دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
ديارلسمه برخه
هغه چې په سيندکې په خپله ځي،مه يې ټېلوهه.(پوليند)
پر ناآرامه سيندتېردنځای(معبر)له غلي نه ډډه کوی.(عربي)
سيند اوڅپه
هرسيند خپلې څپې لري.(ايرليند)
مچ/ماشی
دمچ اوشېطان شړل سخت دي.
مچ هيڅکله دمچ شړونکي په خلاف دعوا نه کوي.(افريقا- فولب)
مچ وايي نړۍ ډېره ستره ده،غڼه ،داډېره کوچنۍ ده.(افريق- نيوپ)
مچ له رڼا نه ترهغې تاوېږي،ترڅوچې خپلې وزر ې وسوزوي.(ناروې)
مچ هيڅکله به خوټېدونکې کټۍ نه کېني.(يوګوسلاويا- سُرب کرواتي)
مچان له دې امله چې دپاچا له لوښي يې خوري،درباريان نه دي.(سوېډن)
مچان دشيدې پلورونکی کور پېژني.(عربي)
وږی ماشی تل بد چيچل کوي.(پيدرلول)
کله چې ماشي چيچل کوی،باران کېږي.
ددوست له ټنډې نه په تبر مچان مه شړه.(چين)
دهغه په سرکې مچان دي.(اووم پيدر)
دزياتو په سالون کې مچان نه خوښېږي ،خوسرونه يې ترې ډک دي.(اووم پيدر)
هريودمچانوشړلوحق لري خوپه خپله لکۍ يا لاس .(ايتاليا)
کله چې مچ پر زمري ناست وي په امن وي.(شوروي اتحاد- لاتويا)
پخپله مچ يوزړه لري.
يو مچ دبل له پاره نه غمجن کېږي.(سويلي افريقا- ايسيکشوسا(دسويلي افريقا يورسمي ژبه ده چې نږدی ۷،۹مليونه وګړي پرې خبرې کوي )[ژ])
هيڅ مچ دبل له پاره خواړه نه ښکاروي.(افريقا-تونګا(هېواد)[ژ])
که يومچ پرټپ مړوي،داسي مړ دی، چېرته چې بايد مړوی.(افريقا- فولب(دلوېديځې افريقايوه قبيله ده چې په مرکزي،شمالي او نوره افريقاکې هم اوسېږي)[ژ])
که مچ دمړي جسدپرې نه ږدي،نوقبرکې به ورسره ښخ شي.(افريقا- اشانتي(داخلک په ګانا کې اوسېږي)[ژ])
۶۱
جاري کېدل/روانېدل
هرشی حرکت کوي/جاري کېږي.
هغه چې له توپان سره ځي،دارامۍ اړتيا نه لري.(انګلستان)
تښتيدل/ پناه غوښتل
تردې چې لاس اوپښې وغورځوو(ايسارشوو) تېښته غوره ده.
دنر يا خرپ دی ياترپ.(افغانستان- پښتو[ژ])
هيڅوک له ځان نه تښتېدلی نه شي.
هغه چې له لېوه تښتي،له يېږ سره مخامخ کېږي.(المان)
هغه چې له غوايي وتښتېده،سيندته وغورخېده.(هسپانيا)
تښتېدلي سړی ملامت دی.(سوېډن)
پناه غوښتونکی(کډوال) يوازي يوه لار لري،تعقيبوونکی سلګونه.(روسيه)
پلن کب
پلن کب بېرته هغه پلندۍ ته نه ستنېږی،په کومه کې چې لټول شوی.(نوی زيلاند- پولياني(دختيځ ايسلېند،هاوای اونوي زيلاند اوددوۍ ترمنځ زيات ټاپوګان)[ژ])
کډه کول
کوچني سړي دوروستي پېټي په وخت وويل:«موږکډه کوو».
هغه چې هروخت کډه کوي نه شتمن کېږي.
دری کډوال دومره بددی لکه داورسوزېدل.
هيڅوک بايدله ښارنه دبدګاونډي له امله کډه ونکړي.
الوتل
مخکې تردې چې وزرونه دی بڼکې وکړي ،مه الوزه.(المان)
سړی بايددومره لوړونه الوزي چې وزرونه يې توان ونه لري.
جګ الوتل،ژورغورځېدل.
هغه چې ټيټ الوزي،په غورځېدوکې کم زيانمن کېږي.دي
هغه چې کله دکليسا له چت نه کښته راوغورځېد،وويل: ايا زما الوتل دې وليدل؟.(سوېډن)
دخوک غوښه
دخوک په غوښه سړی موږک نيسي.
بايددخوک چاغه(ډېره چاغه) غوښه وي چې سړی پرې زړه مږه ونيسي.
هغه چې يوټوټه غوښه نه شي موندلی،نوبايدپه کَلَم/سبو قناعت وکړي.
کله چې بزګر دخپلې خوکې دغوښې ټوټه ورکړه ويې ويل:دابيا راځي.(اووم پيدر)
څوک چې دخوک غوښه اووړه لري هغه ښه انډيوالان پېداکوي.(پيدرلول)
۶۲
بخمل/مخمل
بخمل له کورني اوبدل سره نه جوړېږی.
پوټکی ايستل
هغه چې په مهربانۍ پوټکی باسی نه پوټکی په لاس ورځي اونه يې بدن.(پيدرلول)
پښه
ګرځنده پښه تل يوڅه له ځان سره راوړي،که نورنه وي نويو اغزی.(کاناډا- انګرېزي)
مخکی له دی چې پر لار پښه کېدې،موخې ته دی وګوره.
داغوره ده چې يوه ازاده پښه ولروچې پرې ودرېږو.
هغه په يوه غټه پښه ژوند کوي.
هغه داپه ولاړو پښوترسره کړ.
په لومړۍ پښې سره چې سړی يې له دروازې دننه ږدي،ټوله تنه ننوتلی شي.
هغه تل په پښو ټيټېږي.
داسي لاړلکه پښه کورته.
پرکوناټي يولغته ښه ده نه پرسترګه يوسوک.
وفادارته دی خپل لاس ورکړه،اوخائين ته لغته.
په يوه جوړه پښو په دوه ودونو کې مه ناڅه.(زړه يهودي)
له نه پښو نه لوڅې پښې ښې دي.
خلک
غټ کسان بايدغټې کڼاوې (لرګينې کوښې)ولري.
بېوزله خلک بېوزله پاې لري.
کوچني خلک ژر په غوسه کېږي.(انګلستان)
کوچني خلک هم خلک دي.(دنمارک- فون)
ښه خلک زيات نه وي.(سوېډن)
ساده ګان هم خلک دی.
سړی خلک په کليسا اولمانځه کې نه پېژني،مګر په معامله اوزيان کې يې پېژني.
په خلکو اوڅارويو کې فرق شته.
خلک،هغه چې ژوند کوي، زياتره يادېږي.(تواريګ(هغه کوچي خلک چې له شمالي افريقا نه لېبيا ته راکوچېدلي)[ژ])
ښه خلک،خوبد موسيقي غږونکي.(المان)
ړومبی خلک اووروسته خره.
ړومبی خلک اووروسته دبېړۍ کارګران.
۶۳
دخلکوخولوته لوېدل
يوسړی چې کله دخلکوخولوکې کېنی (نوم پېداکړي)،په خرابۍ ترې بيا ووزي.(سوېډن)
سړی دخلکو خولې نه شي تړلې.(دنمارک- يوليند)
هيڅوک دخلکو خولوکې نه کېني ترڅوهغه خپله مرسته ونه کړي.
ملت/خلک
ملت دپاچا له پاره نه دی،مګرپاچادملت له پاره دی.
سترملت دپاچا وياړدی،دملت ماتې دمقام غورځېدل دي.(بيبل)
دملتونوښېګڼه له قانون نه جګه ده.
خلک ديوبل له جامو پرېمينځلو نه ژوند نه شي کولې.(انګلستان)
خلک ديوبل له ږيرو خريلو نه ژوند نه شي کولی.
دخلکوغږ
دخلکوغږ دخدای غږ دی.(لاتين)
دخلکوزوردخدای زوردی.(افغانستان – پښتو[ژ])
سپکاوی،کم ګڼل
دسپکاوي غشی دشمشتۍ(کِشف) له سپر نه هم تېرېږي.(هند- هندي)
سړی بايدکوچنی ټپ اوبېوزله ملګري کم ونه ګڼي.
له خلکوځان وساته چې د زړه سپکاوی دی کوي.(يوګوسلاويا- بوسنيايي)
يوسړی مخکې تردی چې سپکاوی يې وشي ځان کم وګڼي.(چين)
بدلون
بدلون په زړه پورې وي.(لاتين)
هرڅه ځان بدلوي،مګر هيڅ شی له منځه نه ځي.(زړه يوناني)
هيڅ شی ثابت نه دی،پرته له بدلون نه.(پخوانی يونان)
بدلول اوښه کول دوه دوه مختلف شيان دي.(المان)
څومره چې شيان زيات بدلېږي،هومره زيات دوام کوي،هرڅه چې وي.(فرانسه)
شيطان خپلې لکۍ ته دشنوپالکو رنګ ورکړ ،ويې ويل:« بدلون په زړه پوري وي».
لعنت/خېرا
ترڅوچې له سيندڅخه نه وې تېرشوي،دکرکديل پرمورلعنت مه وايه.(افريقا- زولو)
له خېرو(بده دوعا) هيڅوک نه مري،اويوازي په دوعاهيڅوک ژوندی نه باتې کېږي.(هند- هندي)
اريانېدل
سړی بايد ځان په اريان پري نه ږدي.(المان)
جرم/جنايت
جرم يې نه ادا کوي.(دامريکا متحدايالتونه)
۶۴
بند/منع
څومره زيات بنديزونه هومره زياتې سرغړونې.(ايسليند)
منع کړی شوی څيز تل په زړه پورې وي.
منع شوې لارزياتره ډېره سخته وي.
دمنع شوې مېوې خوندښه وي.
محکومول
دوۍهغه څه محکوموي،چې پرې نه پوهېږي.(لاتين)
لويي/کبر
دکبردبازارله پاره يوازې خرنه،بلکې پوره خره خلک لټوي.(ايتاليا)
والګی(زُکام)
يووالګي تر لسوناروغيوبددی.(هند- هندي)
دمی مياشتې والګې دېرش ورځې والګی دی.(انګلستان)
يووالګی تېراو يوه تبه ختمه کړه.(انګلستان)
دوالګی له پاره تُرش کَلم(بندګلپي) ښه دی.(المان)
پرېښودل
هغه چې نورپرېږدي ،په خپله پرېښودل کېږي.
دخپل کورپرېښودل اسان مګربېرته ستنېدل ورته سخت دي.
جوړجاړی/توافق
له اوږد بهېرنه کمزوری جوړجاړی ښه دی.
ددوۍ جوړجاړی لکه دسپواوپيشوګانو.
دليل
له يوخروار پوهې نه پنځم سم دليل غوره دی.(سوېډن)
دليل ته غوږ کېده،که نه نودردونکی اغېز کوي.(انګلستان)
څلويښت ډوله لېوني شته،مګر سم دليل يوازې يوډول موندل کېږي.(افريقا- بانتو)
ترټنه/سپکاوی
رښتينې سپکاوی وليکه،خوله مهربانۍ نه پرډبره.
دسپکاوي هېرول ګران دي.(چين)
سريزه
سريزه هيڅ ستړيا نه پيداکوي.(اووم پيدر)
اجاره کوونکی
چې څومره اجاره کوونکی چاغ وي،هومره دکروندې څښتن خواروي.
۶۵