سلام خان
د۱۳۹۰ لمریز کال دعقرب۲۵مه - حامدکرزی جرګې ته په خطاب کې وویل چی: افغانستان سوله غواړي، داچې دا سوله څنګه او له چا سره یې وکړي، تاسو په دې اړه مشوره وکړﺉ،څه چې ستا سو نظر وي، موږ به هغسې وکړو،دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزيد افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون او د سولې د بهیر په اړه جوړه شوې
جمهوررئیس پخپله وینا کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو تهدامنیتي مسؤولیتونو دلیږد بهیر ته داشارې په ترڅ کې وویل: له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړه توګه وځي افغانستان باید خپل ظرفیتونه لوړ او په بیلابیلو برخو کې خپل ځوانان و روزي او د افغانستان لپاره له دې لارې یو اساسي بنسټ کیږدي او له دې سره سره له نړۍ سره داسې اړیکې ټینګې کړو چې د افغانستان د عمومي ثبات ضمانت وکړي چې د دې کار لپاره موږ حاضر یو له بریتانیا، فرانسې، ناټو او د اروپا له اتحادیې سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړو،دهېواد جمهوررئیس دې ته په اشارې سره چې د تروریزم پرخلاف جګړه زموږ په کلیو او بانډوکې نشته، وویل: دتروریزم پرخلاف جګړه لکه څنګه چې دافغانستان دخلکو هیله او غوښتنه وه،عملي او بریالۍ نه شوه او دافغانستان د کلیو او بانډو پرځای دتروریزم اصلي ځالو او پټن ځایونو ته پاملرنه ونه شوه. حامدکرزي د جرګې د دوهمې موضوع په اړه چې هغه د سولې بهیر دی، خبرې وکړې او په دې لاره کې یې د استاد برهان الدین رباني شهادت د افغانستان لپاره ستر زیان وباله او دجرګې برخه والو ته یې وویل: افغانستان سوله غواړي، داچې دا سوله څنګه او له چا سره یې وکړي، له طالبانو او که له پاکستان سره، تاسو په دې اړه مشوره وکړﺉ څه چې ستا سو نظر وي، موږ به هغسې وکړو،
حامدکرزي د افغانستان د ثبات لپاره دوه عناصر ډیر مهم وبلل، یو کورنی ملي عنصر او بل بهرنی عنصر،ده وویل: په بهرني عنصرکې افغانستان هیڅکله هم له خپلو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره په دومره روڼتیا عمل نه دی کړی، لکه د افغانستان حکومت چې په تیرو لسو کلونوکې د ښو اړیکو له لارې د دوه اړخیزو مناسباتو لپاره هڅې کړي دي،جمهوررئیس زیاته کړه: ایران زموږ ورور او ګاونډی هېواد دی او موږ ورسره خپله اړیکه ساتلې ده، له پاکستان سره مو اړیکې ښې کړي، له چین، روسیې، هندوستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره مو اړیکې ساتلي او دغه کړنې مو په خپله خوښه ترسره کړي دي. له ترکیې او سعودي عربستان سره مو اړیکې په ډیره عالي توګه جوړې کړي دي چې په دغو ټولو مواردو کې مو په خپلواکه توګه عمل کړی دی حامدکرزي دافغانستان په ثبات کې کورني عنصر ته اشاره وکړه، وې ویل: پههېواد کې دننه زموږ تر منځ ټینګ ملي وحدت دثبات تر ټولو مهم عنصر دی او موږ باید له دنیا سره دستراتیژیک تړون له لارې همیشني ثبات ته ورسیږو،حامدکرزي په دغه جرګه کې په تیرو لسو کلونوکې په بیلابیلو برخو کې د افغانستان لاس ته راوړنې بیان کړې، وې ویل: افغانستان په دې موده کې له خپل یوازیتوب، بدمرغۍ او انزوا څخه داسې یوه هېواد ته ورسیده چې په میلونونو بچیان، لوڼې او زامن یې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي او په زرګونو نور یې له هېواد څخه د باندې په لوړو زده کړو بوخت دي. د روغتیا په برخه کې ستر کارونه شوي، اقتصاد مو ښه شوی چې ښه بېلګه یې د هېواد د اسعاري زیرمې زیاتیدل دي چې دغه زیرمه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یو سلو اتیا میلونه ډالره وه او سږ کال شپږ زره میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده ،جمهورریس زیاته کړه: له نړۍ سره مو اړیکې پراخې شوي او نن له شپیتو څخه زیات هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه او نماینده ګۍ لري، په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ پرحال په افغانستان کې یوازې درې سفارتونو شتون درلود ،جمهوررئیس وویل: افغانستان په نړیواله کچه خپل باور تر دې حده زیات کړی چې داسې نړیواله غونډه او یا کنفرانس به نه وي چې افغانستان په هغه کې برخه وانخلي حامدکرزي وویل: تر ټولو مهمه داده چې افغانستان یو ځل بیا دټولو افغانانو په ګډ کور بدل شو او نن دهر فکر لرونکی افغان په خپل هېواد کې ځای لري چې ډیره ښه بیلګه یې په ملي شورا کې تر یو چتر لاندې دبیلابیلو فکرونو د خاوندانو، د ګوندونو او تنظیمونو دغړو راټولیدل دي او هیڅوک ددې حق نه لري چې چاته ووایي چې ته حق نه لرې او زه حق لرونکی یم ،ده وویل: موږ ټول په یو موټي توګه خپل ځانونه ددې خاورې خاوندان ګڼو، خو له دې سره سره مو لا تر اوسه هم سترې ستونزې او ننګونې په مخکې پرتې دي، لا تر اوسه له تیارو او خطرونو څخه نه یو راوتلي او خپلې هغې سترې هیلې ته نه یو رسیدلي چې هغه په هېواد کې دسراسري تلپاتې او ډاډمنې سولې او ثبات ټینګښت دی .ورپسې د دودیزې مشورتي جرګې موقتي رئیس د هېواد روحاني شخصیت پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي خبرې وکړې، وې ویل: له امریکا سره د ستراتيژیک تړون لاسلیک د افغانستان یوه اړتیا ده او زموږ د یو شمېر ګاونډیانو لاسوهنې موږ دې ته مجبور وي چې دنړۍ له سترو هېوادونو سره تړونونه لاس لیک کړو،په دغه جرګه کې شاوخوا دوه زره کسانو برخه اخیستې چې د څلورو ورځو په جریان کې به د څلویښتو کمیټو له لارې خپلې مشورې بشپړې کړي .پای سلام خان