سلام خان
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال مکریسټیل ویلي دی چی، پر افغانستان د امریکا له برید لس کاله وروسته اوس هم امریکاپه افغانستان کې په بریالي ډول سره د شخړو د پای ته رسولو لپاره معلومات نه لري ،جنرال مکرېسټل د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېسټې ته وویل، تر ټولو لویه ستونزه د
یوه داسې قانوني دولت حکومت جوړول دي، چې عام افغان باور پرې وکړای شي او د طالبانو د نفوذ پرتله مساوي نفوذ ولري ،همداراز نوموړی جنرال ویلي، چې امریکا له خپلو ملکرو سره په افغانستان کې د ده په باور د یوه قانوني حکومت په رامنځ ته کولو او د نورو موخو په تر لاسه کولو کې لا اوس هم په نیمه لار کې پاتې دي او امریکا او متحدین یی په افغانستان کی دخپلو اهدافو نیمایی برخی ته رسیدلی دې ،جنرال مکرېسټل د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېسټې ته وویلی دی، تر ټولو لویه ستونزه د یوه داسې قانوني دولت حکومت جوړول دي، چې عام افغان باور پرې وکړای شي او د طالبانو د نفوذ پرتله مساوي نفوذ ولري ، ده اعتراف کړی دی چی موږ نه پوهېدو څه کفایت کوي، او لاهم نه پوهېږو. زما په ګډون موږ ټول د وضعیت او تاریخ په اړه ناخبره یو، او د اوسني ۵۰ کلن تاریخ په تړاو موږ ډېر لږ پوهېږو
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، حکومت یې او ناټو ځواکونه د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په تېرو لسو کلونو کې افغانانانو ته د امنیت راوستو کې پاتې راغلي ،نوموړي دا څرګندونې بي بي سي ته په یوه مرکه کې کړې، او پاکستان یې د اورپکو په ملاتړ پړ وباله، چې په وینا یې په دغه هېواد کې د اورپکو پټن ځایونه باید له منځه یوړل شي ،کرزي دغه راز ويلي دي، چي د طالبانو سره خبري اتري يې نه دي درولي. ويل کيږي چي طالبان د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر، برهان الدين رباني، په وژنه کي لاس لري ،کرزي ويلي دي، چي د طالبانو سره به اوس يوازي هغه وخت خبري وکړي، چي که دوی يو استازی افغان حکومت او نړيوالي ټولني ته وروپيژني ،کرزي په هغه مرکه کي چي د جمعي په ورځ يې د بي بي سي سره کړې وويل :موږ افغان خلکو ته د امنيت په برابرولو کي ډير پاتي راغلي يو او دا زموږ د دولت او زموږ د بهرنيو ملګرو د ضعف نقطه ده ،دا په داسي حال کي ده، چي د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخي په روان کال کي ملکي تلفات او امنيتي بيښي د 2001 کال څخه را په ديخو تر بل هر وخت لوړ سوي دي ،کرزی چي د 2002 کال راپه دېخوا د افغانستان مشري په غاړه لري وويل، چي هيواد يي بايد د امنيت په برخه کي لا پرمختګ وکړي ،کرزي دغه راز زياته کړې، چي طالبانو ته د ماتي ورکولو لپاره، په پاکستان کي د ياغيانو د اډو له منځه وړل ډير ضروري دي ،دا معلومه خبره ده چي که پاکستان له طالبانو څخه ملاتړ و نه کړي دغه ډله به هيڅ کار هم تر سره نه کړای سي ،د افغانستان او طالبانو په تړاو پاکستان کې عامه نظر دا دی چې طالبان د پاکستان له ملاتړ پرته خپله ګوته هم نه شي پورته کولای
کرزي روښانه نه کړه، چي له طالبانو څخه په پاکستان کي د حکومت کوم اړخ ملاتړ کوي. خو هغه وويل چي د ده حکومت به يوازي هغه وخت د طالبانو سره د سولي خبري وکړي، چي داسي څوک پيدا سي چي په واضيح توګه ځان د طالبانو استازي وپيژني ،موږ نه دي ويلي چي د طالبانو سره به د سولي خبري و نه کړو. موږ ويلي دي، چي نه پوهيږو، چي د چا سره خبري وکړو. موږ د خبرو لپاره کوم آدرس په لاس کي نه لرو. هغه ګړی چي موږ د طالبانو کوم آدرس لاس ته رواړو د هغوی سره به خبري تر سره کړو ،
په افغانستان کي پر ډيرو لاسته راوړنو اوس هم جگړه روانه ده. د دولت مخالفین د هري ورځي په تیریدو سره لا پیاوړي کيږي، او د هري ورځي په تيريدو سره په جگړه کي د ملکي وگړو د قربانيو شمېر ډيريږي
،د افغانستان جګړې نړیوالي ټولني او په خاصه توګه متحده ایالاتو ته ډیر لوړ مالي تاوان اړولی. خو دا ددې جګړې یوازینی اړخ نه دی. د افغانستان جکړي نړیوالي ټولني او د افغانستان خلکو ته ډير لوړ ځاني تاوان هم رسولی دی ،که څه هم د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې احصایې د ډیرو سازمانونو له خوا تر سره کیږي، خو د دغو احصایو لخوا په وړاندې سویو ارقامو کې بیا ډیر وخت توپیر وي. د روانې جګړي د ملکي تلفاتو په اړه خو آن تر ۲۰۰۷ کاله دقیق معلومات نه سته. په افغانستان کې ملکې تلفات د ډیرو ادارو لخوا د دغې نیټې څخه را په دیخوا ثبت سوي دي
د ۲۰۰۱ کال د اوکتوبر د میاشتي د اوومې نيټی څخه د ۲۰۱۱ کال د اګست د میاشتي تر پایه پوري په افغانستان کې ۱۶۷۸ امریکایې سرتیری وژل سوي دي. په ۲۰۰۱ کال کې یوازی ۱۱ امریکایې سرتیرو په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه وکړي وو،خو دغه شمیره بیا په ۲۰۱۰ کال کې ۴۹۹ تنو ته لوړه سوي وه، چي څه نا څه ۴۵ واري ډیر والې ښیې، او ۱۳۰۱۱ امریکایې سرتیري ټپیان سوي هم ول،پر متحده ایالاتو سربیره بیا نورو هیوادونو هم په افغانستان کې خپل ۹۱۷ سرتیري له لاسه ورکړي دي. د دغو هیوادونو په ډله کې د برتانيې ۳۷۷ سرتیري، کاناډا ۱۵۸ او فرانسه دا ۶۹ سرتيري وژل شوي دي ،د افغانستان په دې جگړې چي اوس هم روانه ده په تيرو لسو کلونو کي د افغان امنیتی ځواکونو او ملکیانو د تلفاتو په اړه د ۲۰۰۷ کال څخه را په دیخوا ارقام په لاس کې سته. تر دغي مودي مخکي شمېرې په ډیرو مواردو کې د اټکلونو پر بنسټ ولاړ دي ،د ۲۰۰۷ کال څخه د ۲۰۱۱ کال د اګست د میاشتي تر پای پوري د افغان ملي اردو ۱۷۳۴ سرتیري او ۳۴۷۶ ملي او محلي پولیس په جګړه او بیلابیلو پیښو کې وژل سوي، او ۱۴۲۶۸ افغان امنيتي ځواکونه ټپیان سوي هم دي ،د افغانستان د جګړې یو له ډیر جنجالي او خواشیني کونکو حقیقتونو څخه ملکي تلفات دي.په افغانستان کي ملکي تلفات د جګړې د ټولو اړخونو لخوا رامنځ ته کیږي. د ۲۰۰۷ کال څخه د ۲۰۱۱ کال د جون د میاشتي تر پايه پوري په بېلابېلو پیښو کي ۱۰۲۹۲ ملکي افغانان وژل سوي دي ،دا په داسي حال کي ده، چي رواني جکړي یوازي په ۲۰۱۰ او ۲۰۰۹ مو کلونو کي ۷۹۰۹ ملکيان ټپیان سوي هم دي
دطالبانو د دوران دبهرنیو چارو وزیرمتوکل په کابل کې د یوه مرکې به ترڅ کې وویلی دی چی:د طالبانو په وړاندې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار دا ده چې دوی(طالبانو) ته بیا واک وسپارل شي او بهرنیان وایستل شي ،متوکل همداراز وویل: له کله چې امریکايي پوځیان افغانستان ته راغلي او د طالبانو رژیم یې پرزولی په هیواد کې اداري فساد، ناامني او اخلاقي انحراف زیات شوی خو که طالبان بیا واکمن شي دا ستونزې به تر ډېره حده پای ته ورسېږي
طالبانو هم پر افغانستان د امریکایی یرغل د لسمی کالیزی په مناسبت رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او په هغه کی یې ویلی دي چی دغه یرغل نن وښودله چی امریکا د تروریزم سره د مقابلې په نوم هېوادونه استثمار او اشغالوی
اعلامیه وایی چی امریکایی اشغالګرانو چی ځانونه د نړیوالي سولی علمبرداران بولی ، په تیرو لسو کالو کی ثابته کړه چی اصلأ د انسانیت په وړاندی تر ټولو ظالم او حیله ګر دی ،اعلامیه زیاتوی چی امریکایی اشغال افغان ولس د امنیت څخه محروم او په هره برخه کی سخت ځپلی دی او پر ملت یې فاسدین او اجیران حاکم کړي دي ،اعلامیه په پای کی وایی چی زموږ مقاومت هم په تیرو لسو کالو کی مضبوط او منظم سوی دی او اشغالګران مو اړیستلي چی سخت تلفات وزغمی او له هېواده د وتلو لارې چاری ولټوی او لیری نه ده چی په ناکامۍ سره به ووزی .پای سلام خان