ع.شريف زادڅو لسيزې کيږي چې انسا نان د انسنانو په وژ لو، بد بخته کولو او بشپړه تباهي لګيا دي.څوک په کې د سياست او دموکراسۍ لوبې زده کوي، چا په کې پيسي لاس ته راوړې او چا په کې تجارت وکړ او څوک بيا د نمرودي او جاه طلبي په اړخ کې ولاړ دي. يو محدود اقليت يوازې خپلو القابو ته بيا خوښ دي چې په ميډيا کې ېې ېو ګوري
ه د سولې په نوم راغلل چې حتى د هيواد نوم ېې د تاريخ، فرهنګ، مو قف په لحاظ څو ځله زمونږ له هيواد نه شا ته پاتې ده مهمه نه ده چې د نړۍ په کومه سيمه کې اوسيږي . خوا تاسې ټول وګوري چې لوى خداى څومره مهربان دى او څومره شيان ېې بې له هر ډول توپير نه د انسنانو د ګټو لپاره مينځ ته راوړي او په يوه ډير اوچت معيارکې ېې دانسان د ژوندانه لپاره له ښو نه ښه سهولتونه برابره کړې دى چې په يوه کې هم بخيلي او بد بختي نه شته او نه د هغو په لټه کوم بل ډول مشکلات. دا مونږ يو چې څه کوو او په کومه روان يو. هو! دامونږ يو چې سمه او غر لا څه خپل ځان رانه ورک دى. دسولې ژوند ډير اسانه دې
او په سوله د هرڅه لپاره امکانات شته او ډير عالي صفت دى . سولې که انسا نان هرڅه کولاى او د هر ډول بدلون لپاره امکان شته چې دغه بدلون بيا د پرمختګ او ترقي سبب ګرځي. په سوره رعد کې وايي ترڅو چې انسان د پوهې په وسيله په ځانونوکې تغير رانه ولې په خپله تغير نه راځي. حتى اسمان،کاينات، طبيعي شيان کوم چې د پروردګار عالم په حيطه کې دي څومره دسولې په فضاکې د تازه غنچو، ګلونو او د ښايسته مرغيو د ځالو په ډول خپل استازي را استوي او يا داچې د سولې او يوالې په سيله د شاتو موچۍ شات جوړوي اوې دوى د سولې او محبت خواته رابولي او ډير نور........................... مګر دغه د مينې پيغا
مونه د خلکو د ذړونو څخه ولې د ليونتوب اثر نه وړى؟ له ډيره وخته ددې ځمکې او خلکو زوروره مينه د وژلو او وينو تويولو سره پيداشوه .په نړۍ کې په ډيرو هيوادونو اوسيمو کې ډير ه موده کيږي چې په يوه اوبل نوم د ژوندانه ټولې خوږې او جذابې شيبې د جنګ او جګړې ساز او اواز ګرځيدلې دي چې ځينې خلک په ډاګه ددې حالت نه خوند اخلي. ډير وخت کيږي چې د افتخار او نيک بختي کړى له ډيرو ناوړو لانجو او بحرانو سره په ډيره نا اګاهانه توګه د خلکو په وژنو کې د جنګ د نغا رو په ډګر بدله شوى ده او د هغې اورته يوه ډله پکه په لاس ولاړ دي او هرچيرته د فولادو په برق او د
سرو لمبو په اور کې لوخړې پورته کيږي. ..... تاسې وګوري چې څنګه ډلې ډلې خلک، په څومره غصه او قهر د انسانانو د وژلو لپاره د جنګ ميد ان ته ځي او خپل ورونه په کوم نوم باندې وژنى. دا ټو ل کارونه يوازې د قومونو د مشرانو د جاه طلبي لپاره دي او که کوم بل څه ؟چې مونږ بايد يو نوم بايد ور باندې کيږدو بې له دې نه چې پوه شومګر زمونږ بې کفايته اداره، بي پوزې او بې سرې تش په نوم حکومت نه پوهيږي چې په ټولنه کي بايد څه وکړي؟ او څنګه د لانجې مخه ونيسي او د ټولو خلکو لپاره د سولې او سوکالي مطمنه زمينه چې د هغې سره ملي صبغه، بشپړه خپلواکې، ملي حاکميت او د خلکو هراړخيز�
� توافق ملګرى وې مينځ ته راوړي.د دولت نوم شته خو په خپله نه شته هرچا ته دغه خلا په ډاګه بريښي. اوس هم ډير وخت دى چې د خپلې ټولنې ټولو مسيوليتونو ته په کلکه پاملرنه وکړو د ښې او بدې لارې تفکيک په اګاهانه تو ګه وکړو او دغه تاريخي رسالت ته عملي جامه ور واغوندو . يواځې خبري، کنفرانسونه، دلته او هلته منډې وهل بې له پوهې کومه ستره خبره نه ده او همدارنګه پلمې نور د خلکو او هيواد مشکلات نشى حل کولاي.
په درناوي