په روسیه کې د مېشتو افغانانو سراسري ټولنې گران هېواد او اولس ته دچوپړ کولو په اډانه کې د روسیې په پلازمېنه مسکو ښار کې د دېسمبر په لومړۍ نېټه د«افغانستان او په منځنۍ اسیا کې د امنیت سیمه ییز سیستم جوړولو» تر سرلیک لاندې ستره نړیواله پوهنیزه جرگه ترسره کړه.
په دې ستره پوهنیزه جرگه کې د افغانستان د مشرانو او اولسي جرگې د لوړپوري پلاوي په گډون دروسیې د اولسنو د ملگرتیا پوهنتون چارواکو، روسي پوهانو، د روسیې د دوما (پارلمان) استازو، افغانستان پېژندونکو او گڼ شمېر په مسکو کې اوسېدونکو افغان کډوالو برخه اخیستې وه.
له افغانستان څخه په رابلل شوي پلاوي کې لاندینیو وکیلانو غړیتوب درلود: عبدالقادر قلات وال، سيد اسحاق گېلاني، ډاکټر ځلمي زابلي، روشن آرا الکوزي، جنرال نظیفه ذکي، رڼا ترین ، وحیدې صافي، نادر خان کټوازي، حبیب الرحمن افغان او ډاکټر شاه جهان.
د پوهنیزې جرگې په اوږدو کې د افغانستان د شخړې په هکله د اندونو راکړه وکړه وشوه او له دې شخړې څخه د هېواد د وتلو لپاره پوهنیز وړاندیزونه وشول.
لاندنیو ښاغلو د پوهنیزې جرگې برخه والو ته خپل په زړه پوري او گټور گزارشونه واورول: پروفيسور گيناروويچ معاون، سميع الله پويا، سيد اسحاق گېلاني، شاه جهان، ډاکټر ځلمي زابلي،د روسیې دباندنیو چارو د مسکو د نړیوالو اړېکو د انستیتوت استاد ډاکټر شاه محمود، سرور جوادي، حفیط الله نورستاني او عبدالقادر قلات وال.
د پوهنیزې جرگې په پای کې په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري ټولنې او د افغان کډوالو د نړیوالې ټولنې مشر ښاغلي الحاج اختر محمد صافي وینا وکړه. د خپلې وینا په اوږدو کې نوموړي له ټولو برخه والو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او دا پوهنیزه جرگه یې گټوره وبلله. همدا راز ښاغلي صافي د تل په څېر هېوادوال یووالي، ورورگلوۍ او همغږۍ ته راوبلل.
پوهنیزوه جرگه د ماښام په ۸ بجو د افغاني سندرغاړو په کانسرټ او ډوډۍ خوړنه پای ته ورسېدله.