍ په نفوس کې ډيروالې دهغوى د توقعاتو څخه خورا ډيردى ، ددغه ماهرينو په اند ، نړۍ د يو خطرناک طوفان خواته روانه ده ، دنړۍ ابآدې په ١٩٢٧ کا ل ٢ اربه وه  چې تر١٩٥٩ کال پورې  دغه شميره ٣ اربه شوه لوړه شوه چې په ٣٢ کلونوکې د نړۍ ابادې ١ ارب ډېره شوې او يوازې په تيرو لسو کلونوکې يوارب ( سل کروړه ) انسانان ډيرشويدې ، چې پردغې اندازې سره سم ٢٠٢٤ پورې به دغه شميره دنفوسو  کچه ٨ اربه دډيروالې امکان دى ، دملګرو ملتونو د اندازو مطابق دنړۍ ابادې به د روانې پيړۍ ترپايه پورې تر ١٠ اربه پورې ورسيږې ، چې په وينايې نړۍ به ديو نوى تباهۍ کې ورداخله شې ، ٧ اربه کسانو ته کورونه ، دسکلواوبه ، خوراک ، صحت ، تعليم اود کارزمينې اوداسې نورې اسانتياوى  برابرول چې ، په يقينې توګه د لږو پرمختللو هيوادونوکې اوپه روسته پاتې هيوادونو ترټولو لويه ستونزه بلکې يو چلينج يادولى شو په نړۍ کې ٧ اربه کسانو لپاره وسائل ضرور موجود دې ، ليکن په اسيا او افريقا په کومو ځايونوکې چې په نفوسو کې ډيروالې راغلې په همدې ځايونوکې دوسائلو کمبود دى ، مګر د اروپا او امريکا په کومو ځايونوکې چې وسائل شتون لرې ، په دغه ځايونو په نفوسوکې کم والې راغلې دى ، دبيلګې په توګه د امريکا نفوس دنړۍ دنفوسو ٥ عشاريه  ١٧ فيصدې برابروې ، اودهغوې په نړۍ کې پر وسائلوباندې برخه ٣٤ عشاريه  ٣٩  فيصدې ده ، داروپا دنفوسو دنړۍ په کچه ٩ عشاريه  ٦٢ فيصدې ده ، اودنړۍ په وسائلو کې دهغوې برخه ٢٩ عشاريه ١٩ ده ، داسيا نفوس دنړۍ په کچه ٥٢ عشاره ١٨ برابرې وې ، اود نړۍ په وسائلو کې يې برخه ٢٥ عشاره ٦١ ده ، دافريقا ابادې دنړۍ په کچه ١٠ عشاريه ٦٦ فيصده ده اودولت کې يې برخه ٠ عشاره ٥٤ ده داخبره څرګنده وې چې د نفوسو په کچه وسائل شتون نه لرې ، د اسيا په لويه وچه کې چيرته چې په نفوسو کې ډيروالې راغلې دوسائلو کمى دى ، اوپه اروپاکې چيرته چې په نفوسوکې کموالې راغلې دى په وسائلوکې ډيروالې راغلې دى په اروپا کې دپيدائښت په کچه کې کموالې راغلى دى ، چې لامله يې دبوډاګانو په شميرکې ورځ تربلې ډيروالې راځې ، اود ځوانانو په شميرکې يې ورځ پرورځ کموالې راځې اود حکومت بوډاګانو ته تعاقد اود صحت د اسانتياوپه برابرولوباندې ډيرمصرف کيږې ، ، دغه هيوادونه په خپله ټولنه کې دنوى وينې د داخلولو لپاره د اسيا د بېلابېلو هيوادونوڅخه ځوانانوته دقوميت اسناد ورکوې ترڅوپه خپل هيواد کې يې دژوند ترپايه پاتې شې ، ترڅوپه دغه هيوادونوکې منفې تناسب پيدائښت راکم کرې ،
دنړۍ په مخکې نن ګواښ دانه دې چې څه ډول ددغه نفوسو کچه راکمه کړې بلکې اصل ګواښ اوستونزه دوسائلو دمنصفانه ډول تقسيم دى په نړۍ کې د ٧ اربه انسانانو لپاره وسائل ضرور شتون لرې مګر ددغې ويشت په منصفانه يا انډوليز ډول نه دى .
آيا دغه ويشت به په منصفانه ډول څه ډول وويشل شې ؟؟؟
23-11-2011  
ليک : اشتياق بېګ
ژ: مسيح الله (عصام )