زمونږ دهيواد د لانجه او که د طوطيانونرخ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد

درې زره دوه زره.........
يو سړي په بازار کی ولاړ ؤ او طوطيان يی خرڅول او نارې يي وهلې چی: په زر، دوه زره ، درۍ زره، زر، دوه زره ، دری رزه ...... د طوطيانو يو شوقي ورته ودريد او د معمول سره سم يي تری وپوښتل چی ملګرې دغه طوطيان دي څه نرخ دی؟

خرڅونکی هم هغه خپله جمله بيا تکرار کړه (( زر، دوه رزه، دری زره)). اخيستونکی تری پوښتنه وکړه، طوطيان خو ماته يو ډول ښکاری، نوقيمتونه يی ولې توپيرلری، که لږ می وپوهوی؟ خرڅونکی خپل طوطيان داسی ورو پيژندل :
لومړۍ طوطی چی قيمت يی زر افغانۍ دی هم په خپله خبری کولای شی او هم د بل په خبره نه پوهيږی. 
دوهم طوطی چی ارزښت يی دوه زره افغانۍ دی خبری نه شی کولای ولی د بل چا په خبره پوهيږ ي.. 
دا دريم ښاغلی دری زره يی اخيری قيمت دی نه خپله خبری کولای شی او نه د بل چا په خبره پوهيږی . 
اخيستونکی و ر نه وپوښتل چی کمال يی په څه کی دی؟ 
پلورنکی وويل چی دا ښکلی په دی نورو باندی ريس ټاکل شوی دی !
په درناوي