دحرمينو هنداره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اووه ويشتمه  برخه
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بسم الله الرحمن الرحيم
دمسجدالحرام دسعودي پراختيا اوودانۍ لومړى پړاو
دمقتدرعباسي دوختو دمسجدالحرام له پراختيا څخه يو زرو اتيا کاله تېر شول ،په دغو ډېرو کلونوکې په مکه مکرمه او نوره نړۍ کې زښت زيات بدلونونه راغلل ،خو مسجد الحرام يوه لوېشت هم پراخه نه شو،بلکې ډول ډول ودانۍ وار په وار ورته را نژدې کېدلې ،څو بېخي په مسجدالحرام پورې ونښتلې ،دغه حال د صفا او مروه تر منځ دمسعى هم وو،
مسعى هم دمهالونو په تېرېدو سره داسې تنګه شوه ،چې دواړو خواووته يې د وکانونه راووتل،حاجيانو به د صفا اومروه تر منځ سره لمر ته پر شګلنه مځکه د بازار په ګڼه ګوڼه کې سعى کوله.
دمسجدالحرام دغه تنګ غولى په تېرو مهالونوکې دحاجيانولپاره بس وو،ځکه چې هغه مهال د مسلمانانو شمېر لږ وو او دحج دسفر وسايل محدود وو اوډېر لږ خلک حج ته تلل.
خووروسته وروسته چې د مسلمانانو شمېر زيات شو،اودحج دسفر وسيلې موټرونه ،ريل ګاډي ، سمندري بېړۍ،اوالوتکې شوې نو د حاجيانوپه شمېر کې هم زياتوالى راغى ،لکه چې دادى وينو چې داشمېره  نوره هم کال په کال مخ په زياتېد و ده، همدا سږ کال په ٤٢٢ ١ س ١٣٨١ل کې وايي چې دوه نيم ميليونه حاجيان مکې مکرمې ته تللي وو( ويل کېدل چې سږکال  ١٣٨٩ لمريز داشميره دپنځو او شپږ ميليونو ترمنځه وه )،له دې امله د مسجدالحرام او دحج دمناسکو د نورو مقدسو ځايونوپراختيا او نوى رغښت ته ټينګه اړتيا احساسېدله.
خوله بده مرغه هېڅ يوه مسلمان واکمن او چارواکي دې چارې ته پام وانه ړاوه څو چې مرحوم ملک عبدالعزيز پر واک راغى اودمسجدالحرام تر رغونې او سمونې وروسته يې په ١٣٧٠هـ س کال د حرمينو دسترې تاريخي پراختيا او ودانۍ پلان طرح کړ.

دکار پيل
دملک عبدالعزيز په وختوکې دمسجدالحرام دپراختيا اوتعمير دسروې اوډيزاين کار په لاره واچول شو،خو بشپړ شوى لانه وو چې هغه وفات شو،تر ده وروسته دده زامنو ملک سعود،ملک خالد،ملک فيصل او ملک فهد دده دغه لار تعقيب کړه.
په  ١٣٧٠ هـ س کال د حسن حسين دمياشتې پرپنځمه اعلان وشو چې دکار هغه آلات چې دنبوي مسجد په ودانۍ کې په کار لوېدلي وو ، ټول دې مکې مکرمې ته ولېږدول شي، څو دمسجدالحرام دپراختيا کار سمدستي پيل شي ،بياددغه کال د صفرې پر شپږمه ددې کار لپاره د درو کمېټو دجوړېدو په هکله پاچايي فرمان اعلان شو.

دسعودي بن لادن تعميراتي ګروپ
څنګه چې دحرمينو شريفينوټول کارونه دسعودي بن لادن د ودانيزې ډلې (تعمير اتي مجموعې يا ګروپ)تر سره کړي دي،اودمسجدالحرام دپراختيا د چارو عمومي مشر  هم ددې ګروپ مشر وو او لانديني معلومات هم ددې کمپنۍ دمعلوماتواو ارقامو  پر بنسټ وړاندې شوي دي ، ددغې مجموعې ددغو وياړلو کارونو د تقدير ولو او ددرنو لوستونکيو دمعلوماتو لپاره لا زمه ده چې ددغې کمپنۍ په هکله هم څه معلومات وړاندې شي، ددې کمپنۍ بنسټ ايښودونکى د(شهيد)اسامه رح  پلار محمد بن عوض بن   لادن الحضرمي دى ،چې اصلاً ديمن د حضرت موت وو او عربستان ته يې نقل مکان کړى دى ، ده چې دتاريخ القويم، دمولف په قول يې ليک لوست نه وو زده پنځه ويشت  اولادونه درلودل  اودملک فيصل په حکومت کې يې د وزيرپه توګه کار کاوه،دى د سعودي يو ډېر شتمن پانګوال وو.
وايي هغه مهال چې سعودي حکومت هېڅ الوتکه نه درلوده،محمد شخصي الوتکه درلوده.؛ چې دهغې په واسطه به يې يومهال دسهار لمونځ په مسجدالحرام کې ،دماسپښين لمونځ په نبوي مسجد کې اودمازديګر اوماښام لمونځونه به يې په مسجداقصى کې کول،ده پخپله هم دمسجدالحرام په پراختيااو ودانۍ کې فعاله ونډه درلوده، کله چې محمد وفات شو ملک فيصل پرې  وژړل او ويې ويل چې نن مې ښي مټ غوڅ شو. په ١٣٧٥س (١٩٥٥ع)کال دبن لادن تعميراتي کمپنۍ دځينوسعوي اوبهرنيو ټېکه دارانوسره يو ځآى دمسجدالحرام دتوسېع لار اوليکه جوړه کړه.