زما يادونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لنډه کيسه ::::: رفيع الله روشن

غوټۍ چې فرهادډېرپرې ګران وو او دومره يې زړه پرې بايللى وو،چې نه يې غوښتل بله نجلۍ ورسره خبرې هم وکړي.

يوه ورځ يې په ښوونځي کې د تفرېح پرمهال ورته وويل ګوره فرهاده! ته ښه په دې پوهېږې چې زه له تاسره ډېره مينه کوم،نويوه هيله درنه کوم چې له نورو نجونونه ځان وساته،له هغوى سره ډېرې ټوکې ټکالې مه کوه ډېر ورسره کېنه پاڅېږه مه،هغه ورته غوږ نيولى وو اودې ورته خبرې کولې.

چې خبرې يې خلاصې شوې هغه ورته وويل سمه ده زما ښايسته حورې! څنګه چې ته غواړې همداسې به کېږي،خودهغې زړه پرې اوبه نه څښلې.

نه نه فرهاده! ګوره زه جدي يم کنه بيا درنه خفه کېږم، هغه ځواب ورکړ،وساده ګۍ ته به ولې لمانه خفه کېږي،وګوره تاته ما څوځله ويلي چې فرهاد به له هېچاسره مينه ونکړي،مګريواځې اويواځې له خپلې ګل غوټۍ سره،خو يوه خبره مې ته هم واوره،چې نور ماته داسې خبرې ونکړې.

ته پوهېږې چې ستا په بار بار ټينګار اوپرما شک کول،زما په زړه کې ستا لپاره دمينې دکمېدو سبب کېږي،اوزما اعتماد تريوه لوى سوال لاندې راځي،ته هېڅ غم ونکړې، هغه خوبه دې اورېدلي وي کنه چې جوړې په اسمانونو کې انتخابېږي،خو ګوره زه باور لرم چې فرهاد دغوټۍ اوغوټۍ دفرهاد لپاره انتخاب شوي دي،دواړو وخندل،دلاسونوګوتې يې يودبل په ګوتوکې ورکړې او روان شول،په دې کې ډېره موده تېره شوه، دوى په رښتياهم يو له بل سره ډېر نږدې شوي وو،هغه ورځ هم راغله چې دغوټۍ دکوژدې دستمال يې دفرهاد لپاره ورکړ،اوس خو غوټۍ پوره ومنله چې فرهاد يې خپل شواونوريې څوک ترې نشي ولجه کولاى.

له کوژدې څلور مياشتې وروسته فرهاد له  دوه نورو ملګروسره ايران ته ولاړ،کله چې هغه يو ناڅاپه روان شو،اوغوټۍ  خبره شوه نوله واره په رژېدو شوه،په ډېر کم وخت کې يې رنګ تک ژېړ شو،دومره وچه کلکه شوه چې يواځې پوستکى يې په هډوکو پورې نښتى وو،غوښه پکې نه وه،که څه هم چې په اوونۍ کې يې يوځل له فرهادسره په ټېليفون خبرې کولې،خوهغه خبرې به يې هم له غم او ويرنه ډکې وې،هغه به ورته خبرې کولې اودې به ورته ژړل، تل به يې زړه شين وو،دکلي اوکوڅې نجونوبه ورپورې ملنډې وهلې اوورته به يې ويلې: چې ته څومره بې شرمه يې ،اخر خوبه  شي تاخو ځان له خفګانه مړ کړ،ډېرخلک داسې وي چې دولور په پيسوپسې له وطن څخه ورک شي،آن لند،امريکا،فرانسې،کاناډااونورو لريوهېوادونوته مساپرشي،اوبياپه کلونوکلنو هلته وي،ترڅوچې بېرته راځي اودواده پيسې ګټي نو سپن ږيرى شوى وي،ډېرخوپه کلونوکلونو ورک وي،ستاخو دخداى فضل دى نږدې ګاونډي هېواد ايران ته تللى دى.

هغوى به دې ته   داسې خبرې کولې خوپه خپلومنځوکې به يې دغوټۍ پاکه او سپېڅلې مينه ستايله اوويل به يې چې هرڅوک دې داسې مينه وکړي.

خو! چاته يې وايي دڅو مياشتو په تېرېدو سره د غوټۍ زړه صبرشو بېرته يې رنګ يوڅه ځاى ته راغى،خوهغه  اوس ښوونځي ته نه تلله،بس همغه دکور په کارونوکې به يې له مور او خويندوسره مرسته کوله .

دفرهاد دسفرلړۍ په ايران کې يو نيم کال ته وغزېده،خود راتللو يې څه نه ويل يواځې غوټۍ ته به يې نن اوسبا کول ،چې په دې سره به دهغې زړه ښه وو،اويوه تمه به ورته پيداکېده چې رابه شي.

بله ورځ په کلي کې  دهغه دراتللو اوازې خپرې شوې،چې هېواد ته راستنېږي،اوپه ډېرکم وخت کې به غوټۍ په سره ډولۍ کې خپل دخاوند کورته ولاړه شي،  غوټۍ خولا لدې هم خبره شوې وه، چې فرهاد خپل پلارته په ټېليفون کې ويلي  چې له رسېدوسره  يې بايدواده تياروي،همداسې يې وکړل دغوټۍ پلارته يې هم خبرورکړ ،ترڅو ځان چمتوکړي اوواده  ته دوى هم تيارى ونيسي.

اوس نوهره لحظه دغوټۍ لپاره پوره کال دى ،خوبونه يې ورک شوي،بس يواځې له  خپلو خاطرو ورسره لوبېږي.

دهغه راتګ ته يواځې  دوه ورځې پاتې وې، د واده لپاره کارتونه هم وليکل شول،مېلمانه راوغوښتل شول،دفرهاد خسرته خوړه اومصارف هم وروړل شول،بس يواځې دهغه رارسېدل پاتې وواودواده شروع کېدل.

هغه ساعت هم راورسېده چې وروڼه ،دتره زمان اوماماګان دفرهاد مخې ته دسړک په غاړه ودرېدل، غوټۍ چې له خوښۍ نه يې په زړه ساړه ننوتي وو،داسې رېږدېدله  لکه ګلاب ته چې دسهار وږمې ټالۍ ورکوي اوپه ګلبڼ کې يې يوه خوشګواره فضا جوړه کړې وي .

چې يوناڅاپه چيغې شوې هغه دى راغى! ،هغه دى راغى!.

کوچنى کرولا موټر دهلکانوپه منځ کې داسې  ورک شولکه دشاتوپه ګبين چې مچۍ راتاوې شي،خوپه يوه ثانيه کې هرڅه بل شان شول اويوه حيرانوونکې چوپتياخوره شوه، ټول لکه وېرېدلي مرغان يوبل ته څک څک شول،څوک يوطرف اوڅوک بل طرفته سره بېل بېل شول، په دې وخت کې دموټر دروازه خلاصه شوه،فرهاد ترې راکوز شو،دموټر مخې ته راتاوشو،ددوهم سيټ ،دروازه يې هم راخلاصه کړه،په سېټ کې دتنها،په تور حجاب کې ناستې ، نجلۍ لاس يې ونيوه اوله موټره يې راکوزه کړله،خلک يوبل سره وسپنېدل،يوډول زوګ اوګونګوسې پيل شوې،اى دابه څوک وي؟بل به وويل څوک ده خو راتښتولې به يې وي کنه!، چابه ويل کومه نابلده انجلۍ به وي،بل به وويل اى څومره ښکلې ده،تاسوخووګورئ ته به وايي چې په قلم جوړه شوې ده،خوفرهاد دټولو اندېښنې په يوه اواز سره لېرې کړې،ولې حيران ياست ،داچې دا نجلۍ څوک ده اوڅنګه له ماسره راغلې ده په همدې فکر کوئ کنه؟!

هېڅ دحيرانتياوړ نده، دامژګان ده!ستاسې راتلونکې،ورېندار،ماني،تندار اوزما  مېرمنه.

څه څه څه !!! دډېروله خولې داکلمه په لوړ اواز ووته.

څوکوچنيوماشومانو دغوټۍ دوى کورته هم داخبر رسولى وو،خوهغې نه منله،اوپه خپله مينه يې باور اواعتماد لاره،چې په دې وخت کې يې مشر ورور کورته له خفګانه په ډکه څهره، راننوته،مورته يې وويل .مورجانې غرق شولو،تباه شولو،وشرمېدو،دده له خبروسره له هرې کوټې لوى او واړه،دحوېلۍ منځ ته راټول شول،هغه هم دکوچنيوماشومانوخبره تائيد کړه،غوټۍ هم په راټولوخلکوکې ولاړه وه، ټول ارمانونه يې په اوبو لاهو شول،هره هيله يې مړه شوه ،نوره په ځان نه وه پوه شوې.

کله چې يې سترګې پرانستې ،په روغتون کې وه او فرهاد يې مخې ته ولاړ وو،له ليدوسره يې لېونۍ شوه،چيغې يې پيل کړې،په خپل ځاى کې کېناسته ،دهغه سترګوکې يې خپلې سترګې وګنډلې دومره يې په قهر ورته کتلې چې فرهاد يې ووېراوه،چې په همدې کې يې  په لاس کې بند کنول(دسيرم ستنه)، کش کړ و يې و ېسته ،سرې وينې  يې په لاس ښکته راروانې شوې اوپه هغه يې ور ورټوپ کړ ګرېوان يې پرې څېرې کړ،ورته يې وويل :ته پوهېږې چې زما له يادونوسره دې څه وکړل؟

له دې سره نسکوره شوه ،سر يې دچپرکټ له وسپنې سره ولګېده،فرهاد ورته لکه دبوت   ولاړوو، ډاکټران راغلل،چې راپورته يې کړه نونړۍ يې فرهاد دروغجنې مينې ته پرېښې وه.