ليک : مسيح الله ( عصام)
دآيفل ټاور دپيرس پيژنګلوي ده ، هغه د وسپني يوه لويه ډانچه ده کومه چې اليګزندر ګستاوى آيفل په ٣١ دمارچ ١٨٨٩ پاى ته رسولى په پېل کې دغه اوږده اژدها ستن يواځې د شلو کلونو لپاره جوړه شوي وه ، چې عمر يې ١٩٠٩ کې پاى ته رسېده او لامل يې هم دپيرس عام وګړې ؤ
، ددغو خلکوپه مخکې چې کله د وسپني بدشکله ستن ودرول شوه نوهغوى له يې خوند ورنګړ، لدي سربيره دغو خلکو د ايفل ټاور پرخلاف لاريون هم وکړ ،دپيرس اداري ددغو لاريونکيو لامله پريکړه وکړه چې ټارو به دشلو کلونو وروسته لري کوي او يا ماته وي ، چې شل کلونه يې پوره شول نو پردغه وخت کې راډيو ايجادشوه ، د راډيو دشعاع لپاره دغه اوچته ستن په کار راغله ، او ايفل ټاور يواځني ځاى وو چې ټول پيرس ته تري سنګنل ( شعاع ) ورکيدلى شوو دپيرس اداري په ايفل ټآور باندې انټن نصب کړ چې ددې انټن له امله آيفل ټاور ته ژوند ور اوبخلې شو ، اودقدرت کمال ته وګورئ هغه ټاور چې دپيرس وګړې دهغې د وجود څخه ځان خلاصه وه نن د پيرس په نړۍ کې ترټولو لويه پيژندګلوى ده ، چې دغه ښارته د داخليدوهر سړى ترهغې پورې خپل ورتګ نه پاى ته نه رسوي ترڅوچې يې آيفل ټاور نه وي ليدلى ، لس زره ټنه داوسپنى دغه اوچتې ستن اوچت والي ٣٢٤ ميتره دى ، چې د ورځې ورته ترسلو زرو پوري خلک د ليدولپاره ورځې چې دټکټ داخيستلولپاره درى درى ساعتونو پوري خلک په قطارکې په انتظار ولاړوى ، د ميږي په مزل په تلوسره د ايفل ټاور سرته ورخيژې ، چې له سرڅخه يې ټول پيرس ښار ښکاري ، دغه ځاى دپيرس تر ټولو ګران بيه ځاى شميرل کېږي ، اود نړۍ ترټولو ګران بيه بولې والا ځاى هم دى ، که چيرته دومره اوچت ته لاړ شي نوتاسو به د واش روم ( تشناب ) ليدو سره هم حيران شئ يو وړوکې شان واش روم ياتشناب چې پکې د نارينه اوښځو لپاره بيلابېل ځايونه شته ، چې دغو بيت الخلالپاره تر ٣٢٤ ميتره اوچتوالى ته اوبه هم رسيدلى ، چې واړه او غټ بول په لويو نلونو کې د ٣٢٤ ميتره اوچتوالي څخه ښکته راځې چې ددغه ځاى کارکونکيو ددې کار لپاره د ١٠٠ زرو يورو اويادوه زره يورو هرکال خرچه راځې ، ددغه ځاى کارکونکو دواش روم لپاره علحيده کارکونکى ګمارلي چې دغه عمله په ٣٢٤ ميتره اوچتوالى باندې دهرو ١٥ دقيقووروسته دغه ځاى پاکوي .
لنډه داچې که چيرته تاسودپرمختللو هيوادونو رازمالومول غواړى نوترټولو مخکې دهغوى ، د بيت الخلا اود اشپزخانى پاکوالي وګورئ که چيرته دهغوى دغه دواړه ځايونه پاک اوبدبوي واله نه وو نوتاسو پوهه شئ چې دغه پرمختللى هيواد دى اوکه چيرته دغه دواړه ځايونه بوي کونکى ومومې نو داسې خيال وکړئ چې دغه هيواد دنورو پرمختللو هيوادونو څخه روسته پاتى دى .
يوچينايې متل دى که چيرته ته پوهه حاصلول غواړى نود هغې لپاره زرکتابونه ولوله اوزرميله سفروکړه .
دپرمختللو هيوادونوپرهرځاى کې تاته د بيت الخلانظام موجود دى اودغه راز اشپزخانه به يې هم ډيره پاکه او سوتره وى اوپه بيت الخلاکې به ښامخا دلاس وينځلو لپاره صابن وى چې دغه دواړه ځايونه ناپاک او بدبوي واله وي ته پوهه شه چې داپرمختللى هيواد نه دى .
په ښکاره ډول دايوه کوچنۍ مسئله ده ، مګر دغه مسئله دپرمختللو قومونو د ترقۍ معياردى د استنبول نه ترواشنګټن پورې دنړۍ ټولو پرمختللو هيوادونو کې دغه مسئله وګورو نوموږ اوتاسو ته به ټول دعامو وګړو د استعمال بيت الخلا پاکه ، خوشبوي ورکوونکى ، هوالرونکى او رڼاواله په سترګوکېږي اودابه موږ اوتاسوته په هرهغه ځاى کې چې هلته د دوه ياڅلورو کسانو د تللو راتللو امکان وى ترسترګوکېږې .
داروپا په يوهيوادکې هم رستورانت او غټ دوکان نه شې پرانستلې ترڅوچې ته دغه ځاى کې د واش روم (وينځلوځاى اويا بيت الخلا) انتظام ونه کړې
که ته پدغه ځاکې تشناب کاغذ،صابن اوياد اوبولپاره کوم انتظام ونه لرې
نوته کوم ډول اخيتسل اوخرڅول نه شې کولې
زموږ په هيوادونوکې دواش روم ( دپاکوالې لپاره اوبه ) نه بغير جوماتونه شتون لري او رستورانتونه بدبوي او د اشپزخانو څخه بوي له واريه راځې ....
داپريکړه لوستونکوته پرېږدو چې هغوې قضاوت وکړې
چې دا هم د روسته پاتو هيوادونو يوه ځانګړتياده .
ليک : مسيح الله ( عصام)