بســــــــــــــــــــــــــــــمل
قدرمنو لوستونکو!
د اوږدې لیکنې په ځای بهتره ګڼم د څو لنډو جملو په وړاندې کولو سره د پورتني سرلیک دبن د دوهم او بې ثمره کنفرانس په اړوند په لنډ ډول ستاسو خدمت ته څه مالومات درکړم .
دایوڅو ورځې کیږي ، چې دنړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې مې له ډېروبا احساسو افغانانو سره اړیکې ونیوې دوی ټولو په یوه خوله وېیل ،
د بن دوهم کنفرانس به هسې دوخت وژنه او افغانانو غولونه وي نورڅه به څوک ترې جوړنه کړي له همدې کبله مې په یوشمېررسنیولکه دپیام افغان تلویزیون، آزادي رادیو اوبي بي سي رادیوکې خپلې نیوکې وکړې هیله من یم ستاسودمنلو وړ وګرزي .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
که تاسو دافغان ویبپاڼو د تخنیکي ستونځو له کبله هغه نه شئ اورېدلای نو د لاندې لینک په کښېباسلو سره یې اورېدلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17089
په اخېرکې په لنډ ډول سره یو ځل بیا ستاسو خدمت ته لیکم، چې دبن دوهم کنفرانس ځکه د غندنې وړ دی، چې په دې کنفرانس کې به دمغرضوبهرنیوهېوادونو تر فشارلاندې په افغان هیئت ډېر څه ومنل شي دا ځکه، چې یادهیئت دبهرنیانو لخوا تحمیل شوی او تر بن پورې د را رسېدو په حال کې دی ځکه خو موږ په لاندې ډول خپل غږ اوچت کړی دی