داټول دګنـــــــــــج دلالان دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

۱۱ـ۱۱ـ۲۰۱۱                                                   

بســــــــــــــــــــــمل

همدانن  ورځ  مې  یوڅو نږدې دوستانو راسره اړیکه ونیوه وېل، ګرمې ګرمې خبرې رواني  دي کنفرانس  په کنفرانس  پسې  لکۍ تړلی منډې  وهي ، جبهه  په جبهو پسې  راځي، عنعنوي  لویې جرګې  خویې  هسې هم په شرمونو وشرمولې  او ته  لا ناست یې  څه نه لیکې؟

زما ځواب  لنډ و ماوېل :

له نېکه مرغه، چې اوس داسې پیاوړي لیکوالان  را ټوکېدلي، چې زما لیکنو ته اړه نه محسوسیږي  .

هغوی  راسره ونه منله وېل :

دهغوی هر یوو خپل ذوق او تفکر دی خو ستا لیکنې بربنډې او ویښوونکې دي .

ما وېل :

بس دي له چا څخه یې چاته ولیکم؟

هغوی وېل :

له تالیڅټو څخه یې ملت ته ولیکه مانا له  دا تورو دسیسو ملت  خبر کړه.

ماوېل :

ملت   ښه  پوهیږي  خوله  بده مرغه  تر لاسونو، پښو او خولې  یې  د دیموکراسي ؟؟  تور  تور ځنځیرونه  تاو شوي  هغه  هم  د همدې نننیو شاه شجاع خېلو له لاسه .

هغوی بیا ټینګار وکړوېل :

همدا شاه شجاع خېل  در یادوو، چې جبهه په جبهه پسې جوړوي تېره اونۍ اتمر خېلو غوږونه بوڅ کړي وو نن ورځ  دوستم خېلو رمباړې  وهلې ، چې زموږ هدف ملي یووالي ته کار دی اوبس .

په ځواب کې مې ورته وویل :

دوی  دملي  یووالي صدقه کړې  دانه  مشران  دي  نه  رهبران، د دې  تر څنګ  دخپلو قومونو استازیتوب هم نه  شي کولای  اونه  په یوه کرښه لیکنه  ارزي، چې څوک څه  پرې  ولیکي  دا ټول  د ګنـــــــــج  دلالان  دي .

نو څه ته ګورې خو بربنډ یې کړه لکه پخوا به  دې ، چې بربنډول .

ماوېل :

سر مې  ډېر مه  خوږوئ  دا لاندې لینک  په غور سره وګورئ  هلته  به  د بشري ناورینونو لپاره  دسون  داسې مواد ووینئ، چې  تطمېع کیږي  له  یوې  خوا خو خوري  سره  یو اوبل  یا په  بل  عبارت  په  دې  لینک کې  به  داسې  ډول  ډول  دلالان، د خپل دین، هېواد، ولس او خپل قام  غلیمان پخپلو سترګو ووینئ .

کله  موچې  په  ځیر سره  ولیدل بیانو دا ځواب  تاسې  راکړئ ، چې  دا څېرې  د انسانیت  په لمن  تور داغونه  دي او که نه؟

آیا دوی  په  دې ارزي ، چې څه زیات  پرې ولیکو؟

داهم  راته  ووایاست، چې  دهمدې نننیو دووسانوبې ننګي  دسترخوشال خان ، میرویس خان  او ابدالي  په زرین تاریخ  کرغېړن  داغونه دي او که نه؟

په اخېر کې مې  دا یوه خبره  ومنئ، چې  دوی  هر یو به  لکه  داختر پسونه (ګډیان) وروسته له چاغېدو څخه  پخپل وخت  حلال   شي .

اوس نوتاسومهرباني وکړئ  دا لاندې لینک په غور سره وګورئ :

http://www.youtube.com/user/zarmalwal#p/f/25/66TLptp_nco