ع. شريف زاد
څو ک وايي چې دلته يوويشتمه پيړۍ ده خو داسې نه ده دلته تقريبا ١٤پيړۍ ده څوک وايي چې دلته دموکراسي راغلې خو دلته داسې نه ده، حالا ت خراب دي او د کراسۍ پته هيڅ نه شته ځکه زمونږد علم او عرفان کلتور او فرهنګ سره د خپلواکې پر بنا اړيکي نه لري.له بلې خوا زمونږ فرهنګ ډير غني ده
د هغه څه نه چې لږ او ډيرمونږ ور سره کار لرو. څوک وايي چې کوږ بار تر مزل نه رسيږي؟ددروغو مزل هم لنډ دى ياداچې بد ګرځي بد به پرځي خو اوس داسې نه ده........
اوس دروغجن، کوږبار، بد ، مخ تورى، ملامت، غل او د لويو لار وهونکي، تور کاغي او ټپوس، استاد او شاګرد، ټټار او سيمسار، نداف او ګلکار،قصاب او سګ باز، قوماندان او خورد ضابط، سرکاتب او زير کاتب،رسنې او پړسنې ، چړي او ملا او په تيره بيا " ګډي پران "چې بي بي... يعني بي بي سي ورته کاغذ باد وايي او رښتيا هم چې د کاغذ او باد سره تړلي دي چې ډير غوړ نوم يي کايت دي .څوک وايي چې څه ....... دا ټول يو دي رادي شي او ودې ګوري په دې راستا او چالشونو کې څوک لګيا دي؟ څوک وايي ؟ چې ډير وايي او لږ تر پورته کيږي يا چې ډير غوريږي خو بيا کم اوريږي دلته خو کابل په ګر دو نو دوړو، ګاډو، مو�
�انو ، ناپاکيواو کثافاتو په طوفانونو وچ کلک شوي داسې ښکاري لکه چې د څو پىړيو د سل ناروغيو وهلي وي. رښتيا مونږ د يوويشتمې پيړۍ په شاو او خوا کې يو!
په درناوي