نظارشوراغواړي رباني له مرګه د حضرت عثمان کمیس جوړکړي !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
نظارشوراغواړي رباني له مرګه د حضرت عثمان کمیس جوړکړي !
د کابل د ۹۰ ومو کلونو جهادی واکمن ملا برهان الدین رباني یوه پېښه کې چې ترهګریځ برید ګڼل شوی د کابل وزیر اکبرخان مینه کې د سیپټمبر په ۲۰ مه ووژل شو. دا پېښه نن سبا د رسنیو توده سکاله جوړوي .
که خبره د ترهګرۍ راواخلو ترهګري ، ترهګري ده که د القاعده او طالبانو لخوا او یا د نظارشورا او جمعیت او یا د بل دوزخي سازمان او یا د کوم دولت په لاس ترسره شي منځپانګه يي یوه او په هره بڼه چې ځان ښکاره کړي ، د غندنې وړ ده .
که څه هم د رباني شخصیت د اړخونو په اړه رسنۍ ، شخصیتونه او سیاسي کړۍ بېلا بېلې څرګندونې کوي او په دې اړه ډېر اړوپيچ اندونه وړاندې کیږي ، خو اصلې پوښتنه دا ده ایا د رباني په مرګ  ،هیواد او افغان ولس د سولې ، امنیت او د جګړې له پای څخه چې د افغانانو ورځنۍ غوښتنې دي ، وړاندې او لري شو او که برعکس ورنږدې شو ؟ ایا د رباني په مرګ به چې ځینې اندیښنه څرګندوي د افغانانو تر منځ ملي پیوستون وپاشل شي او که برعکس ټينګ به شي ؟ د رباني مرګ به د جهاد او مقاومت لوبه چې نن سبا د مرکزي حکومت جوړېدو ، هیواد کې د مدني قانون او عصري سیستم مخې ته خنډ شوی کمزورې کړي که پیاوړي ؟ همدارنګه  د رباني مرګ به د جهاد او مقاومت ټیکداران غښتلي که کمزوري کړي ؟  که د رباني په مرګ کومه تشه رامنځته کیږي دا تشه به چیرته او څه وي ؟ ایا نظارشورا به د رباني له مرګ څخه د حضرت عثمان کمیس جوړ نکړي ؟
د رباني ، جمعیت او نظارشورا د تاریخ ، کړیاوو او راتلونکو تګلارو او دریځونو په اړه پوښتنې نورې هم ډېرې دي چې د هیواد د لیکوالو او شنونکو تر پام لاندې دي ، خو دلته به د وړاندې شویو پوښتنو په اړه یوه ځغلنده کتنه وشي .
جمعیت ، نظارشورا او دوی ته نږدې کړۍ ، رباني په افغانستان او سیمه کې د اسلامي توندلارې غورځنګ بنسټګر بولي . رباني په لیږدیځ ۴۰ مو کلونو کې د اسلامي بنسټپالو لکه عبدالرحیم نیازی او نورو سره په ګډه د اسلامي جمعیت ډبره کېښوده . رباني ، مسعود او د هغه نور ملګري د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ مې کودتا روسته پاکستان ته وتښتېدل او هلته يي د ای ایس ای تر لارښوونې لاندې په افغانستان کې ترهګریځو هڅو او د وخت د ولسمشر سردار محمد داودخان پر ضد وسلوال بغاوت ته ادامه ورکړه . رباني په ۱۹۹۲ کال د پنجاب او روسي په پټ توافق د اووه ګونو پنجابي او اته ګونو ایراني افغاني جهادي تنظیمونو په سربانډتوب د کابل واکمن شو . د رباني واکمني چې توافق کې څلور میاشتې ټاکل شوې وه  تر ۱۹۹۶ کاله پوري د توافق په خلاف ، کابل کې د سختو جګړو په مټ چې د هغو په پایله کې کابل ړنګ او ۷۰ زره کابلیان ووژل شول ، افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ پورې وغځيده . د رباني په دوره کې کابل د پنجابي واکمنانو د پلپسې کتنو او چلوټو مرکز وګرځيد . ددې چلوټو په پایله کې د افغانستان پخوانۍ اردو او دولتي اداره ړنګه شوه . د ې واکمنۍ کې د افغانانو د بېلا بېلو قومونو تر منځ د بېلتون او نفاق جګړه پیل شوه او یو قوم د بل غوښو ته کیناست.
لنډه دا چې  دا دوره د افغانستان تاریخ کې یوه توره دوره ګڼل کیږي !
د طالبانو له ماتې روسته له ۲۰۰۱ کال څخه تر ننه پورې هم جمعیت او نظار شورا  د پخوا پشان د مرکزي دولت په وړاندې یو لوی خنډ و او اوس هم دی . دې کلونو کې نظارشورا او جمعیت په کور دننه او نورو سخت دریځو او مذهبي توندلارو له بهره افغانستان پښو درېدو ته پرینښود . نظارشورا او جمعیت تل د دولت سوله یځو تګلارو او د پوخلاینې نوښتونو ته د شک په سترګو کتلي او دا لړۍ اوس هم ادامه لري . دې تنظیمونو په ۹۰ ومو کلونو کې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلاره شنډه کړې وه .
دسې ښکاري د سولې او پوخلاینې په اړه نظارشورا او جمعیت تاریخي حساسیت لری .
خوشې به نه وي چې ووایو د سولې د عالې شورا هڅو ته هم رباني د شک په سترګه کتل او روستیو کې يي دا هڅې بېځایه ګڼلې او په دې اند و چې طالبانو سره سوله ناشونې ده .
داچې د بلخ والي عطامحمد نور ځینو رسنیو سره خبرو کې وايي «  د سولې عالي شورا هېڅ کومه معنى نه لري ، ځکه له شيطان صفته او خونخوارو خلکو سره خبرې اصلاً کوم مفهوم نه لري . تاند » همدارنګه ډبل عبدالله او قانوني په خپلو تازه څرګندونو کې د سولې هر ډول بهیر غندي او دولت ته خبرتیا ورکوي چې د سولې له بهیر څخه راوګرځي . دوی د افغانستان کړکیچ د حل لپاره یوازې په پوځي لارو ټينګار کوي .
خپله ربانې هم چې ځينې غواړی د سولې اتل ترې جوړ کړي هیڅکله هم د افغانانو منځ کې سولې ته ژمن نه و . جګړمارې ډلې سوله کې خپله ګټې خوندي نه وي او په دې لامل د جګړې اور تل بل ساتي . بیخي بېځایه ده چې سیاف د  رباني د مرګ غبرګون کې رباني ته چې افغانانو کې جنجالي او متنازع الفیه شخص ګڼل کیږي د ملت پلار وايي او هغه په خپل سر « برج عظمت افغانستان » شمیري .
سیاف ښايي رباني ته دا پیرزوینی د د ې په ځای چې رباني افغانستان کې د سولې په راوستو او یا د هیواد ملي ګټو ته ښېګڼه رسولې وي  ، د نوموړی د هغو فعالیتونو په بدل کې کړې وي چې روستیو کې رباني غوښتل د سیمي مذهبي کړۍ پر یوې چرګۍ راټولې کړي او په دې اړه يي ایران ته سفر هم کړی و .
د ربانی په مرګ به نظارشورا او جمعیت لکه د احمدشا مسعود د مرګ پشان نوې معاملې په پام کې لري . اوس به دا مړی دوی کوڅه په کوڅه او کور په کور ګرځوی او په دې به د بې ننګۍ په کچکول کې خیراتونه ، سوغاتونه او پیسې راټولوي . دوی ښای رباني په وزیر اکبر خان کې ددې لپاره ښخ کړی چې په راتلونکې کې د هغه پر قبر هم پیسې راغونډې کړی او هم د رباني قبر د قومی تربګنیو لپاره د یوې وسیلې پتوګه وکاروي .
اوس به نظار شورا د رباني مړي څخه د حضرت عثمان کمیس جوړوي .
د لوی افغانستان په سیمه ، د ډیورند د تپلې کرښې پر دواړو غاړو په سلګونو او زرګونو په هیواد او ولس مین افغانان چې ډيری يي له رباني او نورو څخه په هر سنګر کې مخکې وو ، د همدې جاهلو ملایانو ، سخت دریځو مذهبینو او توندلارو سیکټاریستانو په چلوټو او توطیو کې وژل شوي دي . د هیواد په سهیل او سهیل ختیځو سیمو کې د ډاکټرانو ، انجینرانو ، استادانو ، امامانو او قومی مشرانو په وینو کلي او کروندې رنګ دي . یوازې ۱۵۰۰ تنه له دغو مخکښانو څخه د تېرې لږې مودې د قربانۍ رقم جوړوي .
دلته دې سیمه کې له هیڅ شهید او اتل څخه د سامری خوسکی جوړ نه شو چې هرڅوک او هر چیرې يي غاښونه وکتل شي . د شهید ، غازي ، اتل او مشر درناوی چې په ریښتیاوو سره وي ، په ټولو لازم دی او د ویاړ هم ، خو په دوی سوداګري او سیاسي لوبه لویه ختا اوستر جنایت دی !
د رباني مرګ ، لږ تر لږه د ۷۰ زره شهیدوکابلیانو کورنیو ته تسلي ګڼل کېدای شي .
د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی

سرلوڅ مرادزی 

د کابل د ۹۰ ومو کلونو جهادی واکمن ملا برهان الدین رباني یوه پېښه کې چې ترهګریځ برید ګڼل شوی د کابل وزیر اکبرخان مینه کې د سیپټمبر په ۲۰ مه ووژل شو. دا پېښه نن سبا د رسنیو توده سکاله جوړوي . که خبره د ترهګرۍ راواخلو ترهګري ، ترهګري ده که د القاعده او طالبانو لخوا او یا د نظارشورا او جمعیت

او یا د بل دوزخي سازمان او یا د کوم دولت په لاس ترسره شي منځپانګه يي یوه او په هره بڼه چې ځان ښکاره کړي ، د غندنې وړ ده .که څه هم د رباني شخصیت د اړخونو په اړه رسنۍ ، شخصیتونه او سیاسي کړۍ بېلا بېلې څرګندونې کوي او په دې اړه ډېر اړوپيچ اندونه وړاندې کیږي ، خو اصلې پوښتنه دا ده ایا د رباني په مرګ  ،هیواد او افغان ولس د سولې ، امنیت او د جګړې له پای څخه چې د افغانانو ورځنۍ غوښتنې دي ، وړاندې او لري شو او که برعکس ورنږدې شو ؟ ایا د رباني په مرګ به چې ځینې اندیښنه څرګندوي د افغانانو تر منځ ملي پیوستون وپاشل شي او که برعکس ټينګ به شي ؟ د رباني مرګ به د جهاد او مقاومت لوبه چې نن سبا د مرکزي حکومت جوړېدو ، هیواد کې د مدني قانون او عصري سیستم مخې ته خنډ شوی کمزورې کړي که پیاوړي ؟ همدارنګه  د رباني مرګ به د جهاد او مقاومت ټیکداران غښتلي که کمزوري کړي ؟  که د رباني په مرګ کومه تشه رامنځته کیږي دا تشه به چیرته او څه وي ؟ ایا نظارشورا به د رباني له مرګ څخه د حضرت عثمان کمیس جوړ نکړي ؟ د رباني ، جمعیت او نظارشورا د تاریخ ، کړیاوو او راتلونکو تګلارو او دریځونو په اړه پوښتنې نورې هم ډېرې دي چې د هیواد د لیکوالو او شنونکو تر پام لاندې دي ، خو دلته به د وړاندې شویو پوښتنو په اړه یوه ځغلنده کتنه وشي .جمعیت ، نظارشورا او دوی ته نږدې کړۍ ، رباني په افغانستان او سیمه کې د اسلامي توندلارې غورځنګ بنسټګر بولي . رباني په لیږدیځ ۴۰ مو کلونو کې د اسلامي بنسټپالو لکه عبدالرحیم نیازی او نورو سره په ګډه د اسلامي جمعیت ډبره کېښوده . رباني ، مسعود او د هغه نور ملګري د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ مې کودتا روسته پاکستان ته وتښتېدل او هلته يي د ای ایس ای تر لارښوونې لاندې په افغانستان کې ترهګریځو هڅو او د وخت د ولسمشر سردار محمد داودخان پر ضد وسلوال بغاوت ته ادامه ورکړه . رباني په ۱۹۹۲ کال د پنجاب او روسي په پټ توافق د اووه ګونو پنجابي او اته ګونو ایراني افغاني جهادي تنظیمونو په سربانډتوب د کابل واکمن شو . د رباني واکمني چې توافق کې څلور میاشتې ټاکل شوې وه  تر ۱۹۹۶ کاله پوري د توافق په خلاف ، کابل کې د سختو جګړو په مټ چې د هغو په پایله کې کابل ړنګ او ۷۰ زره کابلیان ووژل شول ، افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ پورې وغځيده . د رباني په دوره کې کابل د پنجابي واکمنانو د پلپسې کتنو او چلوټو مرکز وګرځيد . ددې چلوټو په پایله کې د افغانستان پخوانۍ اردو او دولتي اداره ړنګه شوه . د ې واکمنۍ کې د افغانانو د بېلا بېلو قومونو تر منځ د بېلتون او نفاق جګړه پیل شوه او یو قوم د بل غوښو ته کیناست. لنډه دا چې  دا دوره د افغانستان تاریخ کې یوه توره دوره ګڼل کیږي !د طالبانو له ماتې روسته له ۲۰۰۱ کال څخه تر ننه پورې هم جمعیت او نظار شورا  د پخوا پشان د مرکزي دولت په وړاندې یو لوی خنډ و او اوس هم دی . دې کلونو کې نظارشورا او جمعیت په کور دننه او نورو سخت دریځو او مذهبي توندلارو له بهره افغانستان پښو درېدو ته پرینښود . نظارشورا او جمعیت تل د دولت سوله یځو تګلارو او د پوخلاینې نوښتونو ته د شک په سترګو کتلي او دا لړۍ اوس هم ادامه لري . دې تنظیمونو په ۹۰ ومو کلونو کې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلاره شنډه کړې وه . دسې ښکاري د سولې او پوخلاینې په اړه نظارشورا او جمعیت تاریخي حساسیت لری .خوشې به نه وي چې ووایو د سولې د عالې شورا هڅو ته هم رباني د شک په سترګه کتل او روستیو کې يي دا هڅې بېځایه ګڼلې او په دې اند و چې طالبانو سره سوله ناشونې ده .داچې د بلخ والي عطامحمد نور ځینو رسنیو سره خبرو کې وايي «  د سولې عالي شورا هېڅ کومه معنى نه لري ، ځکه له شيطان صفته او خونخوارو خلکو سره خبرې اصلاً کوم مفهوم نه لري . تاند » همدارنګه ډبل عبدالله او قانوني په خپلو تازه څرګندونو کې د سولې هر ډول بهیر غندي او دولت ته خبرتیا ورکوي چې د سولې له بهیر څخه راوګرځي . دوی د افغانستان کړکیچ د حل لپاره یوازې په پوځي لارو ټينګار کوي . خپله ربانې هم چې ځينې غواړی د سولې اتل ترې جوړ کړي هیڅکله هم د افغانانو منځ کې سولې ته ژمن نه و . جګړمارې ډلې سوله کې خپله ګټې خوندي نه وي او په دې لامل د جګړې اور تل بل ساتي . بیخي بېځایه ده چې سیاف د  رباني د مرګ غبرګون کې رباني ته چې افغانانو کې جنجالي او متنازع الفیه شخص ګڼل کیږي د ملت پلار وايي او هغه په خپل سر « برج عظمت افغانستان » شمیري . سیاف ښايي رباني ته دا پیرزوینی د د ې په ځای چې رباني افغانستان کې د سولې په راوستو او یا د هیواد ملي ګټو ته ښېګڼه رسولې وي  ، د نوموړی د هغو فعالیتونو په بدل کې کړې وي چې روستیو کې رباني غوښتل د سیمي مذهبي کړۍ پر یوې چرګۍ راټولې کړي او په دې اړه يي ایران ته سفر هم کړی و . د ربانی په مرګ به نظارشورا او جمعیت لکه د احمدشا مسعود د مرګ پشان نوې معاملې په پام کې لري . اوس به دا مړی دوی کوڅه په کوڅه او کور په کور ګرځوی او په دې به د بې ننګۍ په کچکول کې خیراتونه ، سوغاتونه او پیسې راټولوي . دوی ښای رباني په وزیر اکبر خان کې ددې لپاره ښخ کړی چې په راتلونکې کې د هغه پر قبر هم پیسې راغونډې کړی او هم د رباني قبر د قومی تربګنیو لپاره د یوې وسیلې پتوګه وکاروي .اوس به نظار شورا د رباني مړي څخه د حضرت عثمان کمیس جوړوي .د لوی افغانستان په سیمه ، د ډیورند د تپلې کرښې پر دواړو غاړو په سلګونو او زرګونو په هیواد او ولس مین افغانان چې ډيری يي له رباني او نورو څخه په هر سنګر کې مخکې وو ، د همدې جاهلو ملایانو ، سخت دریځو مذهبینو او توندلارو سیکټاریستانو په چلوټو او توطیو کې وژل شوي دي . د هیواد په سهیل او سهیل ختیځو سیمو کې د ډاکټرانو ، انجینرانو ، استادانو ، امامانو او قومی مشرانو په وینو کلي او کروندې رنګ دي . یوازې ۱۵۰۰ تنه له دغو مخکښانو څخه د تېرې لږې مودې د قربانۍ رقم جوړوي .دلته دې سیمه کې له هیڅ شهید او اتل څخه د سامری خوسکی جوړ نه شو چې هرڅوک او هر چیرې يي غاښونه وکتل شي . د شهید ، غازي ، اتل او مشر درناوی چې په ریښتیاوو سره وي ، په ټولو لازم دی او د ویاړ هم ، خو په دوی سوداګري او سیاسي لوبه لویه ختا اوستر جنایت دی !  د رباني مرګ ، لږ تر لږه د ۷۰ زره شهیدوکابلیانو کورنیو ته تسلي ګڼل کېدای شي . د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۲۲ مهسرلوڅ مرادزی