دا دوهم وار دی چه د پاکستان ظالمو او نامردو قصابانو زموږ د وران او جگړه څپلی هیواد پر ضد ظالمانه جګړه شروع کړیده او غټه بدبختی داده چه د جهاد ټیکه داران او په اصطلاح د نړی د نجات فرشتی په ډیر خواږه او درانه خوب ویده دی او حتی ددی توان ، طاقت او وس هم نلری چه د ظالمو پنجابیانو پر ضد د نجات غږ پورته کړی.
هغه پداسی حال کی چه ټوله نړی یعنی د دموکراسی ټول ټیکه داران هم په همدی وران ، ویجاړ او جګړه ځپلی هیواد کی د نجات او د تروریزم سره د جګړی په نام را ټول شویدی .
ډیره دلچسپه موضوع خو لا داده چه دا د لوی خدای فضل او کرم دی چه هم د جهاد ټیکه داران او هم د دموکراسی ټیکه داران پدی غم څپلی هیواد کی د تروریزم سره د جګړی او د افغانستان د نجات لپاره سره را ټول شوی دیِ؛ د وطن د مظلوم ولس به څه حال وای که پدی جګړه څپلی هیواد کی نه د جهاد ټیکه داران وای او نه هم د نجات او دموکراسی ټیکه داران؟!
زموږ د ګران افغانستان ژوندی تاریخ ددی شاهد دی چه هغه :
درین مورد محترم سیستانی در صفحه 161 کتاب پر محتوای کودتای ثور و پیامدهای ان مینگارند که:
با خروج قوای شوروی از کشور دولت نجیب الله می بایستی از حاکمیت رژیم انقلابی مستقلانه دفاع نماید. بنابرین دولت به تحکیم شهر ها پرداخت و کمربندهای دفاعی مستحکمی در اطراف شهرها ایجاد کرد. .... 20 روز پس از خـــــــــــــــــروج قشون سرخ شوروی ، دقیقاً بتاریخ 7 ماچ شهر جلال آباد مورد هجوم شدید مجاهــــــــــــــد ین مسلح قرار گرفت(18) و بنا بر راپور خاص وزارت امنیت دولتی بر روایت جلال بایانی 52 هزارمجاهد مسلح که از طرف فرقه های 11 و 18 نظامی پاکستان حمایت و اکمال میگردید بشمول عدهء اعراب سودانی-الجزایری و مصری و ملیشای پاکستانی واقع شد....جنگ بیش از دو ماه درین شهر دوام یافت. اما شدت جنگ بعد از یکماه کاهش یافت و در ماه دوم نیروهای دولتی بر مجاهدین غلبه حاصل کردند و مجاهدین مجبور به عقب نشینی تا مواضع قبل از جنگ شدند.
عدم موفقیت مجاهدین درفتح جلال آباد ،نیرومندی دولت و اردوی افغانستان را در میان مردم برجستــــــــــــــــــــــــــه ساخت.و حل نظامی را نفی کرد."
لیکن هغه متل دی چه وایی څاه کندونکی بلاخره په څاه کی لویږی؛ همدی جهادی ټیکه دارانو چه کله د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د کمونیزم له ټیکه دارانوسره د ملل متحد د سولی د پلان پر ضد له حیرتان څخه ناولی کودتا شروع کړه او کله چه کابل ته راورسیده دی ستمی کودتا ته یی د اسلامی انقلاب لقب ورکړ او د هغه نتیجه دا وه چه دشمن ماتوونکی اردویی د غنیمت پشان د تنظیمو تر منځ داسی تقسیم کړه لکه هغه چه د جنرال حسین خان او یا هم د ډګروال دوست محمد خان شخصی ملکیت وی او هغه چا چه د سولی د انسانی پلان ، د ملی اردو ، ملی حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا په ورانی کی تر نورو ټولو ډیره ونډه واخسته هغه ته یی له ناولی مرګه وروسته د ملی خاین په ځای د ملی قهرمان او هغه بل ته یی د سولی سره د خیانت په عوض د سولی د شهید لقبونه ورکړل، دی ته وایی د شهیدانو او جهادیانو د ارمانونو انقلاب؟!
لیکن اوس چه نه وطن سرو کمونیستانو اشغال کړیدی ، نه سرو خلقیانو او نه هم تورو پرچمیانو او هرڅه خاص جهادی دی یعنی هم رییس جمهور ، هم اول معاون هم اخیری معاون او هم اخیری جنرال او ټول اردو او پولیس او هم امنیت ، خو د څو پای لوڅو طالبانو او څو زرو تور لینګیو پنجابی استادانو په مقابل کی د هغه وطن د ساتنی توان او طاقت ورسره نسته چه ټوله غربی نړی ( ۵۰) هیوادونه هم د تروریزم سره د جګړی سره د مقابلی لپاره او د افغانستان د نجات لپاره راغلی دی ؛او تر ټولو خو لا دا دلچسپه ده چه د جهانی تروریزم مرکز یعنی مبارک پاکستان هم د تروریزم سره په جګړه کی ملګری هیواد دی او تر افغانستان د پاکستان د ډالرو برخه ډیره زیاته ده ، خو د وینو برخه ټوله د افغانانو ده.
ډیره دلچسپه خبره د ناټو د ډارنو ده چه هغوی دعوا کوله چه دوی د افغانستان د آزادی او نجات لپاره راغلی دی ، خو په عمل کی ثابته شوه چه دوی خپل خاص اهداف لرل او لری یی داځکه چه:
دوی به ویل چه موږ د القاعده او طالب د له منځه وړلو لپاره راغلی یو او د جهان لپاره نظم او امنیت راولو ، مګر اوس د تیښتی د لیاری د پیدا کولو په چرت کی دی.
که د ناټو ډارن رشتیا پخپله وعده ولاړ وی نو نن خو د نړی حیوانات هم پدی خبر دی چه د القاعده او طالب جان او نړی د ټولو تروریستانو د پټیدو ،تعلیم او وسلوال کولو جهانی مرکز پاکستان دی اوهمدا طالب او القاعده د پاکستان له سرحده چه تر کابل پوری رارسیږی نو داټول د نجات قوتونه څنګه پدی نه پوهیږی چه تروریستان له اسلام آباد نه حرکت کوی او سالم او سلامت تر کابل جانه رارسیږی،پداسی حال کی چه د دوی زیاتی الوتکی کشفی دی او د نیم متر په انداز هم د جنس تشخیص کولای شی چه دا به څشی وی، نو بسته اکمالاتی کاروانونه چه سالم تر هری نقطی پوری رسیږی او ناټو نه پوهیږی دانو بیا جلا سوال دی؟
لیکن د پاکستان د مستقیم تعرض څخه خو ټوله نړی خبره ده او کشفی طیارو ته هم حاجت نسته نو بیا دوی څنګه د پنجاب د تعرض سره مقابله نه کوی؟ ځکه چه د افغانستان اوسنی اداره یوه ګوډاګی اداره ده او د ملی حاکمیت خاونده نده نو ناټو ددی مکلفیت لری چه د هغه هیواد د حاکمیت ساتنه وکړی چه دوی اشغال کړیدی.
که چیری جهادی رهبران واقعاء جهاد، وطن او د ناموس د ساتلو او د لاسه وتلی خاوری د تر لاسه کولونیت او اراده لری نو همدا موکه باید له لاسه ور نکړی ځکه له یوی خوا ټولی نړی ته د پاکستان تیری د لمر په شان روښانه ده او له بلی خوا ناټو هم اوس له پاکستان سره تر پزی رسیدلی ده او یوه بهانه ورته غواړی نو لازمه وه چه د کابل غیرتی جهادیانو د ملل متحد د امنیت شورا ته د پاکستان له خاوری د تعرض سره د بالمثل مقابلی غوشتنه کړی وای ځکه د کابل رژیم یو تحت الحمایه رژیم دی او د جهاد له برکته د ځان د ساتنی توان ، طاقت او برکت یی په پاکستان کی ورڅخه پاته شوی دی او دوی دلته یوازی د چور او چپاول دپاره راغلی دی ، نه د وطن د ناموس د ساتنی لپاره، نو باید هغه چا چه دا خاوره اشغال ده هغه اشغالګر هرومرو باید دا خاوره وساتی اویا هم له جهادی غلو سره ووزی .
پای
شاه محمود مستمند
۲- ۱۰- ۲۰۱۱