اوله : برخه
داستاد برهان الدين رباني دردناک مرګ په خبريدو د هغه سره د څلويښت کلونو ملګرتيا راپه زړه شوه ، په ١٨ دسپټمبر٢٠١١ نيټه په تهران کې د بيدارۍ اسلامى کانفرانس په وقفه کې هغه غوښتنه وکړه چې د نورو خلکو څخه يوازى کينواو اړينې خبرې کوو ، موږ ديوخالى هال په يو ګوټ کې نيم ساعت پورې جدا کيناستو
، هغه دصلحې د شورى دمشرتابه په حېث دخپلو برياو اوپه هغه سلسله کې د مخکې تللو څخه خبر کړم ، هغه وويل : چې د انجينرګلبدين حکمتياراود طالبانو د مشرانو سره هم په خبرو کې دى ، اود ټولو افغانانو د يوځاى کيدو امکانات څرګندشويدى ، چې له هغې وروسته به د امريکايانودافغانستان څخه دوتلو لارهواره شي ،اوپه افغانستان کې دامريکايي ځواکونودشتون جواز به پاى ته ورسيږي ، پدغه څه کې هغه مرسته وغوښته اوماهم ورته دهرډو ل مرستې وعده ورکړه ځکه چې امن د افغانستان او پاکستان ددواړو هيوادونومهمه اړتياده ، اود بهرنيوپوځونو وتل د دواړوهيوادونو د عوامو آرزو ده .
څلويښت کاله وړاندې دافغانستان ديو پيژندل شوې ژورنالست منهاج الدين (ګهيځ ) سره په يوه کوچنى کوټه کې مې لومړۍ لېدنه وه ، په هغو ورځو کې هغه دمصردالازهر پوهنتون څخه دفارغيدو وروسته په کابل پوهنتون کې دشرعياتو استاد ؤ استادغلام حضرت نيازي ،استاد برهان الدين رباني او استاد عبدالرسول سياف دمصرد اخوان المسلمين څخه متاثره شوي هيوادته راستانه شوي وو، اود هغوى يو نوى شاګرد عبدالرحيم نيازى په محصلينو کې د اسلامى تحريک مشر ؤ ، دغه راز په انجينرۍ کې محصل ګلبدين حکمتيار دخپل جرات اوزړوتوب له امله د اول قطار په مشرانوکې ؤ له هغه سره د انجينرۍ په برخه کې زده کونکى) شهيد حبېب الرحمان ، شهيدسيف الدين فکري ، اوډاکټر محمد عمرفکري په عملې ميدان کې د اسلامي تحريک
دوهمه برخه داستادربانې سره څلويښت کلنه ملګرتيا مشري کوله ، دغه تحريک ته په دغو ورځوکې مسلمانو ځوانانو دتحريک نوم ورکړاى شو .
چې په وينايې هغوى په ډېر لږ وخت کې کمونيزم په شاتګ ته اړکړ ، داستادرباني دپغمان دره کې د استاد غلام رباني عطيش په کورکې په يوه سړه هواکې په توده خونه کې هغه ليدنه چې په هغه کې موږ د راتلونکى اسلامى تحريک په اړه خبرې کولې هيڅکله له ياده نه شم ويستلى پدغه ليدنه کې احمد شاه احمدزى چې وروسته په افغانستان کې دعبورى حکومت لومړى وزيرشو، په راډيوکابل کې پوهان چې په ترجمان باندې مشهور ؤ ، ذوالفقار غفوري صاحب چې وروسته شهيدشو، دکورخاوند غلام ربآنى عطيش اودغه ډول څونورو کسانو هم شتون درلوده ،
لدې وروسته مې په ذهن کې يوه منظره تاو شوه په کوم وخت کې چې شهيد حبيب الرحمان دولسمشرسردار داود د حکومت په دوران کې دمرګ په سزا محکوم شو ى و، چې ما د اړيکو د نوي کولو لپاره ديو سوداګر په بڼه د پېښور څخه د کابل هوايې مېدان ته په الوتکه کې سفروکړ ، په هوايي ميدان کې مې ويزا لګوله لومړى مې لږ څه تجارتې کړنې ترسره کړې او بيامې دکابل په يما ريستورانت منيجر غلام حضرت ته وويل : استادربانې ته زما دراتګ خبر ورکړه پدغو ورځوکې پرکابل باندې وېره خوره وه د اسلامې تحريک غړي ترنظارت لاندي وو . غلام حضرت صاحب چې دې هم وروسته شهيد شو. دکلکو نظاراتوله امله ونه کړاى شو چې استاد ربانى ته زما د راتګ په هکله ووايي ، لدې وروسته ماد کابل اړوند په کوټه سنګي سيمه کې يو کورولټوو چې د ذوالفقار غفورى دپلار ؤ چې دهغه په واسطه مې برهان الدين ربانى صاحب ته دخپل ريستورانت دکوټى پته ورولېږله ، برهان الدين ربانى په ډېر جرات اوډاډه زړه دخپلو دوه شاګردانو سره زما ترکوټې راورسيد، چې ښائيسته اتوشوى کميس يې اغوستې اوپه سرباندې يې قراقولي پرته وه په زړه پورې ځوان چې په هغوورځوکې يې پرمخ ږيره نه درلوده دخنديدونکي مخ سره په کوټه را دننه شو اوديو څو اړينو خبرو وروسته يې اجازه واخيسته او رخصت شو زه په سبا ورځ په خيرسره له افغانستان هيواد نه ستون شوم ، لږې ورځې وروسته خيبرپوښتونخوا د چارسدې ولسوالۍاړوند دترنګزو اوسيدونکى يو ځوان چې دمولانا شمس الحق افغانى وراره و په څه وجه په کابل زندان کې د استاد سياف سره يوځاى په قيدکې شپې ورځې تيرې کړې وې ، دزندان څخه دراخلاصيدو وروسته نيغ زما خواله راغى او ماته يې داستادسياف يو پېغام راورساوه ، چې ترڅو پورې ولسمشرسردار داود حکومت وى نوزه افغانستان ته تللو څخه ډډه وکړم ،په پيغام کې ليکل شوي و زموږ ټولو څخه د پلټونو پروخت داسې پوښتل کيده چې زموږ د (قاضي حسين احمد)سره څه تړاو دى او افغانستان ته دهغه دراتګ موخه څه او په کومومسايلو موورسره خبري کړي دي .
دريمه برخه :داستادربانې سره څلويښت کلنه ملګرتيا
لږې ورځې وروسته دکال ١٩٧٤ خبره ده چې يوه ورځ استاد برهان الدين ديوې جوړه جامو او د دوه زده کونکوسره په پېښورکې زما تجارتي خونې ته تشريف راوړ ، دده په ناڅاپي راتګ حيران هم شوم اوخوشاله هم ، استاد وويل : په کابل پوهنتون کې زما د نيولولپاره عسکر راغله نو ماته خپلو شاګردانو مشوره راکړه ، چې پېښور ته ستاخواته راشم ، دغه راز زه د پوهنتون څخه نيغ ستا خواته راورسيدم ما هغه ته تسلې ورکړه او ورته مې وويل : چې دالله ج په فضل او مهربانۍ سره ته محفوظ ځاي ته راورسيدې
، هغه خپلو دواړو شاګردانو ته په همدغه وخت اجازه ورکړه چې ولاړشې ترڅو ورځو پورې هغه زماسره په يوه وړکۍ کوټه کې مېلمه وو ، موږ هغه دپېپل ګوند اود کابل حکومت دواکدارانو د دوستانو دسترګو نه دساتلو پخاطر ، دارباب محمد سعيد خان په کلى سعيداباد کې ديره کړچې هغه شاوخوا تر شپږمياشتو پورې مقيم ؤ ، دقاضې حسين احمد په وينا :
په دغو ورځو دافغانستان حکومت اوکيداشې دبهارتې حکومت په لمسه يوې سياسې ډلې دپيښور اړوند سيمو کې وړى ، غټي چاودنې کولې ، په صوبه خيبر پښتوانخوا کې د ذوالفقار بوټو دوه اعتمادى کسان نصرمن الله چيف سيکرټرې ؤ او نصيرالله بابر د آي ، جې ، ايف ، سې ( انسپکټرجنرل فرنټير) ؤ هغوى د مولانا فضل هادى ( ملاشينواري ) سره او دنورو خلکو سره تماس ونيوه چې هغوى پاکستان ته هجرت کړي ...............................
په خپلو کې سره اتحاد وکړې اود اتحاد په دغو کوششونوپه پايله کې هغوى ددوه څخه په څو ګوندونو باندې بدل شول ، يعنې حزب اسلامې ( مولوى محمد يونس خالص ) ګوند ، اود مولوي محمد نبى په مشرۍ حرکت انقلاب اسلامې ، د صبغت الله مجددې هم خپله جبهه نجات ملى ګوند جوړه کړه، لدي سربيره استاد برهان الدين ربانى جميت اسلامې هم پکې ورزيات شو ، پيرګيلانې خپله جهادى ډله ودروله .
چې دحزب اسلامى اود جميت اسلامى په خپلوکې اختلافات د جنګونوترحده رسيدلې ؤ اوهغوى په خپلو کې ځانونه غازيان او شهيدان ويل پېل کړې ؤ ، چې ددغو خپل منځى جنګونوله امله سورلښکر(روس ) ستړى اود افغانستان څخه يې دوتلو پريکړه وکړه ، دپاکستان دولت دشوروي دوتلو وروسته دافغان حکومت په جوړولو کې يوه حيرانونکى او ناشنا پريکړه وکړه ، چې په اولو شپږو مياشتوکې به صبغت الله مجددې ولسمشروى اولدي وروسته به برهان الدين ربانې ولسمشروى ، نوري عهدى ( چوکۍ ) هم دپاکستان دولت دانجينرګلبدين حکمتيارصاحب په اعتماد داخيستلو سربېره په خپله خوښه وويشلې ، چې حکمتيارصاحب دغه حيرانوونکى اوناشناپرېکړې قبول نه کړې چې په نتيجه کې په افغانستان کې خانه جنګې ( خپل منځې ) جنګونه پېل شو ، د همدغو خپل منځې جنګونوپرمهال د طالبانو قوه ښکاره شوه لمړۍ نصېرالله بابر برتانيې او امريکاته ويل چې د طالبانو بنسټ او بنياديې هم هغه ايښې دى ، چې له دې وروسته ياد ځواک ډېر ژر دهغه د کنترول څخه ووته ، برهان الدين دطالبانو دحکومت پرمهال د کابل څخه وواته ، لږه موده په خپل پلرنى ټاټوبى بدخشان کې مقيم شو لدى سربيره لږه موده پنچ شيرکې داحمد شاه مسعود سره ووسېده ، په منځ مهال کې څه وخت يې په تاجکستان کې هم تيرکړ کوم وخت کې چې هغه د افغانستان ولسمشر وو پدغه وخت کې د بين الاقوامې اسلامى تحريکونو يوپلاوې دګلبدين حکمتياراو استاد برهان الدين ربانې په منځ کې دصلحې لپاره کابل ته لاړ ، شاوخوا يوه هفته پورې موږ ټول دکابل په قصرصدارت ( ارګ ) کې مقيم ؤ چې دروغې او صلحې په لارو چارو کې مصروف وو دنورو خلکو دتللو وروسته زه همدلته پاتې شوم د روژې ټوله مياشت بلکې دعيدالفطر( کوچنې اختر) ورځ مې هم په کابل کې تېره کړه ، پردغه مهال زه د احمدشاه مسعود اود ګلبدين حکمتيار ترمنځ په يوه ليدنه ( ملاقات ) باند ې هم بريالى شوم ، مګر دواړو مشرانو پخپلو نظرونو باندې ټينګارکاوه او پخپلو کې يوپه بل باندې اعتماد کولو ته چمتونه ول ،
ماته يو ځل احمد شاه مسعود وويل : چې قاضې صاحب ته ښه پوهېږې چې حکمتيار د حکومت ټولې چارو باندې اختيارغواړې داسې يو حاکم چې بل چاته پکې واک نه وى ماهغه ته وويل تا چې څه وويل همدغه خبره حکمتيار ستا په اړه وايې اوزماددې خبرې ثبوت ماته داخترپرورځ ښکاره شو استاد برهان الدين ربانې دهيواد د ولسمشرپه حيث دارګ په جوما ت کې داختر لمانځه وورسته خطبه لوستله چې دجومات دباندي ډنګارې پېل شو ،مالومه شوه چې احمد شاه مسعود کوم چې په هغه وخت کې د دفاع وزير وو جومات دراتللو لپاره تشريف راوړه او پوځې ډلګۍ هغه ته سلامى کوله لدې وروسته په يوه ليدنه کې ماد استاد ربانې څخه وغوښتل چې استاد تاسوکله هم اوريدلې چې په ارګ کې ددنه دهيواد ولسمشر يوه مهمه وينا کوي اوپوځ پردغه مهال په همدغه ځاي کې د دفاع وزيرته سلامى کوې استاد ماته په قلاره وويل : قاضې صيب موږ ديومشکل دور څخه د تيريدو په حال کې يو اوته زموږ پرحالاتو ډيرښه پوهېږې که چيرته موږ سره پدې سختو حالاتوکې صبرنه کوې نوموږ به دنورو خلکوڅخه کوم ډول توقو وکړو ، استادربانې يوپوهه اوزيرک سياست پوه وو ، اوهروخت به يې دمفاهمت دلارې لپاره فکرکاوه ، قاضې زياتوى هغه د سردارداودخان شهيدسره هم دمفاهمت دلارې کوښښ کاوه ، لدې مخکې چه د ده دغه دمفاهمت کوښښونه دبريا ترسرحده ورسيږې سردار داود خان دهغه د ملګرو دپوځ په ملتيا هغه وواژه ، اودهغه پرځاى نورمحمدترکې کيناسته ، لدې وروسته په افغانستان کې يو ټولنيز هجرت پېل شو ، دلکونو په شمير افغان مهاجرينو پاکستان او ايران ته مخه کړه دهغوې علماء کرامو فتوى صادره کړه چې د سردار داود خان شهيد وروسته کفربواح (ښکاره کفر) حکمرانې پيل شوه اوچې په وينايې د ښکاره کفر مقابله اود هغوې د حکومت څخه هجرت کول په ټولو مسلمانانو واجب شوې ؤ .
څلورمه برخه : داستادربانې سره څلويښت کلنه ملګرتيا
دسرولښکرو دوتلو وروسته استاد ربانې داسې تګلاره غوره کړه چې په پايله کې هغه ولسمشر شو اودقاضې حسين احمد په وينا : حکمتيارصيب هغه ساه اخيستلو ته پرينښود . چې په پايله کې د طالبانو قوت ښکاره شو چې ، په کتلو، کتلو کې د افغانستان په ٩٠ فيصده خاوره دهغوى حکومت پېل شو ¸ مګر د منجمدې تګلارې له امله هغوى دپاکستان دمرستې سره سره دنړۍ والو لپاره د قبلولو وړنه شول ، چې دلرې کلو لپاره يې امريکا بهانه کتله دروس د وتلو وروسته امريکا افغانان په وينو د خړوبيدولپاره يوازى پريښودل ، برهان الدين ربانې دامريکا لخوا دجوړشوې حکومت سره سره تراخري وخته پورې موږ ته دا باور راکوه ، چې هغه له افغانستانه د امريکا د ويستلو لپاره ليواله دى ، چې پدي اړه يې د حکمتياراوطالبانوسره هم تماسونه نيولې داستاد ربانې په خبره دجنګ سربيره دسياسې تګلارې له امله کولاى شې امريکا ددغسې سېمې څخه وباسې ، اوله دى وجې څخه هغه په تهران کې زما سره په اخرې ليدنه کې د مرستې غوښتونه وکړه ، اوزما هم په ارمان ؤچې دعمر پدي اخرې برخه کې که چيرته موږ په سيمه کې په امن راوستلواو د بهرنې ځواکونو په ويستلو بريالې شو،نودالله ج په مخ کې اودخپل قوم ( ملت اسلامې ) پروړاندې دبريايوه وسيله جوړه شې ، مګردالله لخوا چې کوم وخت داستاد ربانې لپاره مقرر ووهغه پاى ته ورسيده .
انالله وانااليه راجعون
ديوايت کريمه
ژباړه : هېڅ يوچاته مالومه نه ده چې هغه به سبا څه کوې او هېڅ يونفس داهم مالومه نه ده چې په کومه خاوره به هغه ته مرګ راځې .
ليک : قاضي حسين احمد
اخيستنه : له جنګ ورځپاڼه 04-10-2011
ژباړه : مسيح الله (عصام)
پدي هېله چې په څلورو برخوکې دا مطلب خپورکړئ .
عصام