د شوروي د سقوط سره د وال سټريټ د جنبش ورته والی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر ۲۷ مه

ګورباچوف د پخواني شوروي اتحاد وروستنی جمهور رئيس

ګورباچوف د پخواني شوري  اتحاد وروستنی لارښود په امريکا کي د وال سټريټ د نيولو جنبش په رسميت پېژني  او وايي چي د امريکا د خلکو دغه  پاڅون و هغه څه ته ورته والی لري  چي  تر دې دمخه يې د شوروي اتحاد د سقوط په درشل کي ليدلی وو .

 

نوموړي چي تازه د پنسلوانيا د لا فايټ په کالج کي خبري کولې په متحده ايالاتو کي يې وروستی ناخوالي وهغه څه ته ورته وبللې  چي د شوروي اتحاد د شوړېدو مخکي يې ليدلي وې ، هغه و ويل چي ددې بحران د حل لاره په نړۍ کي د يوه نوي نظام رامنځته کول دي .

 

ګورباچوف وايي چي نن موږ د يوې داسي رهبرۍ د نتايجو شاهدان يو چي په هغه کي د نړۍ و  تازه شرايطو ته  د رسېدو د پاره د مشارکت او ګډي همکارۍ  روحيه نده مراعات سوې او خلک پوښتنه کوي چي زموږ مشران ولي غواړي د خپل هر تصميم بار پر موږ باندي د فشار  په بيه و نيسي  .

 

د پخواني شوروي وروستی مشر زياتوي چي په متحده ايالاتو کي ځيني کسانو داسي تلاښ  کاوه چي  د نړۍ  د يوه امپراطور په توګه  د امريکا و ايډيا  ته تحقق ورکړي ،خو دغه څه د اوله سره اشتباه وه. د امريکا خلک د خپل هيواد و راتلونکي ته فکر کوي، دې ته فکر کوي چي هغوی ډېر څه د بانکو او د لويو تجارتي شرکتو و خاوندانو ته ورکوي  هغوی دې ته  هېښ دي  چي آيا دغه جريان به  د هغوی دپاره په يوه دوامداره بحران وا نه وړي ؟

 

دغه اتيا کلن سياستپوه وايي کله چي موږ ګورو دغه اعتراضونه و نورو هيوادو ته  ځان غزوي، نو داسي خو نسي کېدلای  پرېښودل سي مسائل هماغسي لکه دي چي دوام پيدا کړي . همدا اوس د نړۍ ټوله هيوادونه دداسي مظاهرو شاهدان دي چي په هغه کي خلګ د بدلون غوښتونکي دي . په واقعيت کي که موږ وغواړو دد غه منځته راغلي چلنجو په مقابل کي عکس العمل و ښيو، نو بايد په دې پوه سو چي ددې اعتراضو پسته به ستونزي لا نوري هم ډيري سي او موږ  دې ته اړ باسي  چي د نړۍ و راتلونکي نوي  نظام ته  لاره پيداکړو .

 

ګورباچف زياتوي چي موږ و يوې داسي نړۍ ته اړتيا لرو چي انسانيت يې په مرکز کي ځای ولري . خو په اوسني حالت کي ډېر مغزونه د پوځي صنايعو په خدمت کي راغلي دي چي  هغه بايد د نورو هدفو د پاره په کار واچول سي . تاريخ  لا دمخه ندۍ ټاکل سوی موږ  که د نړۍ و اهمو مسائلو ته پام وکړو نوکولای سو د هغه په بدلون کي خپله وړتيا وښيو.