سلام خان
افغان محبوب د خپلې کورنۍ سره د اروپا په زړه کې یو غیرې قانوني کډوال دی ،دوی وايي افغانستان ته ستنېدل ورته خطرناک دي او په بیلجیم کې یې د پناه غوښتنه درې ځلې رد شوې ده . دوی په دې موده کې اړ شوې چې په کنډر کورونو یا هغو ودانیو کې چې تر جوړیدو لاندې وي شپې تیرې کړي او کله ناکله خو د ژمې په یخو شپو کې
پر سړکونو هم د شپو تیرولو ته اړ شوې دي ،محبوب او میرمن یې راما د هلمند ولایت څخه په دې هېله درې کاله مخکې اروپا ته په غیر قانوني توګه راغلل چې ګوندې دلته به د یو سوکاله او ارام ژوند خاوندان شي ،خو دا سمه ده چې په اروپاکې دوی ته نور د طالبانو له خوا ګواښ نه شته خو ښايي په بلجیم کې يې تر خپل هیواد بدې ورځې لیدلې وي .
ډیر کله دوی اړ شول چې پر سړکونو د یو نامعلوم برخلیک په تمه شپې تیرې کړي ،دا مهال دا کورنۍ د خپلو دوو ماشومانو سره د بروکسل د یوې کوټې په یو واړه اپارتمان کې اوسیږي . راما وايی دا اپارتمان په تیرو درې کلونو کې تر ټولو ښکلي ځای دی چې دوی موندلی دی ،کله چې موږ لومړی خپل سفر له پاکستان څخه پیل کړ نو فکر مو کاوه چې نور خطر پای ته ورسیده او ژوند به له دې وروسته خوندي وي . خو کله چې بلجیم ته راورسیدو دا د افغانستان څخه زموږ لپاره بدتر وو ،د راما له خبرو ښکارېده چې نوموړې ته په دې اروپايي پلازمېنه کې له هغې هیڅ نه دی ورکړل شوي چې دا هیوادونه یې د کډوالو لپاره ژمنه کوي. بلجيمي چارواکو درې ځلې ددې کورنۍ پناه غوښتنه رد کړې ده . او که دا ځل یې هم غوښتنه ونه منل شي نو یو وار بیا به له دې واړه اپارتمان څخه بې کوره شي . او دا به لومړی ځل هم نه وي
محبوب ته هغه وخت په یاد دی چې کله دده کورنۍ درې کاله مخکې بیلجیم ته راورسیده ،موږ د ښار منځ ته راغلو او نه پوهیدو چې څه وکړو ؟ موږ ته یو ودانۍ وښودل شوه چېرې چې باید ورشو او د پناه غوښتنه وکړو کله چې هلته ورغلو د کریسمیس رخصتي وي او دروازه مو چې هرڅومره ووهله څوک را ونه وتل . هوا ډیره سړه وه . د مرستې هیڅوک نه وو . موږ یو پولیس ودراوه ، پولیس هم د کریسمیس په میلو کې ځانه نشه کړی و او په خبر نه پوهیده ،څه موده وروسته ورته د کډوالو په یو کمپ کې ځای ورکړل شو، وروسته د حکومت له خوا یوه کوټه ورکړل شوه . خو دا موده لنډه وه او کله یې چې د پناه غوښتنه رد شو نو بیرته له کوټې وویستل شول او ژوند یې په کوڅو او سړکونو کې شو ،محبوب ته د بروکسل د ښار په یو خطرناکه سیمه کې هم د یوې اوونۍ د سړک پر سر د ژوند تیرولو شپې ورځې په یاد دي او وايي په واوره اوسړه هوا کې یې څه نه درلودل چې ځان په کې تود کړي . دوی وروسته د هغو نورو سلو افغان کورنیو سره یو ځای شول چې په یو کنډواله ودانۍ کې اوسیدل ، چې نه یې اوبه لرلې او نه برېښنا ،دوی ته څو ځل د لنډې مودې لپاره د کډوالو په کمپونو کې د اوسیدو اجازه ورکول کیده خو کله چې به یې پناه غوښتنه رد شوه له هغې ځایه به پولیسو په زوره وشړل
د محبوب میرمن وايي د پناه غوښتنه یې ځکه بیا بیا ردیږي چې اروپایان له خبرو زیات پر کاغذونو باور کوي ، دوی نور اسناد غواړي چې موږ یې برابرولی نه شو ،د دې کورنۍ وکیله هیلین کروکارټ وايي د بلجیم د کډوالو مسوولین دا دلیل راوړي چې کابل د دې کورنۍ لپاره خوندي ځای دی .نو ځکه موږ دوی ته پناه نه ورکو
د دې افغانې کورنۍ مور د کابل ده ، نو د بلجیم د کډوال چارواکي وايي دا کورنۍ په کابل کې خوندي ژوند کولی شي، دوی وايي دوی سره داسې کوم سند نه شته چې ټوله کورنۍ دې له کابله د باندې د کورنۍ د پلار په کلی کې و اوسیږي . خو دا سمه نه ده ، په افغانستان کې تل میرمن د خاوند په کور او کلي کې اوسیږي او کورنۍ د پلار په کور کې وي ،محبوب وايي که چیرې دوی ته رسمي پناه ورکړل شي دی به وتوانیږي چې کار وکړي او بیا به دوی په دې اروپايي هیواد کې پر هیچا بوج نه وي ،دا چې د دوی بیا پناه غوښتنه به ومنل شي کنه تر اوسه څرګنده نه ده ، خو یو شی چې څرګند دی هغه دا دی چې د محبوب کورنۍ تر اوسه په بلجیم کې ډیرې بدې ورځې ګاللي او ښايي نورې یې هم په مخکې وي .پای سلام خان