آيادامريکا فضائې لاس برى پاي ته ورسيد؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه : مسيح الله (عصام)

په ميدان وردګو ولايت کې د چينوک الوتکى رانسکوريدل اوپه ١٨ سپټمبرپه ٢٠٠٨په جنوبى وزيرستان کې د ميزائيلو توغوونکى بي فيلوټه الوتکى د غورځولو وروسته ، آياد امريکا په افغانستان کې فضائي مخکښې عملاً تاى ته رسيدلې ؟

ډرون يابي فيلوټه الوتکه يوه داسې اسحله ګڼل کيده چې امريکا يې مخکښه وله  پرهغې سره به طالبان اوعام وګړې ويره ول کيده ، آيا دواړو يادو واقعتونو دغه وېره پاى ته ورسوله؟

دغه راز ٢٠٠٨ کې هم د امريکا دوه څاګرې الوتکى په سويلې وزيرستان کې رانسکورې کړاى شوې وى ، په ١٨ سپټمبر٢٠١١ ع  دطالبانو او پاکستانې پوځيانو ترمنځ په راغوځولى شوې الوتکى دلاسته راوړلو لپاره تريو حده جګړه هم وشوه ، مګر د رسنيوپه وينا پاکستانى پوځيانو دالوتکى مالبه ترخپلې ولکى لاندې راوستې ، چې پدې سره هغه وېره دلمنځه تللى چې ، دغه پرمختللى  تکنالوژى به د طالبانولاسته ورسېږې ، مګر يوسوال پرځاى پاتي دى چې پاکستان هم يادې تکنالوژۍ ته اړتيا لرې اوڅه ډول به له هغې څخه نقل ( کاپي ) وکړي لدي امله چې ياده تکنالوژي يوهيواد هم پاکستان ته نه ورکوي ، داهم د منلو وړده چې پاکستان ديادي الوتکى مالبه بيرته امريکاته ورکړي ديادونى ده چې د دواړو هيوادنو اړيکې دبل هروخت څخه ډېري ترنګلى دى ، او داسې ګنګوسي هم شته چې امريکا او افغانستان ديادهيواد په اتومى وسلو باندې دقبضې کوښښونه کوي چې په وينايې دتازه مالوماتو له مخې امريکا دغه چاره کې هندوستان هيوادهم په اعتماد کې اخيستې دى ، چې ورسره په اخيستلوکې مدد وکړى ترڅودغه اتومي وسله ترهګروته په لاس ورنشي ،  ددې کارلپاره امريکا او ځينو نورډلو يې دغه کوشوشونه پيل کړې دى ، پدي حال کې پاکستان امريکې ته ددغي الوتکى دمالبې نه ورکړه  يوه  نوى مسله رامنځته کحړې  چې په وينا يې هغې خپله لاره غوره کړي اوموږ خپله لاره پيل کړې ، موږد امريکا دمنګولو څخه د وتلو کوښښ کوو ، او سيمه ايزحل ورته لټوو  امريکا په تيرو څو ورځوکې ډېرڅه وليدل ، دهغوى چينوک الوتکه په ميدان وردګو ولايت کې راوغورځولي شوه چې پکې ٣٢ تنه هغه کمانډو مړه شول کومو چې په ايبټ ابادعملياتوکې برخه اخيستي وه ، په امريکا کې داسې هم ويل کېږي چې ياد پوځيان خپله امريکايانو ووژل ، ترڅو وروستني شواهد له منځه ولاړشي ، چې په وينايې هسى نه چې دوى ووايې چې په ايبټ ابادکې اسامه نه کوم بله څوک يې وژلي دى ، بلخواته طالبآن هم ديادې چينوک الوتکى دغورځولو تمغه اخيستلى چې همدوى دغه الوتکه غورځولي ده ، او امريکاوايې چې د طالبآنو بخت ښه ؤ چې توغول شوي ميزايل پرالوتکه وليږيده لدي وروسته په امريکا کې داويره پيداشوي چې آيا طالبانو ته داسې وسله په لاس ورغلي کومي چې چينوک اويا نوري امريکايې الوتکى راغوځولي شي ، له دغې واقعې وروسته په افغانستان کې په سيمه ايزو حدونو کې د امريکا يې الوتکو تګ راتګ د مضمو ن ليکونکى په وينا دريدلى دى اوس چې کله دوى الوتکى فضاته ځې نو د فضايې حفاظت وروسته الوتنى کوي ، چې پدغه څيرپه افغانستان کې دامريکا فضايې مخکښې پاى ته رسيدلې ، څو ورځې وړاندې طالبانو يوه ډله جوړه کړي او هغوى ته يې دنده ورکړي چې دوى دى د بي فيلوټه الوتکو د غورځولو لپاره څه چې په وس کې وى وکړي ، ددغې اعلان څو هفتي هم نه دى شوى ، چې طالبانو په ١٨ دسپټمبر٢٠١١ دسهار په اتو بجو يوه بي فيلوټه الوتکه رانسکوره کړه چې په وينايې پدي سره د امريکافضايې لاس برى ګواښل شوي او داسې هم ويل کېږې چې له لسو الوتکو کې دوى پنځه الوتکى راغوځولى شي ، پاکستان لاد پخوا څخه ويلې ؤ چې بي فيلوټه الوتکي څه فائده نه رسوي چې په وينايې په سلوکې لس تنه ترهګرله منځه ځې اوپاتې نوى يې بيرته دبدلي په تکل د ترهګرو ليکو ته ورځې چې پروينايې اوس عملاً دامريکا فضايې مخکې والى ته ګواښ متوجى دى .

جنګ اخبار

نصرت ميرزا

21-9-2011

ژباړه : مسيح الله (عصام)

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.