محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. بسم الله الرحمن الرحيم
.صفا اومروه.
صفا
دايوه کوچنۍ غونډه ده چې دصفا او مروه ترمنځ دسعې پيل هم ترې کېږي دادکعبې دخونې په يو سل اودېرش مترۍ کې سوېل ختېځ ته پرته ده خو دکعبې په اوسنۍ ودانۍ کې دننه ده اوس ددې غونډۍ په سر يو ګنبد ډوله چت دى .
مروه.
دهم يو کوچنۍ غونډۍ ده ددې دتيګې نوم مروه ده چې سپين ته مايل رنګ لري اوډېره کلکه ده ،داغونډۍ د کعبې له شامې رکن څخه شا وخوا درې سوه متره لېرې شمال ختېځ ته پرته ده سعې يااوم شوط همدلته پاى ته رسېږي .
مسعى
دصفا او مروه تر منځ د تګ راتګ (سعې)لارته مسعى ويل کېږي صفا او مروه دوه غونډۍ وې. ددواړو غونډيو ترمنځ ٣٩٤.٥متره مسافه ناهواره لوړه او ټيټه وه ،له شګو او کروت کاڼو ډک د پنځوس متره سور په اندازه خوړ هم پکې وو دتاريخ په بېلابېلوپړاوونوکې داځاى هوار ،ترميم او جوړ شوى دى ،يووخت داځاى له بيت الله څخه بېل وو او دواړو تر منځ دوکانونه او ودانۍ وې خو په بېلابېل وخت کې چې دبيت الله دپراختياپروژې عملي شوې نودا ساحه هم په بيت الله کې راغله اوس خودبيت الله حويلۍ له صفا او مروه څخه هم ډېره وړاندې تللې ده. دبيروبار دکموالي او دخلکود اسانتيالپاره د صفا اومروه تر منځ سعې ته څلور لارې جوړې شوې دي يوه ځمکتل (زېرزميني) کې ،يوه دځمکې پرسطحې ، بل دوهم او بل دريم منزل څلور واړه پوړه په ډېر ښکلي ډيزاين، ډېرو قيمتي ساختماني توکيو په عصري او پرمختللي ډول په ډېر جذاب اومناسب رنګ جوړ شوي دي. له صفا څخه مروې ته دتللو په ډېرو قېمتي مرمروپوښل شوې لار بېله ،له مروې څخه صفاته د راتللو همدا ډول لار بېله او په منځ کې دناروغانو او ويلچيرانو (دناروغانو دبايسکلونو)دوه لارې بېلې دي پر هر لار دزمزم داوبودوه ځايه دي چې په هر ځاى کې شاو خوا لس نلکې دي او په يووخت کې ترې شاوخوا څلوېښت تنه اوبه څښلى شي ،دمسعى د هر منزل سور شل متره دى د لومړي منزل لوړوالى ١١،٧٥او ددوهم ٥،٨متره دى، اوس په لکونو حاجيان دلته په يو وخت کې سعى کولى شي.
هر پوړ ته پراخې پراخې عادي او برېښنا يې زينې (پوړۍ) اولفټونه ختلي دي ،دهر پوړ ټول مساحت ٧٨٩٠متره مربع دى برېښنا يې زينې د باب الصفا(دصفا دروازې )بهر او لفټونه يې دننه دي.
دصفا او مروه تر منځ له عامو دروازو پرته اوه داسې پلونو ته ورته لارې دي چې هغه خلک پرې تګ راتګ کوي،چې له بهر څخه نېغ حرم ته تلل غواړي له دې لارو تلل د سعې کوونکيو د مزاحمت مخه نيسي.له دريم پوړ پرته په نورو پوړونوکې پکي او دومره ايرکنډيشنونه دي چې دسعودي په ګرمۍ کې خلک پکې يخ نيسي،لسګونه قنديلونه پکې ځوړند دي.
له بهرني صحن څخه صفا دراوزه د کعبې لسمه دروازه ده چې تر مروه پورې دا شمېره يو دېرشمې ته رسېږي په دوى کې هوايې پول ته د ورته لارو دروازې هم شمېرل کېږي په دې منځ کې مشهورې دروازې باب الصفا ،باب بني هاشم ،باب علي ،باب العباس،باب النبى،باب السلام،باب بني شېبه،بآب الحجون ،باب المعلاة ،باب المدعى اوباب المروه دي او دصفا او مروه له منځ (مسعى)څخه دکعبې صالون يا مطاف ته مشهورې دروازې باب مراد ،باب المحصب او باب عرفه دي.
مروه تر ١٤١٧هجري سپوږ ميز پورې غونډۍ وه خو له همدې کال څخه تر ١٤٢٣داغونډۍ هواره شوه اوس دتيګوکلکه لږه نښه پاتې ده پرسر يې دموم په څېر سپين ته ورته ژېړ مواد پراته دي،چې پښې هم نه خوږو ي او انسان پرې ښوېېږي هم نه، دصفا له غونډۍ شيشه يي کټاره تاوه ده.
دصفا اومروه تر منځ له شنو راډونوسره دعباس ابن عبدالمطلب کور وو ، تر١٣٧٦هـ سپوږميزکال حکومتونو ترميماوه خو په همدې کال يې دصفااومروه دپراختيا لپاره ونړاوه.
اخبار مکه دفاکهي ،دتاريخ مکه په حواله
اهل کتابوداسې عقيده درلوده چې داساف په نوم يوتن نارينه له نائلي نومي ښځې سره په کعبه کې ناروااړيکې ونيولې چې الله ج دواړه مسخ او تيګي ترې جوړې کړې خلکو هم د عبرت لپاره اساف د صفا اونائله د مروه په غونډۍ کېښودل .
دوخت په تېرېدوسره خلکو ددې دواړو بتانو عبادت پيل کړ او دايې محترم بلل،د جاهليت (ناپوهۍ)په پير کې،هم خلکو د صفااو مروه تر منځ سعى کوله داسلام د رڼا په خپرېدلو سره هم خلکو داسعى کوله خوځينو داګومان کاوه چې ګويا داسعى دهمدې بتانو (اساف او نائلې )له کبله ده او دا دود بايد بند کړل شي.
الله ج دهمدې شک دله منځه وړلو لپاره وفرمايل چې ((ان الصفا والمروة من شعائرالله...) يعنې يقيناً صفا او مروه دالله ج له نښو څخه دي )) البقره ١٥٨
دصفا او مروه تر منځ سعې د حج يا عمرې له واجباتو څخه او دحضرت ابراهيم او حضرت هاجرې سنت دي ،رسول الله ص هم دا ابراهيمي سنت اداکړيدي.
دبخاري په باب احاديث الانبياء کې له حضرت ابن عباس څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايي: حضرت ابراهيم ع خپله مېرمن حضرت هاجره او خپل زوى حضرت اسمعيل راوستل اودواړه يې دکعبې ترڅنګ له يوکڅوړې خرما او يو مشک (زي)اوبو سره پرېښودل په دې وخت کې حضرت اسمعيل ع تى خوره کوچنى وو او په مکه کې نه کوم کلى و اونه کوم کور يا ښار.
کله چې حضرت ابراهيم له دوى دواړو څخه روان شو نو حضرت هاجرې ترې په حيرانتيا وپوښتل چې ته موږ پردې سوځنده ،بې اوبو ،بې وښو اوبې څوکه دښته کې ولې پرېږدې ،خو حضرت ابراهيم ځواب ورنکړ کله چې حضرت هاجرې څوڅوځله داپوښتل او حضرت ابراهيم ځواب ورنکړ نو حضرت هاجرې ورته وويل آيا داد الله ج حکم دى؟ هغه ځواب ورکړ هو.
دده داځواب حضرت هاجرې ته دغره په څېر ډاډ وو، ورته يې وويل کله چې داد الله ج امر دى نو باور لرم چې هغه به موږ وساتي .
حضرت ابراهيم لږ اخواپه داسې ځاى کې چې حضرت هاجرې نه ليد ه ودرېد مخ يې قبلې ته کړ او دادعا يې وکړه ((ربنا انى اسکنت ....))يعنې(( اى زموږ ربه ماخپل اولاد په بې وښو (اوبې کروندې) دښته کې ستادعزتمن کور تر څنګ پرېښود اى ربه ددې لپاره چې لمونځ وکړي نودخلکو زړونه ددوى خواته راواړوه او هغوى ته له مېوو څخه روزي ورکړه چې ستامننه وکړي )) دحضرت ابراهيم له تللو وروسته هاجرې خپل زوى ته تى ورکاوه او هماغه اوبه او خرمايې کارولې خولږ وروسته له تندې سره مخ شول،حضرت هاجرې به چې معصوم اسماعيل ته وکتل نو خفه او وارخطابه شوه با لاخره تاب ورنغى، نږدې غونډۍ صفا ته پدې هيله ورو ختله چې ګوندې څوک وويني او اوبه ترې وغواړي خو ،په دې سوځنده اووچه دښته کې هېڅوک هم نه وو، له هغه ځايه راښکته شوه او دمروه په لور لاړه کله چې له صفا ښکته خوړ ته ورسېدله نو حضرت اسماعيل ع يې له نظره پناشو نو له دې خوړ څخه په منډه تېره شوه ، چې حضرت اسمعيل وويني ،هسې نه چې کوم ځناور زيان ورته وا ړوي،مروه ته ورسېدله هلته يې هم څوک ونه ليد اوه ځله د صفا او مروه تر منځ لاړه او راغله او په دې خوړ کې يې منډې کوله(ددې خوړ په ساحه کې اوس شنه راډونه دي او دلته اوس هم حاجيان منډه کوي.)په اوم ځل چې مروه ته وختله يو غږ يې واورېد،باور يې هم نه راته،خو فکر يې کاوه چې کوم کس دده مرستې ته راغى بيايې غوږ ونه څک کړل،ګوري چې يوه پرښته پرځمکه خپل وزر وهي چې له دې ځايه د اوبو چينه راووته، هاجره راغلله له دې چينې څخه يې د حوض په څېر کوچنى دېوال ددې
لپاره تاوکړ چې اوبه ونه وځي ،دتحصيل په دوران کې مې چېرې لوستې وو چې دالله رسول فرمايلي دي الله دې پرهاجرې ورحمېږي اوبوته يې زم زم ( ودرېږه ودرېږه په عبراني ژبه )، وويل او ددې له غوښتنې سره اوبه ودرېدلې که هغې اوبوته زم زم نه وو ويلي نو په مکه کې به له دې اوبو نهر روان شوى وو.
ځينو خلکو بيا له دې کيسې سره اسرائيليات يوځاى کړي،داسې کيسه يې جوړه کړې چې حضرت ساره د حضرت ابراهيم ګرانه مېرمن او دهغه د تره لوروه او هاجره يې ازاده وينځه په نکاح کړېوه ددواړو بنو يوځاى ګوذاره نه کېدله ،حضرت سارې په حضرت ابراهيم زور راووړ چې هر ډول کېږي له دې بنې او بنتون څخه به يې خلاصوي هماغه وو چې حضرت ابراهيم ع بې له دې چې هاجرې ته څه ووايي هغه له شام څخه حجاز ته را روانه کړه او دلته يې بې هرډول توښې او هر ډول سرپنا او سر پرسته پرېښودله.
داپه يو اولوالعزمه رسول بهتان دى يو اولوالعزم رسول خوپرېږده چې هېڅ عاقل انسان به له خپل اولاد اومېرمنې سره داسې کار ونکړي.
لکه څرنګه چې په پورتني حديث کې هم راغلي حضرت ابراهيم داکار يواځې او يواځې د الله ج په حکم او دهغه د رضا لپاره وکړ او حکمت يې هم ښکاره دى الله ج ددوى په واسطه هلته د يو لوى تمدن بنسټ کېښود،ابادۍ وشوې، دحضرت ابراهيم ع دعاقبوله شوه، الله ج په ټوله نړۍ کې د خلکو زړونه کعبې ته ور مات کړل. نن سبا له ټولې نړۍ څخه هر وخت خلک کعبې ته د حج او عمرې لپاره ځي، د زمزم پر اوبو ځان خړوبوي ،او ابراهيمي ،اسماعيلي او د هاجرې سنت عملي کوي.
له هماغه وخت را هيسې کعبه د خلکو قبله ده او د ابراهيم ،اسمعيل او هاجرې په قدموقدم ږدي ،دهغوى په تقليد قرباني کوي دهغوى په تقليد شيطان ولي او .....
نن هر کال ميليونونه خلک د کعبې د زيارت په اړه د حضرت اسمعيل غږ ته لبيک وايي،او په دې وچه ،سپېره بې وښو او بې اوبو دښته کې د نړۍ ټولې مېوې په هر موسم کې موندل کېږي .
له صفا غونډۍ سره داسلامي تاريخ ډېرې پېښې تړلې دي، دبېلګې په توګه کله چې الله ج خپل رسول ته امر وکړ چې خپل نږدې دوستان ووېروه (شعراء٢١٤)نوهغه دصفا غونډۍ ته وخوت او خپل قوم په ځانګړې توګه فهر او عدى يې را وبلل ورته يې وويل که زه تاسو ته ووايم چې د دې غونډۍ له شاه ددښمن يو لوى لښکر را روان دى او پر تاسو د بريد نيت لري نو تاسو به زما پرخبره باور وکړئ؟،هغوى ورته وويل هو ځکه چې موږ له تا هېڅکله هم دروغ ندي اورېدلي هغه ص ورته وفرمايل نو زه موله يو سخت عذاب څخه وېروم چې ډېر ژر راتلونکى دى ابولهب ورته وويل چې (معاذ الله) خداى دې خوار کړه آيا د همدې لپاره دې راوبللو،چې بيا دا ايت نازل شو (تبت يدا ابي لهب ......)
بخاري له ابن عباس څخه.
حضرت عبدالله ابن عباس فرمايي چې قريشو رسول الله ص ته وويل ته خپل رب ته دعا وکړه چې دادصفا غونډۍ سره زروګرځوي، که داکار وشو موږ ايمان راوړو، خوحضرت جبرائيل ع، رسول الله ص ته د الله ج دسلام له رسولو وروسته وويل که داکار هم وشي نو دوى ايمان نه را وړي که ته غواړي زه به داکار وکړم خو که بياهم ايمان رانه وړي نو زه به سخت سزا ورکړم.
خوکه ته غواړې همداسې يې پرېږده زه به د خپل رحمت او توبې دروازې ورته خلاصې پرېږدم رسول الله ص هم ورسره په همدې توافق وکړ.
له همدې صفا سره ابوجهل د رسول الله ص بې احترامي وکړه او حضرت حمزه يې ډېر ژر غچ واخست.