داندولس ناوے (قرطبه )

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک : مسيح الله (عصام )

هسې خود خليفه عبدالله په وخت کې د هسپانيه ټول ښارونه د ترقۍ ، ښائيست په اعتبار يودبل څخه لوي ؤ د شبيليه او المرييا کې نفوس پنځه پنځه لکه ؤ د غرطانيه څلورنيم لکه دملاغه دري لکه اود طليطه دوه لکه ابادى وه .

مګردقرطبه ښارته يوهم نه رسيده ، دهغې وخت عامو وګړو به دقرطبې صفيتونه کول او ويل به يې چې قرطبه د اندولس ناوي ده چې يوه لويه د ښائيست جوړه يې اغوستلي ده د وادى الکبير په يوه کناره کې ولاړه ده چې ښائيست به يې د انسان په نظرکې يخوالي پيداکوه چې په ګاڼوبه يې نظرنه ودريده لدي سربيره يوښائيست يې دعلم دلوي والي نشان هم ؤ .

قرطبه ښار ٢٤ ميله اوږد او ٦ ميله پلن دى ، اوپه شنو شينکيو کې راحصاردى چې پکې ٦ دروازى جوړي شويدي په ياد ښآرکې يولکو ٣ زره کورونه ، اتيا زره دوکانونه او٧ سوه جوماتونه ؤ چې د خليفه او دهغهد درباريانو کورونه لدي سربيره ؤ دقرطبي عام کورونه د باندي څخه ښائيسته په نظرنه راتله ليکن دننه ځاي په ځاي کورونو کې شنو چمنونو او په سنګ مرمر د اوبو ويشونکوفواري اود حوضونو ډيروالي ؤ چې په عامو کوڅوکې يې ډبرو فرشونه ؤ د ناولو اوبولپاره ځاي پرځاي خپل سيستم شتون لره د وادى الکبير په غاړه باغونه او باغونه په سترګو ليدل کيدل چې په باغونو کې د سنګ مرمرو کورونه ډيرښائيسته مالوميدل په ګرده هسپانيه کې دنلونو په واسطه اوبه ورسيدلې وى لدي سربيره خليفه عبدالرحمان غر شلوي ؤ او د يو لوي نل په واسطه يې قرطبي ته داوبو د ويشت سيستم ورکړي ؤ ، چې له امله يې هره خوا کې شنکې او شنکيو دغه سيمه پوخل شويوه ،په هره څلورلاري کې يې فواري جوړي کړي وي چې اوبه به پکې اوچتيدلې او بيره ته په خکلي شکل راغورځيدي اوپه ځينوځايونوکې به داوبوڅادر پر دومره زور سره ښکته راتلي چې ولاړو خلکو به د يوبل خبري نه اوريدى اوځينو ځايونو د سنګ مرمر ښائيسته حوضونو چې په هغې کې به د اوبو څاڅکى څاڅکې کيدو وروسته راغورځيدلي د رڼا پکې داسې يوسيستم شتون لره چې ترلسو ميلو پوري چراغونه په قطار سره ولاړ ؤ چې له امله به يې په شپه د ورځ ګومان کيده ، ځاي پرځاي پيره داران د ډال اوتوري سره اود سرڅخه ترخپو پوري په اوسپنو کې پټ ترسترګو کيدل چې د امنيتۍ او غلا چا سوچ هم نه شوکولاى ، هره ورځ په قافلي د بيلابيلو هيوادونو څخه د تجارت لپاره راتلي ، په هټيوکې سره  زر ،  سپين زراو جواهرو څلي پراته ؤ چې هيچاورته د غلا نه نظرکتلي نه شو.

په دغه ځاي کې دهرهيواد خلکو په خپلو خاصو جامو په اخيستلو او خرڅولو په سترګوکيدل دقرطبه ښارنه شاوخوا ٢١ کلي پراته ؤ چې په شنو ونو پوخل شوي ؤ په ځنګونوکې دميلونو پوري اوږدوالي درلوده د  نورو ونوسربيره  د  نارنج د ونو زياتوالي ترسترګوکې ده د سهارپرمهال به د قرطبي سيمه ټوله د يوه زړه راښکونکى بوي خور ؤ دښارترڅنګ د لسو قلعو ( بنګلو) په يوځايه کولو سره يوه ودانۍ جوړه شوي وه چې به پکې  د وخت بادشاه د ژوند سربيره بيلابيلې کړني ترسره کولې ددغه ودانۍ چت د سنګ مرو مرو په ستنو ولاړ دى چې په ديوالانويې داسې دګلونو انځورونه جوړشويدې او دومره نازک دي چې انسان ورته حيرانيږې او د قرطبي په ودانيوکې يويې هم جامع جومات دى چې د مسلمانانو د وخت يوه حيرانونکى نمونه ده ياد جومات د عبدالرحمان اول په وخت کې پيل شوې چې له هغې وروسته بادشاهانو پکې هم خپله ونډه اخيستې ده ځينويې پکې په ديوالانو بآندې د سروکاڼي لګولي او ځينونوي مينارونه او چاپکې محرابونه جوړکړي قرطبه جومات په ١٢٩٣ دسنګ مرمرو په ستنو ودرول شويدى چې منبريې د فيل د غاښونو او ارزښناکه لرګيوڅخه جوړشويدى چې چت يې د فرش څخه لس ګزه اوچت دى چې جنوبي خواته يې نولس دروازى دى چې پکې د زيړو پتري نښلول شويدې . چې ختيځ او لويديځ خواوته يې نهه دروازي وى ، په جومات کې د رڼالپاره په منظم ډول کارشوي ؤ په سلګونو د پيټلو چراغونوکې چې پکې خوشبوورکونکى تيل سوځيدل د جومات کې دوه د شمعولپاره چيراغدانونه ؤ چې وزن يې د ٢٥ سيرو پوري ؤ چې به پکې بوي ورکونکى موم او د کافورو واله چراغونه د رڼا د ورکولو لپاره لږيدل دري سوه خادمانو به د په انګيټوکې عود او عنبرسوځول اود رڼا لپاره به يې خدمت کاوه خليفه عبدالرحمان دريم غوښتل چې دخپلي بادشاهۍ په وخت د قرطبي څخه د دديرشو ميلو په واټن کې د سيامورينا د غرونو په لمن کې يومحل ( بنګله ) جوړکړې وو .

او نوم ورته دخپلي ميرمني ورکړي الزهريه يا قصرزهرا ورته نوم کيږدي ددې محل په شاخواوکې ډير په زړه پورى ودانۍ هم جوړي شوي وى چې په قلاره قلاره ددغه ځايه  ديو ورکوټي ښارګوټي بڼه خپله کړيوه چې د قرطبي ښار يوه برخه وه ، ياد محل په ٢٥ کلونوکې جوړشوي ؤ خليفه هرکال دخپل هيواد د امدن دريمه برخه پدغه ودانۍ لږولي وه هره ورځ به لس زرو مزدورانو پکې کارکاوه خو بياهم ددغې ودانۍ کارپوره نشو اودغه ودانۍد عبدالرحمان دريم ځوي په وخت کې د ١٥ کلونو په محنت سره پاي ته ورسيده .

 

 

ليک : مسيح الله (عصام )