عبدالباری "عارض"
اروپا یی ټولنی وا قعا خپله دوستی اوهمکا ری دافغانستا ن سره یو ځل بیا ثا بته کړل . دی ټولنی په یو ګډه غونډه کی خپل دسیا سی چارو مشردیپلوما ت ته هدایت وکړ ترڅو د افغا نستا ن سره دیو داسی سترا تیژیک تړون هڅی پیل ګړی چی دهغه پر بنسټ د کا له یو ملیا رډ ډالره مرستی په اوږد مهاله موده کی د افغان ملت سره وکړل سی .
اوس تا سو وګوری چی سترا تیژیک سند ترسترا تیژیک سنده څومره تفا وت لری که نیت ښه او دوستا نه وی نو همدا کلمه یقینا د افغان ولس سره نه تنها د مرستی مفهوم په ګوته کوی بلکه دافغان ولس د پرخپلو پښو دریدو معنا لری . په ننی عصرکی ټا نک ؛ توپ او طیا ره هغه هم د نورو په هیڅ وجه د ولسونو ددفاع او پرپښو دریدو سبب نسی کیدلا ی . بلکه بلعکس ولسونه ته ددایمی اسا رت او دایمی اړتیا پیغام ورکوی .
یوازی اویوازی داقتصا د پیا وړی کیدل ؛ کولای سی ولسونه د اسا رت څخه وژغوری او د سیا لانو سیا ل یی کړی. په دی ترتیب داروپا د ټولنی ښه نیت په یو تړون کی د اوږد مهاله یا سترا تیژیک تړون ترنوم لاندی عملی کیږی . هغوی دنظا می هډو لیواله نه دی . په حقیقت کی دوی غواړی د افغان ولس سره داسی مرستی وکړی چی د افغا نستا ن استقلال ته په احترام د دوی ملی حاکمیت تقویت کړی ترڅو په منطقه کی د خپل شتون دریځ دیو معا دل هیواد په څیر ثابت کړی او په اوږد مهاله کی د سیا لانو سره نظامی او اقتصادی انډول را منځ ته کړی .
اما که نیت شوم وی دهمدی سترا تیژیک تړون ترنامه لاندی کیدای سی بهرنی ګټی د داخلی او منطقوی تشنج په بیه وافغان ولس ته د دایمی اړتیا پیغام ورکړی . دا ډول تړون تریو ځایه د دایمی جګړی او مخا لفتونو پیغام له ځانه سره لری . او سربیره پردی چی ملی حاکمیت او استقلا لیت تر سوال لاندی را وستلای سی . مهمه لا دا چی دا ډول تړون زموږموجودیت په منطقه کی او دهمسا یګانو سره د نوی پړاو سره مخ کوی . دا پړاوبه یقینا سربیره پردی چی زموږ دولس څخه نوری قربا نی وغواړی ؛ د همسا یګانو او منطقی سره به په اوږد مهاله دښمنی کی ښکیل سو
دا په داسی حال کی چی تا ریخ ثا بته کړی ده چی لوی قدرتونه ترهغه وخته همکاراو مدافع دی چی ګټی یی ایجابوی . تا سو دروسا نو تجاوز ددوستی او اوږد مهاله نظامی همکاریو ترنا مه لاندی په یاد دی هغه چی کارمل به دخطابی میز په سوک ټکاوه اودغاړی رګونه به یی پړسولی وه ویل به یی (اګرضرورت احساس شود من یک لک قوای روسی دیګری را مطالبه خواهم کرد) اما کله چی د نړیوال غبرګون اوملی مقاومت سره مخ سو او ګټی یی په وتلوکی ونغښتی ډیربی باکه یی دشمال مجاهدینو؟ سره اړیکی تامین کړی او خپلو افغانی اجنټانو اوکمونستویارانو ته یی شا کړل اوبی قید اوشرطه وتلوته یی ملا وتړل . افغان ولس یی په یو بل ډول ناورین کی د همسا یګانوولمنی ته ور وغورځاوه.
په همدا ډول امریکا ییانو ترهغه وخته په ویتنام کی شتون درلودی چی ګټو یی ایجابول اما چی ګټی یی په شتون کی د خطرسره مخ سول نو بی چون وچرا یی په وتلو پیل وکړ او ویتنام یی دکمونیزم په لمن کی ور واچاوه .
نوځکه افغان زمامداران باید دنړی تاریخ ته پام ؛ داسی کارو نکړی چی سبا ورځ یی دوی هم د حریف په لمن کی ور غورځولی وی اوهیواد یی دیو کامل اسارت سره مخ کړی وی . که څه هم موږ پوهیږو چی ځنی د دوی پخوا لاځانونه دپردیوپه اسارت کی ورکړی دی او اوس د برمټه سوو په څیر خپله اراده نلری خوبیا هم ولس ته په مرا جعی کولای سی ځانونه سپین او خپل تاریخ له سره احیا کړی.
تاسو وګوری د دوستم مخالفت د امریکایی ستراتیژیک تړون سره دده اراده نه ده بلکه د ترکیی اوروسیی مخالفت تمثیل کوی همدا ډول د محقق مخالفت ددی تړون سره دده اراده نه ده بلکه د ایران د مخالفت څرګندوی او دطا لبا نو مخا لفت ددی تړون سره د سعودی ؛ امارات اوپا کستا ن مخالفت په ګوته کوی اونور دا خلی سیا سی اصلی مخالفتونه سربیره پردی چی د پیسو او چوکی دلاس ته راوړلو لپاره کیږی تریو ځایه د هندوستان مخالفت را برسیره کوی .
نودا تړون به څه ډول زموږ د خوشبختی سبب کیدای سی ؟ که داسی فرض کړو چی سبا ورځ امریکا ییان د منطقوی ایجاباتو یا اقتصادی فشار اونورو عواملو په نتیجه کی له افغا نستانه پښی سپکی کړی تا سوتصور کولای سی چی څه به پیښ سی . هغه دایمی اوصادقه غلامان چی دپخوا څخه یی دامریکایی ګټولپاره ښه امتحان ورکړی دی هغوی به لکه پخوا دامریکا ییا نوسره یو ځای ددوی اصلی ټاټوبی (امریکا) ته ولاړسی او هغه نا بکاره غلامان چی غیرله چوراوچپاول څخه یی نورښه امتحان ندی ورکړی هغوی به لکه پخوا په کولاب ؛ ترکیه ؛ایران اونورو هیوادونو ته وتښتی . خو اور اوجګړه به بیا د افغان ولس پرکور تپل کیږی . ښه مثال یی دروسانو د وتلووروسته کورنی جګړی او ناخوالی وی چی پرموږ وتپل سوی اوهره ورځ د جنګی مجرمینو له خوا زموږ کورونه ویجاړه کیدل ؛ هستی موتالا کیدل اوکفن فروشان ډیریدل . زیات واردات مو سپین سا ن ټوکران وه .
هغه وخت نه امریکا اونه نورغربیان زموږ خواخوږی وه صرف د افغان ولس مرګ او میر یی د جا لبو اوحیرانونکی خبرونو په څیر خپل سرخط دمطبوعاتو ګرزولی و اوبس. څه پیښه سول چی نن بیا هغوی زموږ خواخوږی او داسی شیرین دوستان سول چی حتی د خپل ولس وینه دلته تویوی ؟ واضح خبره ده چی هغوی د مرکزی اسیا په ترځمکی لاندی منا بعو پسی لالهانده راغلی دی هغوی په منطقه کی د نظامی اهدافو لپاره راغلی دی هغوی د ایران سره دښمنی ته راغلی دی هغوی دروسیی اوچین د نفوذ دمخنیوی لپاره راغلی دی خورنګ دا ورکړل سوی دی چی دوی پر افغان ولس مین دی او هغه اسمانی ملایکی دی چی دمظلوم د دفاع لپاره خپل د اولادونو وینی دلته تویوی او په ملیارډونو ډالر زموږ دژوند د ښه والی لپاره بربادوی . هغوی وای موږ د افغان ولس پر اخلاقو اومذهب مین یو خو موږ نه مسلمان کیږو اونه افغانی اخلاق دځان لپاره غوره ګڼو . دوی د دموکراسی ترنامه لاندی بیګانه کلچر رواجیدل غواړی.
دوی هغه ډول چی ددوی په هیوادونو کی دښځو حقوق ترپښو لاندی دی اوښځی صرف د جنسی تجاوز اونڅا لپاره استثماریږی غواړی دلته هم د ښځودحقوقوپه نامه باعفته افغانی کورنی ویجاړی کړی . دچین هیواد ددو کالو مخکی دیو راپورپربنسټ ډیرترینه ښځینه بندیانی په نړی کی د امریکا په بندیخانو کی دی هغه هم په بندی خانو کی تراجباری جنسی تیریولاندی دی .ای کاشکی دوی واقعا دموکراسی په خپل سیا سی مفهوم چی عبا رت د ولسی واکمنی څخه دی اودخلګو د حاکمیت تمثیل دانتخاباتو له لاری دی مطلب وای . بلعکس ټول ولس شاهد دی چی څه ډول انتخابات اوڅه ډول تپل سوی حاکمیت پرمظلوم ؛ وږی اوتږی ولس را منخ ته سوی دی. ایا دموکراسی دی ته وای چی یوکوچنی اقلیت د برچی په څوکه پرلوی اکثریت تحمیل سی ؟ که امریکایی دموکراسی دغسی وی موږ تردی دموکراسی تیریو . ښه متل دی چی وای (پورچی ترسلوتیرسو وچه یی مه خوره ) . دافغان ولس مړینه ترلکونوتیردی نوخا ماخا به داستعمارد ناوړو اهدافو پرضد لکونه کسان نورقربانی کړی . خو خپلوهغه خوبونه ته به چی لیدلی یی دی (ملی واکمنی) ځان ورسوی . ولس به دابیړی د وینو په دریا بونوکی دمقصد ساحل ته ورسوی . انشاالله
خوداروپایی ټولنی اقتصادی مرستوته به په درنه سترګه وګوری اویقینا دهغه تاثیرات به پراینده نسلونو هم مشهود وی . اوپه دی هم موږ ښه پوهیږو چی د ټولواروپایی هیوادونوغوښتنی د امریکا سره یوشی نه دی .خوځنی نړیوالو مناسباتو اودیپلوماسی دوی مجبورکړی دی چی په یوه ټلوالی کی سره ودریږی .