درويشتمه برخه
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. بسم الله الرحمن الرحيم
سعودي له نېستمو سپين ږيرو، دافغانستان پورغواړي
موږچې کله له هرات څخه را تللو نو په الوتکه کې دځاى د نه شتون له کبله شرکت يو ويشت تنه په بله الوتکه کې کابل ته را ولېږل چې له دې ځايه په بله الوتنه کې جدې ته راشي،دوى ته ويل شوي وو چې تاسې به په کابل کې نه ايسارېږئ له يوې الوتکې به ښکته کېږئ او بلې ته به خېژئ آن له تر مينل څخه به هم نه وځئ خو هلته يې يوه شپه او يوه ورځ ځنډولي وو.
دوى له موږڅخه شپږ ويشت ساعته وروسته مکې معظمې ته راورسېدل، په دوى کې له څلور تنوسپين ږيرو پښتنو بادغيسيانو څخه په جده کې د سعودي حکومت سړي سر دولس سوه رياله اخستې وې، اوورته يې ويلي ووچې شرکت يا حکومت ستاسو خاک پولې يادخدماتو پسې ندي تحويل کړي، سره له دې چې شرکت له دوى پوره پيسې اخستې وې،دابېچاره ګان نالوستي اوناګرځېدلي خلک ووخپل حق يې هم نه شو غوښتلى خوماددوى مظلوميت زغملى ونه شو،دشرکت مسؤول سيدنصير مې اړ کړ چې ددوى دحق پوښتنه وکړي.
خوهغه سباشپه راته وويل ،چې دى په جده کې دسعودي اړوندو چارواکيو ته ورغى او ددوى پيسې يې ترې وغوښتې خو هغوى ورته وويل چې ستاسو حکومت(افغانستان)زموږ پنځه ميليونه ډالره پور وړى دى ،موږ چې څه نه وايو تاسوخويې بيخي مه وايئ او پيسې يې رانکړې،ماورته وويل چې داکوم انصاف اوعدالت دى،چې سعودي حکومت پر افغان حکومت پخپل پور کې دڅلور تنو بېوزلو،سپين ږيرو،بې خولې او بې ژبې پښتنو بادغيسيانو څلور زره او اته سوه رياله ايساروي؟
،پوه شوم چې غلا هرومرو ياپه دوى کې ده او يا دافغان حکومت په چارواکيوکې ،سيدنصير مې بياهم پرېنښود ورته مې وويل چې:داخلک مظلوم دي ځه چې زه اوته د بعثې دفتر ته ورشو زه هلته ډېر دوستان لرم ،دهغوى په واسطه به ددوى حق را ژوندى کړو.
هغه هم په ښکاره را سره ومنله خو په نن او سبا يې تېر وېستم.
په کومه شپه چې نوي يوويشت تنه حاجيان راغلل نو په سبايې سيد نصير زموږ خونې ته راغى ويې ويل يې چې ستاسو خونه درې کسيزه ده نو که خوښه مو وي يو تن ښه درونداو لوستى سړى به درته راولېږم . ساعت به مو ورسره تېر وي،موږ هم ورسره ومنله ، يو تن پوخ سړى يې راووست ويل يې دى ډګروال عبدالسميع دپنجشېر اوسېدونکى دى،سمېع خپل کلى رخه وښود.
حاجيانوبه خپله ځان ته خواړه پخول ،ځينوبه دسحر چاى ناوخته نهه ،نهه نيمي بجې وڅښه ،بيا به يې غرمه نه ،بلکې دشپې به يې خوړله ،ددوى ډوډۍ دوه وخته وه،ددې کار ګټې اقتصاد اودوخت سپما هم وه ،دکاسو چمچو له ډېرو وينځلو هم خلاص وو،عبادت ته هم اوزګارېدل،او غوښتل يې چې خپل نفس هم ذليل کړي،ځکه چې مړه ګېډه خوب راولي،بدن ورسره دروند او نا ارامه وي، ښه عبادت (لمونځ ،طواف،...)نه کېږي.
خو زموږ ډوډۍ پر شرکت وه،موږبه درې وخته اوښه ډوډۍ خوړله، څوځله داسې وشول چې ماسپښين لمانځه ته راغلم نو بياتر ماسخوتن خونې ته لانه ړم چې غرمنۍ به رانه پاتې شوه، نورو ډېرو حاجيانو به همداسې کول.