سلام خان
د افغانستان او هندوستان تر منځ دغه تړون په خپل ذات کي لومړنی داسي تړون دی، چي افغانستان يي د خپلو ملګرو هيوادونو سره لاسليک کوي، ترڅو په 2014 کال کي وروسته له هغي چي بهرني ځواکونه ددغه هيواد څخه ووزي، افغانستان لا د خپلو ملګرو ستراتيژيک ملاتړ د ځان سره ولري
،د هندوستان صدراعظم، من موهن سينګ، د سې شنبې په ورځ وويل، چي هيواد يي له افغانستان سره يو ستراتيژيک تړون لاسليک کړی دی، چي له مخي به يې د دواړو هيوادونو اقتصادي او امنيتي اړيکي لا په سي پراخي سي ،د ستراتيژيك تړون له لاسليكولو وروسته له ولسمشر كرزي سره په ګډه خبري غونډه كې منموهانسينګ وويل، چې له افغانستان سره يې همكاري ښكاره ده او زياته كړه، له افغانستان نه نړيوال ځواكونه د وتلو په حال كې دي او هند غواړي، چې په داسې حساسو حالاتو كې له افغانستان سره اوږه په اوږه ودريږي ، په دغه سند کی دګډو ستراتیژیکو همکاریو مادی په لاندی دول دي، :عمومی اصول
۱- دا تړون د دواړو هېوادونو تر منځ،څو بعدیزه اړیکي، د دواړو خواوو تر منځ د متقابل تفاهم او د اوږد مهاله اعتماد پر بنسټ،هم په دوه اړخیزو او هم په نړیوالو برخو کې لا لوړو کچو ته وده ورکوي؛۲- د دواړو خوا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون ،د حاکمیت،برابرۍ،د هېوادونو ځمکني بشپړتیا،خپلواکۍ، د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې، دیو بل د ګټو دمتقابل درناوۍ د اصولو پر بنسټ ولاړ دی.۳-د دواړو خواوو د ستراتيژیکو همکاریو تړون، دبل هيڅ هېواد او د کومې بلې ډلې هېوادونو پر ضد نه دی.
سياسي او امنيتي همکارۍ
۱-دواړه خواوې، د سیاسي همکاري د اړیکو د دود له مخې،په دې برخه کې ،د سیاسي او بهرنیو مشورو لپاره، د يوه منظم ،دوه اړخیزه سياسي ميکانيېزم پر جوړول موافقه کوي.سياسي مشورې به هر کال یو وار د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په لارښوونه تر سره کيږي.او خبرې اترې به هم هر کال لږ ترلږه يو کال د هېوادونو د مشرانو په کچه وي.
۲-دواړه خواوی موافقه کوي، چي ، په ملګروملتونو، په نورو نړيوالو ، سيمه ييزو او څو اړخيزو ټولنو کې دې ، له یو بل سره مشوره او همکاري کوي. دغه همکارۍ به په دغو ټولنو کې د غوره پریکړو او د دواړو هېوادونو دګټو په پام کې وي؛ په ملګرو ملتو او نورو څو اړخیزو ټولنو کې به مرسته په دغو برخو کې وي: الف) د نړیوالو او سیمه ایزو اساسي او بنستيزو مسایلو د وړاندې کولو لپاره ګډ نوښتونه. ب) د ملګروملتو په ټولنه کي له اصلاحاتو ،دهغې شورای د پراخيدو او په هغې شورای کې دهند جمهوریت د دایمي، غړيتوب د ترلاسه کولو ملاتړ.
۳ - دواړو خواوې، موافقه کوي چي، د ملي امنيت په اړه به ستراتيژيکي خبرې اترې پيلوي .ددغو خبرو مشري به د دواړو هېوادونو د ملي امنيت ادارې کوي. دغه خبرې به د سیمه ایيز امنیت او سولې لپاره د منظمو مشورو او ګډو هلوځلو د اهدافو لپاره وي.
۴ – امنیتي همکاري به ، د دواړو خواوو له خوا د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ،له وړاندي پلان شويو جرايمو ، د غيرقانوني مخدره توکو د قاچاق ،د تورو پيسو سپينول او داسي نورو جرايمو په برخه کي د متقابلو همکاريو له مخې کيږي. ۵ – دهند لوری،د متقابل تفاهم له مخې ژمن دی چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او دهغو د ظرفيت په لوړوالي کي به له افغان لوري سره همکاري وکړي.
اقتصادي او سوداګریزی همکارۍ
١- دواړه خواوې، د سوداګریزو، اقتصادي ،علمي او ټکنالوژي برخو دپیاوړتيا په برخه کې همکاریو ته هوډمن دي، دغه راز د سوداګریزو، اقتصادي اړیکو ودې ته په پام سره ،د سوداګریزو او صنعتي چارو د نورو استازو سره د مرستې کولو هوډ لري.
۲ – دواړه خواوې،د افغانستان د ښې او غوره ودې او د دواړوو هېوادونو،یو بل ته د خپلمنځي پورتننیو اقتصادي اړتياوو ،له مخې تعهد کوي ،چې ددغه شان برخو:کرنې،د کلیو پراختيا،د کانونو د ایستلو، صنعت، انرژۍ،معلوماتي تکنالوژۍ،مخابراتو ترانسپورت ،دهوايي ملکي ترانسپورت په ګډون، او نورو برخو په وده کي چې دواړو خواوې پرې موافقه لري،اقدام وکړي.
۳ - دواړه خواوې موافقه کوي، چې د سوداګرۍ د پراختيا او پانګې اچوني په برخه کي د مناسبې فضا د برابرولو لپاره ګټور ګامونه پورته کوي،دا ګامونه کولای شي دغه ټکي ولري : الف) له پانګي اچوني سره د ملاتړ زیاتوالی. ب) په ګمرکي او هغه پورې نورو اړوندو برخو کې داسانتياو برابرول ، د غیر تعرفي خنډونو د منځه وړلو لپاره د هڅو زیاتول او د تعرفوي خنډونو کرار کرار کمول؛ ج) د سوداګریزو اړیکو د لا ښې هڅونې لپاره د هوايي وړلو راوړلو د رامنځ ته کولو په برخه کې همکاري. د) په بانکوالۍ او مالي برخو کې مرسته، او د بیمې او پورونو په اخیستوکې د اسانتیاوو برابرول. ه) په نړيوالو سوداګریز ، اقتصادي ا و مالي سازمانونو کې د همکارۍ او همغږۍ زیاتوالي.
۴- دواړه خواوې ، به دیو اوږد مهاله لرلید له مخې، د دوه اړخيزو هميشنيو تجارتي اقتصادي اړیکو پراختيا او ودې ته درسیدو لپاره داسې اغیزمن او ګټور میکانیزمونه جوړوي چې د افغاني او هندي ټولنو ترمنځ اړيکي تامین شي. ځانګړو کړو وړو کې به دغه ټکي شامل وي: الف) د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې او فرهنګي همکاريو لپاره،د سیمه ايیزو او ولایتي اړیکو هڅونه؛ ب) په دواړوو هېوادونو کې اړوندو ټولنو ته ،له درېیمو هېوادونو سره د سیمه ایيزې سوداګرۍ دګډو امکاناتو دتنظيم د همکارۍ د صلاحیت ورکول ؛ ج) د کیفیت دتضمین،د ستندر جوړولو او نوى تکنالوژۍ له موسساتو سره د همکارۍ له لارې ، په نړیوالو بازارونو کي د رقابت په موخه د دواړو هېوادونو د سوداګريزو مالونو د کيفيت لوړول ؛ د) د دواړو هيوادونو د سوداګريزو او صنایعو د خونو ترمنځ لا ټینګه همکاري.
۵ – دواړه خواوې، ددې خبرې په پام سره چې ،سيمه اييز اقتصاد د هر هېواد د ارامۍ او ابادۍ يو ژوند بښونکي اصل دی،موافقه کوي،چې هم په دوه اړخيزه او هم د سیمه ایيزو ټولنو له لارې ،د سیمه ایزو اقتصادي همکاريو د ودې،په چاروکي له یو بل سره مرستې وکړي. اقتصادي ،سیمه ایيزې همکارۍ باید: الف) افغانستان ته باید، د تجارت ، ترانسپورت ،د انرژۍ د لېږدولو دداسې يو نوی راپیداکیدونکي مرکز په توګه پام وشي، چې منځني او سهيلي اسيا سره نښلوي او له دغه هيواد ته د يوه آزاد او هر اړخیزه ترانسپورت او ترانزیتي کړیو د درلودلو لاره آواروي. ب) پر سيمه اييزو بنسټيزو پروژو باید تمرکز وکړي. ج) د سهیلۍ اسیا او نړیوال اقتصاد ته د افغانستان داقتصاد ورګډول او خپلمنځي متقابلو ګټو ته په پام د آزادو بازارونو دپرانستلو له لارې ، د افغانستان او هند تولیدي مالونو ته آسانتیاوې برابرې کړي.
سیمه ایيزې همکاري،
د سارک د سازمان له لارې ،چې دواړه هېوادونه دهغه غړيتوب لري،لا پياوړې کړي. روزنه او ظرفیت جوړونه ۱- د هند هېواد، د افغانستان د اوږد مهالې او هميشني ودې د تامین،او دهند د اوسنیو له پیرزوینو ډکو مرستو له مخې ځان هوډمن ګڼي، چې د افغانستان د ودې او ظرفیت جوړونې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. الف) دغه مرستې به له نورو برخو سربیره چې د افغانستان د لومړيتوبونو ښکارندوي کوي، دکرنې،کانونو او روغتیا په برخه کې متمرکزې وي؛ او ب) د هند هېواد،دغه راز ځان دهغو پراختيايي کوچنیو پروژو ،په وده کې هوډمن بولي چې په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې پرتې دي.
۲- دواړه خواوو موافقه وکړه چې د خپلو حکومتونو تر منځ خپلې بنستيزې اړیکي ،د وزارتونو او نورو ارګانونو د هڅونې له لارې پیل کړي.دهند پلو به ،د خپل بنستيز،اداري،سیاسي او اقتصادي سیستم تجربې ،دیوې داسې مرجع په توګه چې افغانستان کولای شي هغه مطالعه او له هغو نه د خپلو اړتياوو او واقعیتونو لپاره ګټه واخلي،دوی ته ورکړي.
۳- د هندي خوا به،د افغانستان لپاره د خپلو کلنیو تحصیلي بورسونو د تګلارې له مخې ،چې په خورا بریالیتوب سره پرمخ تللې او په افغانستان کې د لوړو زده کړو د ستراتيژۍ له مخې پراخ ملاتړ لري،په هند کې د ښوونې پراختيا او روزنې ته د اى، سى، ار او اى ، ټي ،اى، سي ،دبورسونو او د څو اړخيزه تامین شويو پروګرامونو له لارې دوام ورکړي : الف) د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره، هندوستان د هغه هېواد په لوړو تحصیلي موسسو کې ، دتحصیلي پروګرامونو د لا ودې او پراختيا لپاره ،د طب،انجنیرۍ او ادارې په څانګو کې ممکنې لارې ولټوي؛ ب) دواړه خواوې به، په ښوونحيو او پوهنتونونو کې د محصلانو د مبادلې پروګرام هڅوې او اسانوي
۴- د هند هېواد به د افغانستان په حکومت کې، د ظرفیت جوړونې د ملاتړ په لړ کې د ملاتړ کې، لارې چارې لټوي او روزنیز تخنیکي تګلارې به برابروي ، او د افغانستان دحکومت په بېلابېلو برخو او له هغې ډلې نه به په اجرائیوې،قضایې او مقننې قواوو ،کې ظرفیت جوړونې ته دوام ورکړي.
۵- هند د افغانستان د اړتیاوو د پوره کیدو لپاره، په ملي او بهرني کچه،د حکومت او ادارۍ په برخه کې ،خپلې تجربې د ملي،ولایتي، ولسوالیو،محلي ادارو او دغه راز د د ملکي خدمتونو ،د دایمي او مسلکي سیستم د رامنځ ته کولو لپاره چې د افغانستان له شرایطو سره برابره وي،وړاندې کوي.
ټولنيزې، فرهنګي ، مدني برخې او له خلکو سره د خلکو اړیکي
۱- د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اوسنیو اړیکو د لا پراختيا د هلو ځلو په دوام، دواړه خواوې په پام کي لري چي، د پارلمانونو ، مطبوعاتو ،ښځو ، ځوانانو ، ورزشي برخو ، علمي ، فرهنګي، پوهانو او د مذهبي مخورو ترمنځ اړیکي لاپسې پیاوړې کړي.
۲- د افغانستان - هندوستان د ټولنې، له لارې ، هنرونو ، ادبياتو ، شعر او شاعري او داسي نورو فرهنګي برخو ته په پام سره به دټولنیزو او فرهنګي اړیکو د لا پراختيا لارې چارې ولټول شي او د يوبل له فرهنګي لاسته راوړنو او ميراثو سره به لاډيره پيژندګلوي پيداکړي.
۳- دواړه خواوي به د آزادو او خپلواکو مطبوعاتو په چوکاټ کې د دواړو هيوادونو د رسنیزو ټولنو ترمنځ د تبادلی زیاتوالی وهڅوي او پراختيا به ورکړي.
۴- دواړه خواوي به، د ښځو د پرمختګ ، او د هغو ددريځ،دهغو د تعليم او حقوقو او دغه راز په خپلو ټولنو کې د خوارو او کمزورو طبقو د ژوند د کچې د لوړولو په موخه کار وکړي.
۵- دواړه خواوې به، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د قانوني تګ راتګ د لا هڅونې لپاره موافقه کوي چې د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره به د تګ راتګ قواعد او مقررات اسانوي، دواړه خواوې تکل لري چې: الف) دسيلانيانو د تګ راتګ او د دواړو هېوادونو د سيلانيانو د ټولنو ترمنځ همکاريوته وده ورکړی؛او ب) د دواړه هيوادونو د ښارونو ، ولايتونو او ایالاتو ترمنځ به د ملګرتوب د تړونونه لاسیکولو هڅه وشي.
۶- دواړه خواوې به ،هڅه وکړي ، دهغو کسانو لپاره چې دیو بل په هيواد کې له قضايی او حقوقي ستونزو سره مخامخ شوي دي، د متقابلو حقوقي همکاريو د موافقو له مخې په مدني او جزايی موضوعاتو کې مرسته وکړي.
۷- دمدنی ټولنو تر منځ اړیکو ته وده ورکول، په ځانګړي توگه د پوهانو د نظرونو د تبادلې دزمینی دبرابرولو لپاره، دواړه خواوې تکل لري چې د افغانستان-هندوستان ګردی میز چې په بېلابېلو برخو کی منل شوي استازي به پکې گدون ولري، جوړ کړي.
۸- دواړه خواوې موافقه کوي چی د ورزش په برخه کې به همکارۍ او تګ راتګ ته ودوه ورکړي.
۹ - دواړه خواوې موافقه کوي چی د ارزښتونو او د دموکراسي دټولنو په برخه کې یو بل له تجربو نه چې د همکارۍ، د واک د ویش او تفویض ، او د قدرت لیږد ولو،د مرکز او ولایاتو /ايالاتونو ترمنځ داړیکو ، او د ټول ټاکنو دسیستمونو اصلاحات او نور په کې وي، زده کړی وکړی. او دا تجربې له یو بل سره شریکې شي.
۱۰- دواړه خواوې موافقه کوي چی، د دواړه هیوادونو د پارلمانونو تر منځ د نظرونو د ګډوالی زمینه د پارلماني هیئتونو د تگ راتگ له لارې رامنځته او په دواړو هیوادونو کی د ی دپارلمانی ملګرتیا ډلې جوړې شي.
د تړون د سرته رسولو څرنګوالی
۱- د استراتیژیکي همکارۍ دغه تړون ،دهمکارۍ د يوې شورا په چوکاټ کی چې، مشري به ئې د دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران کوي،تر سره کیږي. دغه شورای به په کال کی یو ځل غوڼده کوي.
۲- دغه شورای به د بېلابېلو ، ګډو کاري ډلو لکه سیاسي او امنیتي مشورو، سوداگریز او اقتصادی همکارۍ، د ظرفیتونو د لوړتیا او تعلیم، ټولنیز، فرهنګي او د مدنی ټولنو نه جوړوي چې له اړونده وزارتونو او اداراتو نه به په هغه کې لوړ پوړي چارواکي ګډون ولري.
۳- د شوراي له رامنځ ته کیدو سره سم، د دواړو خواوو د خبرو اترو موجوده میکانیزمونه به هغې ته ورګډیږي. پایله د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت، د افغانستان دشاهي حکومت او دهند دهغه وخت د حکومت د ۱۳۲۸ لمریز کال د جدي د ۱۴ نېټې (چې د ۱۹۵۰ عیسوي کال د جنوري له ۴ سره برابره ده) د تړون پر یوه اساسي او تلپاتې ټکی چې وايي: “د دواړو حکومتونه ترمنځ تلپاتې سوله چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د زړه له کومې اړیکو د ساتلو او ودې لپاره به هڅه او هاند وکړي ،باید تحقق پیدا کړي” د بیا ټینګار له لارې، په دې همکارۍ کې پر مخ ځي. دغه تړون ،د ۱۳۹۰ لمریزکال ، د میزان پر ۱۳ نېټه ،چې د ۲۰۱۱ عیسوي کال د اکتوبر له 4 نیټه سره برابره ده، په نوی ډهلی کې په دوو اصلی نقلونو کې( په هندي،، پښتو او انگلیسي ژبو) لاسلیک شو. د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس د هند جمهوریت صدراعظم په لاسلیک. پای سلام خان