درښتيا و خپي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مسيح الله عصام
دقران شريف د يو ايت له مفهومه داسې څرګندېږي چې الله ج انسانان ډلې اوقبېلې پېداکړيدې لدې لپاره چې هغوې وپيژندل شې په همدې ايت کريمه کې متصل داسې هم ذکردې چې عزتمند په تاسوکې د الله جل جلاله په اند هغه څوک دې چې په هغه کې تقوى وې اود تقوى تفسير هم مفسرينوکړيدې متقې هغه چاته وويل : کېږې
څوک چې ، د شرک او ګناهونو څخه خپل ځان ژغورې اوددې بېلګه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تره ابولهب اوبل خواته حضرت بلال رضى الله تعالى ددې خبرې روڼ حقيقت دى ، ابولهب چې دمخ څخه به يې دښائست له امله شوغلې ختلې  لدې امله عربو ورته دابولهب لقب ورکړي ؤ  او حضرت بلال رضى الله تعالى عنه يوحبشې غلام ؤ ، کله چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ديوې غونډۍ سرته وخته او اواز يې وکړ چې د اي د مکى مکرمى والا ؤ دلته راشئ ټول قريش او د نورو قبېلو خلک ورته راغلل  حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ورته وويل : داسې ووايئ چې دالله تعالى څخه سربيره بل هيڅوک د عبادت وړنه دى نوتاسوبه بريالي شئ ، پدې خبره ابولهب ډېر په قهرشو او  حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته يې وويل : ته هلاک شې تا موږ ددې لپاره دلته راوغښتلو الله رب العزت پوره سورة  د هغه په باره کې راوليږه چې هلاک دې شې ابولهب اودهغه دواړه لاسونه دې هلاک شې الخ اوس راځو حضرت بلا ل رضى الله تعالى عنه ته چې ، په هغه بآندې بېلابېلې سختۍ او تکليفونه راغلې ؤ هغه مبارک يو حبشې غلام ؤ په احاديثومبارکه کې د حضرت بلا ل رضى الله تعالى عنه دسخيتو او تکليفونو په هکله ذکرشويدې يوه بېلګه يې وايو هغه چې د چا مريې يا غلام ؤ داسلام د قبلولو له امله يې هغه په تودو شګو څملولې او په بدن يې ورته لويه ډبره ايښې او هغه يوه چغه وهلې چې احد ، احد .

دحضرت بلال رض اود ابولهب د ژوند پايلې ، کله چې ، ابولهب د اسلام د قبلولو څخه انکار وکړ ، هغه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د تره سربېره دهغه قوم څخه ؤ اوپه هغه باندې داسې مرض ولګېده چې ، د بدن څخه به يې داسې کرکجن بوې خته ، چې چا هم ورسره په يوځاى کې وخت نه شو تيرولې ان تردې چې خپل زامن ترې هم بېزاره شول او هغه يې په ځانله ځاى کې واچوو او خواته نه ورتلل ، زامنو ته يې چا پېغور ورکړ چې پلارمو مړ دې او تاسو يې خواته نه ورځئ د پېغور په اوريدو سره زامنو خپلې پوزې وتړلې او هغه په يوه ځاى کې وروغوځاوه او خاورې يې پرې يې انبار کړې ،  داهغه ابولهب ؤ چې ، د مخ څخه به يې د ډېر ښايست څخه شوغلې ختلې او عربو هغه د ابو لهب په نوم ونومولې ؤ  کله چې ، يې اسلام رانه وړ او حضرت حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته يې بېلابېل تکليفونه رسول نو انجام يې د تير په څيرشو .

بل پلو ته حضرت بلال رضى الله تعالى عنه په اسلام مشرف د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وخت کې يې دنده په جومات کې اذان کول ؤ او د اسلام مقدس دېن يو پتنګ ؤ دحضرت عمررضى الله تعالى د بادشاهۍ په وخت کې چې به کله حضرت بلا ل رضى الله عنه کوم مجلس ته تشريف يوړو نو حضرت عمر رضى الله تعالى عنه به سملاسې پاڅېده او هغه ته يې ياسيدې اى زما آقا تاسو راغلې خپل ځاى به يې هغه ته پريښوده اوپه ډېرادب او حترام سره به يې د هغه خيال ساته داهغه حبشې غلام ؤ چې د مصرفاتح او هغه هم د حضرت عمر په څير خليفه په اسلام کې دويم مقام ورته درانوۍ کاوه او هغه ته به يې خپل مشرويل . اوچتوالې په لحاظ دعلم تقوى به په لحاظ د اخلاص مسلمانانو ته ويل شوې .

ددې خبرې يوه بېلګه په غيرمسلمو کې هم يادولې شو ،د امريکا د پخوانې ولسمشر ابراهام لنکن پلار يوکاريګر، کسب ګر، بزګر او موچې  انسان ؤ اودا دندې يې ترسره کړي وې  هغه په ځوانۍ کې د ګارډين کاونټې د اميرانو شرفاء کورو ته ورته او دهغوې خپلۍ به يې جوړولۍ اويا هم ګنډلې په ١٨٦١ زيږديزکال کې ابراهام لنکن د امريکا ولسمشر شو پردغه مهال د امريکا د سنا مجلس باندې د جاګيردارانو ، تاجرانو او نوابانو قبضه وه دغو وګړو به په سنا کې دخلپو مفاداتو ساتنه کوله دهغوې په اند لنکن د کمې مرتبې والا ؤ  په اعتبار قوم سره لدې امله هغه د غريبو خلکو د حقونو څخه ساتنه کوله چې ، کله هغه ولسمشرشو نوپه امريکا کې يې د غلامۍ خاتمه وکړه هغه د يو فرمان په صادرولو سره دباغې ولايتونو غلام ازاد کړل او بيايې په پوځ کې شامل کړل ، د امريکا لوړه طبقه ( اشرافيه ) نېغ په نېغه متاثره کيدل ، نوهغوې د لنکن پرخلاف شول اودهغې شهرت ته يې هم زيان رساوه اود هغه کردارکشې يې هم کوله ، يادو خلکو به ډيرى وخت دسنا په مجلس کې هغه پورې خندل اوپه سپک نظربه يې هغه ته کتل مګر لنکن کله هم پردغه خندا خفه شوي نه ؤ اوهغه  به هروخت ويل : زما په څير ديو سړې د امريکا ولسمشر جوړيدل دټولو خلکو د زرګونو بلکې د لکونو اعتراضونو ځواب دى او ماته د ځواب ورکولو هېڅ اړتيا نشته ، ابراهام لنکن دکوم ډول پښي ارادې خاوند او حوصلې خاوند ؤ چې په تيره واقعه کې دهغې اندازه کولې شئ هغه د ولسمشرپه حيث چې کله اولنۍ وينا ته د سنا په مجلس کې خپلې ځانګړې  چوکۍ ته روان ؤ ناڅاپه يو سناتور دخپل ځاى ته پاڅيده او ولسمشرته مخاطب شو چې ، ابراهام لنکن د ولسمشردجوړيدو وروسته دا مه هيروه چې ستاپلار زموږ د خاندان څپلۍ ګڼدلې دې ددې په اوريدو سره په ټول سنا مجلس کې خلکو په زور ، زور سره وخندل ليکن د مظبوتو اعصابو خاوند وخندل او خپل ځاى ته ولاړ اوهغه نواب سناتور ته په ډېر ادب سره مخاطب شو چې سر  ماته مالومه ده چې زما پلارستاسو په کورکې ستاسو د خاندان څپلۍ ګنډلې اويا هم جوړې کړې له تا سربېره پدي هال کې د نورو اميرانو څپلۍ يې هم ګنډلې ، زما پلار يو لوې هنرمند دهغې په لاس د جوړي شوې خپليو څخه تراوسه پورې چاهم شکايت او ګيله نه ده کړې اوکه نن هم د هغه په لاس دجوړې شوې څپليوڅخه څوک ګيله لرې نو زه يې جوړولو ته حاضريم زه هم څپلۍ جوړه ولې شم زه تاله په خپلو لاسونو جوړم او درکوم يې ، مګر زما د دا باور او يقين دې چې په تاسو کې به يو کس هم زماد پلار له کار څخه خفه نه ياست ولى چې ، زماد پلار په څير موچې په ټوله امريکا کې نه ؤ ، هغه يو لوې کارپوه ، نابغه او کاريګر ؤ ازده ددغه لوې موچې په زوى ولۍ باندې فخرکوم هغه خپله وينا پاى ته ورسوله اود ولسمشر په په څوکۍ کيناست اوپه ټول سنا مجلس کې پوچه چوپتيا شوه لنکن ته د موچې د زوى ويلو واله سناتور د شرم له امله سرښکته نيولې ؤ اولدې وروسته هغه ته کوم سياستوال لنکن ته د موچې د زوې په نوم ياد نه کړ .
داؤ په غيرمسلموکې د قوميت په هکله يوه بېلګه ده که ، لدې سربېره ډيرى وخت موږ دخپلو ماضې ( تېروخت ) څخه ويريږو چې په تير وخت کې موږ غريبان ، ناپوهه او موږ د د ډيرو شيانو مالومات نه ؤ موږ د شلو کلونو په عمر کې  جرابې اغوستلې او ياهم وغيره موږ دغه عيبونه د نورو خلکوڅخه پټ ساتو موږ داخبره هيره کړې چې ، موږ که څومره په خپل تير وخت باندې پرده اچوو زموږ خاليګاوې په خپل ځاى باندې قايم اوپاتې وې زموږ تېروخت زموږ زموږ د سيوري په څيردى ، موږ که د سيورې څخه څومره هم وتښتو هغه له موږ څخه په ډېر ځواک له موږ څخه مخکې مخکې تښتې ( منډې وهې ) او زموږ د قدڅخه زموږ ماضې اوږده ده موږ داخبره هيره ؤ چې ، د ماضې  څخه زموږ خلاصون يوازنۍ لارد حقائقو بيانول دې ، موږ که چيرته د ابراهام لنکن په څيرد حقيقت په مخ کې ودرلود سره ( بيانولو ) کړو نود ماضې سيورې بۀ ستا شاته ولاړشې ، دابه تاته اوستامخامخ خلکوته په نظرنه راځې ، دغه راز که چيرې ته يو عام وګړې يې اوستاپه تيروخت اوياهم ستاپلار، اونيکونو کې کوم ، غرنوې ، ابدالې اوياهم درانې نه وې تېرشوې نوتاته پدې باندې دپريشانۍ هېڅ اړتيا نشته ، ولې چې په نړۍ کې ترنن وخته پورې کوم د اعلى نسب وګړې کومه مثبته  تبديلې نه ده راوستلې دموټرد ټيرڅخه واخله تر آيې فون پورې دنړۍ ٩٩ فيصده ايجادات دخرګاړۍ څخه نيولې ترفرارې موټرپورې د جوشاندې نه ترد کينسرد دواء پورې دنړۍ ټول ايجادات هم ددغو خلکو لاسته راوړنې دې ، چې ترشايې د کوم ياد قوم ياخاندان لاس نه ؤ دغه د ابراهام لنکن په څيرد وړو خېلونوسره تړاو لره الله ج هغوې ته پوهه ورکړې وه او لياقت يې ورکړې ؤ دغه خلکو دخپلو په څيرخلکوته د ژوند اسانتياوي برابرې کړي ، په نړۍ کې د بادشاه بادشاهې که څومره هم لويه وې ، دولتمند که څومره مال هم جمعه کړي وې دپوځ قومندان که څومره هم دلوې لښکر قومانده ورکوې ، دغه خلک څپلۍ ، پتلون ، عطر، ليپ ټاف ، مبايل ، موټر اوياهم دکورد پريوتلو لپاره ډبل بيټ وې دغه خلکو ته محتاج دې ،  چې ديونه يو اهنګر، نجار ، ډانډسې ، خياط اوياد موچې زامن وې ، په نړۍ کې تر اوسه پورې بادشاه دخپل ځان لپاره ځاى ناستې نه دې جوړکړې ، اوياهم کوم يو رئيس دخپل ځان لپاره ارام ورکونکى څپلۍ جوړه کړې ، دغه وياړ په هروخت کې دعامو وګړو ځانګړيتا بلل کېږې اونه هم کوم يو ځواک پدي توانيدلې چې ، دغه وياړ ددغه عامو وګړو څخه واخلې ، موږ هم ددې لويو ، لويو هستيو په لسيت کې راتلاى شې ته يوازې دا خبره تسليموې چې ستاماضې هم د لنکن دپلارپه څيروه ، ته د سټيوجابز اوبل ګيټس په څيرد درميانې مرتبې واله طالب العلم وې ، تاهم د وارن بفټ په څيردکولاکولا د بوتلو د خرڅولو څخه ژوند پېل کړې ته که چيرته دلنکن په څير خپله ماضې تسليم نه کړې ترهغې پورې ته د ترقۍ څخه خوند نه شې اخيستې ، موږ خلک ماضې د مخملو په جامه کې د پټولو کوښښ کوو چې په هغې کوشش سره زموږ وخت هم ضايع کيږې موږ د ژوند د خوشاليو څخه هم پاتې کيږو ، زموږماضې دټول قدسره مو مخې ته راځې  موږ د خپل ذات په مزار باندې روسته پاتې کېږو

ليک : مسيح الله عصام