د طالبانو دسیاسی دفتر پرانیستل دسولی لپاره نیک اقدام دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
په دې ورځو كې په قطر كې د طالبانو د يوه دفتر د پرانيستلو په اړه خبرې په رسنيو كې ډيرې زمزمه كيږي چې په قطر كې به پرانيستل كيږي اوپه رسنیو کی ویل شوی دی چی  امريكا او جرمني له طالبانو سره په خبرو كې پر دې توافق كړى دى ددی خبر تر اوریدو وروسته ډیر ژر دافغانستان حكومت له قطر څخه خپل سفير راوباله، ظاهراً هغه د مشورې لپاره رابلل شوى
، خو اصلاً ښكاري چې د حكومت دغه اقدام يو احتجاج دى چې ولې له دوى سره له مشورې او توافق پرته دداسې دفتر د پرانيستلو خبرې كيږي، همدغسې د ولسمشر د دفتر لخوا په دې اړه په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي دی چې د طالبانو دفتر دې يا په تركيه او يا عربستان كې جوړ شي ،افغان حکومت تل ویلي دي چې طالبان باید یو مشخص آدرس ولري ترڅو د افغانستان د سولې بهیر په سمه توګه پر مخ ولاړ شي. افغانستان تل د طالبانو د دفتر د کوربه هیواد په توګه د ترکیې او سعودي عربستان د هیوادونو نومونه اخیستي دي. خو کله چې قطر اعلان وکړ چې طالبانو ته یې د سیاسي دفتر د جوړولو اجازه ورکړې ده افغان حکومت پر دغې موضوع په ښکاره توګه اعتراض وکړ،دا خکه چی افغانستان په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کیدو د بهیر په جریان کې نه وو او له همدې کبله یې د اعتراض په توګه خپل سفیر ورغوښتی دی ، د دوه کلونو را په دیخوا ځینو آلماني، امریکایي او د قطر چاروا کو د طالبانو له ځینو استازو سره په قطر کی لیدلي دي او د هغوی سره یې په دغه هیواد کې د یوه سیاسي دفتر د پرانستلو په هکله خبرې کړي دی چې افغان حکومت په دغو خبرو کې ډیر ښکیل نه دی او له همدې کبله په دې اړه اندیښنه لري ،اصلا افغان حکومت له ترکیې او سعودي عربستان څخه غوښتې وو چې طالبانو ته په دغو هیوادونو کې د یوه دفتر د پرانستلو اجازه ورکړي افغانستان هیڅکله هم د قطر څخه دغه شان کومه غوښتنه نه ده کړې او له همدې کبله فکر کوي چې قطر پرته له دې چې افغانستان په جریان کې پریږدي په خپل ابتکار له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړې ده،دافغانستان ددولت له نظر،قطر له څو اړخونو د دې لپاره مناسب نه دى چې وسله والو مخالفينو ته په کې دفتر پرانيستل شي: لومړى دا چې د افغان دولت او قطر ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې خورا کمزورې دي او آن قطر په افغانستان کې سفارت هم نه لري. دويم دا چې قطر په اسلامي نړۍ کې يو کوچنى او کم مطرح هېواد دى. درېيم دا چې د قطر له انتخاب سره سعودي عربستان، ترکيه، متحده عربي امارات، پاکستان، ايران او ګڼ نور اسلامي هېوادونه مخالف دي. څلورم دا چې ويل کيږي قطر په تېرو څو کلونو کې له وسله والو مخالفينو سره نامستقيمې نږدې اړيکې درلودې او په ډېرو برخو کې، په ځانګړي ډول په تبليغاتي برخه کې يې ورسره مرسته کوله. پنځم دا چې په دغه کوچني هېواد کې مهمې امريکايي اډې دي او په اسيا او عربي نړۍ کې د سي. آى. اې. مرکزيت ګڼل کيږي. ګڼ نور داسې څه هم شته چې له مخې يې قطر د وسله والو مخالفينو د رسمي دفتر لپاره وړ ځاى نه دى.که دا دفتر په قطر کې پرانيستل کيږي، لومړى خو به اسلامي هېوادونه په يوه بله سيالۍ واړوي او د سولې په بهير کې مهم رول لوبونکي هېوادونه ( پاکستان او سعودي) به ناراضه کړي او دغه راز د ايران، متحده عربي اماراتو او ترکيې ناراضيتوب به هم د سولې بهير له ناکامۍ سره مخ کړي. د دې ترڅنګ دا وېره ده چې دا دفتر به د دې پر ځاى چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې په برخه کې مرسته وکړي، امريکا او وسله وال مخالفين به سره نږدې کړي او د سولې پر ځاى به امريکا او وسله وال مخالفين د يوې معاملې پر بريد ودروي، چې د افغانستان لپاره به خورا ناوړه پايلې ولري. دغه راز دا وېره هم شته چې دا دفتر به په دغه شتمن هېواد کې وسله والو مخالفينو ته د مرستې د راټولولو په يوه مهم مرکز واوړي.
دقطر دمرکز دوحې څخه د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې ویل شوی دی وروسته له دې چې د افغانستان حکومت ناببره له قطره خپل سفیر وروغوښت،دقطر صدراعظم حمد بن جاسم آل ثاني د سوریې په اړه د عربي ټولنې یا عرب لیګ د غونډې په څنګ کې وویل په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل کولو لپاره پکار ده چې وسله وال طالبان د خپل هیواد په سیاسي چارو کې ګډون ولري،د قطر صدراعظم له دوحې څخه د افغان سفیر د ایستلو او د افغانستان د حکومت د غبرګون په اړه په زغرده هیڅ هم نه دی ویلی خو یادونه یې کړی ده چی ضروري ده چې موږ د افغانستان په سیاسي چارو  کې د طالبانو د ګډون په باب خبرې وکړو ځکه چې له دې پرته بله لار نشته ،د فرانس پریس اژانس د راپور پراساس د قطر په مرکز کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو مسله په وروستیو پړاوونو کې ده او په همدې تړاو د ملاعمر پخواني سکرتر او اوسني استازي طیب اغا له پخوانیو طالب دیپلوماتانو شهاب الدین دلاور او سهیل شاهین سره څه موده مخکې د دې دفتر د پرانستنې د جزییاتو په هکله له امریکايی چارواکو سره خبرې کړې وې
د افغانستان ولسمشر له یوشمېر پخوانیو تنظیمي مشرانو او دولتي چارواکو سره په دې اړه درې ورځې مشورتي غونډې وکړې او په پای کې یې اعلان وکړ چې افغانستان غوره بولي چې د طالبانو دفتر په هیواد کې دننه جوړ شي خو که دې کار ته شرایط برابر نه وي د افغانستان حکومت ترجیحاً سعودي عربستان یا ترکیه د طالبانو د یوه دفتر د پرانستلو لپاره مناسب ځایونه بولي،افغان حکومت او نړیوالی ټولنی تر دی وړاندی هم څوځلی له سعودي عربستان څخه غوښتنه کړی وو چې د طالبانو، افغان حکومت او  ناټو ترمنځ  د سولي منځګړتوب وکړي. سعودي عربستان ته ټولو لورو خپل استاځي واستول او هري ډلي جلاجلا د سعودي له  چارواکو سره ولیدل. خو دسولي د مذاکراتو  دغه پروسه ځکه ډیر ژرپه ټپه ودریدله چې سعودي عربستان طالبانو ته د سولي د مذاکراتو لپاره ځیني شرطونه وړاندي کړل چې له هغي جملي څخه یو پکې داؤ چې طالبان اعلان وکړي چې نور له القاعدې سره خپل ټول اړیکې پرې کوي. دافغانستان اساسي قانون ته درناوي، او ځينې نور ورته شرایط،د سعودي عربستان شرطونه د طالبانو  لخوا څخه ونه منل شول او هغوی د سولي مذاکراتو ته دوام ورکول پدې شرط منل چې وار له مخه د مذاکراتو لپاره شرطونه کیښودل ناسم  دي،دسعودي عربستان لخوا د طالبانو اوحکومت ترمنځ منځګړيتوب پاکستان ته هم دمنلو ؤ او پاکستان يې مخالفت ونکړ. ځکه چې سعودي عربستان او پاکستان یو له بل سره   ډیرښه او نږدې اړیکي لري ،کله چې طالبانو د سعودي عربستان شرطونه ونه منل نو ډیر ژر د سعودي حکومت اعلان وکړ چې د سولي مذاکرات په مخ نه وړي ،همداراز دافغانستان حکومت غوښتل په ترکیه،اماراتو او جاپان کی د طالبانو لپاره دفتر دپرانیستلو وړاندیز کوی وو خو داچې ترکیه د ناټو ترقومندې لاندي په افغانستان کې پوځیان لري نو ځکه طالبانو  په ترکیه کې د دفتر لرل ونه منل. داډول هغوي ورته دلیل د اماراتو په اړه درلود، امارات يو له هغو دریو هیوادونو څخه ؤ چې دطالبانو اسلامي امارت يې په رسمیت پیژندلي ؤ. خو داچې اوسمهال د ناټو ترمشري لاندي په افغانستان کې پوځیان لري نو ځکه طالبانو په اماراتو کې درسمي دفترمنل ردکړل. که په افغانستان کې دناټو تربیرغ لاندي داماراتو دپوځیانو  دشتون مسئله نه واي نو ترټولو ښه اوپه ځای ا نتخاب ؤ، ځکه چې له هیواده لنډه فاصله لري او تګ راتګ ورته اسانه کیدلای شي. دجاپان په اړه ویل کیږي چې که څه هم جاپان افغانستان کې نظامي حضور نلري او پوځیان يې د ناټو تر مشري لاندي په هیواد کې نشته خو هغوی په افغانستان د حملي په وخت کې د ناټو لوژیستکي مرسته وکړه. اوبل دلیل دادی چې جاپان له افغانستان څخه ډیر لیري پروت هیواد دی.
په هر صورت دا يوه پرمختيا ده چې يو پټ ځواك راڅرګند شي. آدرس پيدا كړي او د خبرو بهير ورسره پيل شي،ځکه له دې نه انكار نشي كيداى چې د افغان حكومت وسله وال مخالفين په هيواد كې دننه نفوذ او پلويان نه لري، خو ددوى تر ټولو لوى ځواك په ګاونډيو هيوادونو كې د پټيدو مركزونه او د روزنې او اكمالاتو امكانات دي، همدغسې په افغانستان كې د لانجې او بحران د دوام سبب د افغانانو خپلمنځي لانجې دي چې له دې نه ګاونډيو او لويو ځواكونو ته بيا د لاسوهنو زمينه برابره شوې ده، ځكه خو ددې لانجې د دايمي او مناسب حل يوازينۍ لاره همدغه ده چې په بين الافغاني كچه ښكيل لوري يو له بل سره خبرو او تفاهم ته چمتو شي، نړيوال لورى ددوى د جوړجاړي او خبرو اترو ته د چمتو كيدو شرايط بايد برابر كړي،دامریکا دمتحده ایا لاتو سفیر کراکر دکندهار وولایت دسفر په جریان کی  د يوه خبريال ددې پوښتني په ځواب کي چي په قطر کي د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانستني په اړه يې نظر څه دى وويل چي د سولي او بيا يو ځاى کېدني پروسه په بشپړه توګه يوه افغاني پروسه ده او افغانان واک لري په هر ځاى او هر هيواد کي چي غواړي د طالبانو لپاره سياسي نمايندګي تائيد کړي ،نوموړي همداراز زياته کړه دوى کوښښ کوي چي د پاکستان سره هم اړيکي ښي کړي او په وينا يې چي پاکستانيان هم بايد دا درک کړي چي په ګډه کېداى سي د يوې ستونزي لپاره اساسي حل لاره ولټول سي ، کراکر داهم ویلی دی چي د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږدمهاله همکاريو ستراتېژيک تړون په دې مانا دى چي ګواکي امريکا د افغانستان سره متحده ده او هيڅ کله به دغه هيواد يوازي پرېنږدي ، دا لا معلومه نه ده چې طالبان به د قطر دغه وړاندیز ته څه ځواب ووایي خو طالبانو پخوا هم دغه او دې ته ورته نور وړاندیزونه رد کړي دي.پای سلام خان