رفيع الله روشندا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
هره هغه ټولنه چې وګړي يې د وخت په ارزښت پوهېږي نو له هر ې دقيقې او هرر لحظې څخه په ډېره لويه اندازه استفاده کوي،هغوى په دې ترهرڅه ښه پوهېږي چې وخت سره زر دى او سره زرڅنګه يوڅوک په اسانه سره له لاسه ورکړي،نو داسې وګړي هم نه پرېږدي چې وخت يې په عبسواوخوشې کارونو تېرشي.
نوکله چې داسې ده حتمي ده چې هېواد به يې هم په ډېرکم او محدود وخت کې دغټ بهبوداوترقۍ پرلور روان شي،هم به په سياسي ډګرکې پرمختګ وکړي هم پر اجتماعي او هم پر فکري ،غرض داشى دى چې حکومت به يې خپل وخت سره د نورور همسايه حکومتونوسره دسيالۍ کولوجوګه شي،دهغه هېواد پارلمان هم له هرڅه زيات دخپل ملت دورځني ژونددښه کېدو لپاره هېڅ راز امکانات نه سپموي،که څه هم چې دولت به يې په اقتصادي ډول دنورو ډېروحکومتونو څخه قرضداره وي،خو بياهم دوى په دننه کې نه غواړي چې ولس يې په ستونزه کې وي،همغه خلک دي چې دېموکراسي يې پلې کړېده اوپه رښتيايې په عمل کې داثابته کړېده چې ډېموکراسي يعنې څه؟،دهېواد د ښکلا او زينت به يې دنورو هېوادونو دخلکو په ژبه وي ،او اشخاص به يې دعلم ا وپوهې په ګاڼه داسې سمبآل شي چې نابغه ګان او دنړۍ په سطحه فيلسوفان او لوى لوى عالمان به ترې جوړ شي، چې مثالونه يې موږ په نړۍ اومنطقه کې وينو ،ددې هرڅه راز په څه کې دى؟ يواځې او يواځې په اتفاق ،اتحاد او دوخت پر ارزښت پوهېدلوکې.
راځئ چې زموږپرګران هېواد افغانستان کې هم پارلمان يا ولسي جرګه په تېره يوه کال کې مطالعې لاندې نيسوچې د١٣٨٩ل دوږي له ٢٧څخه تر ١٣٩٠ل دوږي تر ٢٧يې څومره مثبت اودپرمختګ پرلور ګامونه پورته کړي څومره زموږ هېواد ددېموکراسۍ په پلې کولو کې بريالى شوى دى،اوايا په رښتيا څومره چې ددېموکراسۍ چيغې په عمل کې يې هم ثابته کړېده.
دادى دافغانستان پارلمان يوځل بيا ديوکلنۍ دوره بشپړه کړه،امکان لري چې نن سبا يې کليزه هم ولمانځل شي او ددوى دخدمت او کارونو په بدل کې چې خپل خلکوته يې کړي دي تقدير نامې او نقدي جايزې هم ورکړل شي،خوداچې ټاکنې څنګه پيل اوڅنګه پاى ته ورسېدې اوڅه پکې وشول يوه لنډه کتنه پرې کوو.
کله چې په هېواد کې د ١٣٨٩هـ ش کال د وږي په ٢٧مه دولسي جرګې يا ملي شورا لپاره ټاکنې تر سره شوې دي، نو ددې هېواد په تاريخ کې دپارلمانيانو اودافغانستان دمظلوم ملت دخوارۍ او زلت ورځې يوځل بيا پيل شوې.
دا ټاکنې په داسې حال کې تر سره شوې چې له سرنه تر پښو ددرغليو او تقلب په ويروس اخته وې ، تردې چې دې شوراته له نوماندانو نه نيولې تر د انتخاباتودمستقل کمېسيون،دشکاياتوکمېسيون ،داخلي او بهرنيو هغو اشخاصو چې له دې پروسې څخه يې نظارت کاوه ،په دې ګرم ډنډ کې ولمبېدل اوددې هېواد دوګړيو په زخمونو يې دامکان تر حده مالګې ودوړولې .
ددې ټاکنو پايلې په داسې حال کې را ووتې چې نړيوالو هم راپورې ښه په کړس کړس وخندل، ولې هغه کسان چې په دې انتخاباتوکې بريالي ټاکل شوي واى، چاپه دوربين کې هم ونه ليدل،او دادى له انتخاباتو څخه دکال په تېرېدو هم اوس چيغې او فريادونه کوي،اوخپلې هلې ځلې کوي، کله ګواښ کوي اوکله له عزر اوزاريوڅخه کار اخلي ،په دې اميد چې کېداى شي،کوم غوږ پيداشي چې ددې مظلومانو اواز واوري،خو هغه ورځ به کله وي،داسې هم امکان شته او دځينو معترضو نوماندانولخوا ان د وسله والو مظاهرو خبرونه هم ورکول کېږي،او وايي چې که چېرې يې داځل هم څوک غږ وانه وري او حق يې ورنکړل شي نو بيابه شکايت حق هېڅوک هم نه لري او که څوک يې دمخنيوي لپاره اقدام وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
مګر هغه کسان چې د انتخاباتواو شکايتونو تش په نامه مستقل کمېسيونونه(ډالر) يې په بغل جېب او بيکونوکې اچولي و،هغوى بريالي او دښاغلي ملاصاحب معنوي لخوا ورته د برياليتوب سندونه ورکړل شول،او اوس هم برېتونه تاووي او وايي چې بس زه وم چې مې په حقه رايه ترلاسه کړې ده ،چې نن په خپل مې خپل ځاى په جرګه کې معلوم کړ ى دى، چې دې لړۍ هم دوه درې مياشتې وخت په دربر کې ونيو،خوڅه وشو چې بيا ولسمشر دخپلې کړې ژمنې په اساس مجبور شو چې ځانګړې محکمه وټاکي،اوددوى رايې يې له سره وشمېرلې ،چې په پايله کې يې دوشپېته نابريالي نوماندان بريالي اعلان کړل اوپرځاى يې دوه شپېته بريالي نوماندان له جرګې څخه په وېستلو مجبورول ،خو داددوى خپل فکر وو،يواځې ځان يې ليدلى وو بلکه ځوان نه ،دوى په دې لاهم نه پوهېږي چې په ګران هېواد افغانستان کې لا تراوسه څوک هم نشته چې له من څخه کم وي ټول پوره من دي.
کله چې ددو ى په نظر دا جګړه پاى ته ورسېده نو ورپسې ددې شورا د پرانيستلو ډنډورې پيل شوې چې په اخر کې د داخلي او خارجي ګير اوګواښونو نه وروسته ولسمشرسره له دې چې دوه ځله يې دشورا داعلان وخت وځنډاوه او اخري نېټه يې دکب ٣مه په ګوته شوه ،خو مجبور شو چې دانېټه پوره يوه مياشت مخکې کړي،چې بالاخره د سلواغې په ٦نېټه د چهار شنبې په ورځ يې داشوراپه رسمي توګه پرانيستله.
داغم لا سوړ نه و چې ورپسې دې دشوروا دېګ ته د سرکي غم کول رامنځته شو،ترڅو دا لوى ديګ له شته مکروبونو اوګردونو څخه په امن کې پاتې شي خو اى کش چې همداسې شوي واى.
خو دا چې زموږ په هېوادکې دغه جراسيم هم لکه د اداري فساد په شان د هر چارواکي په بدن کې جرړې غځولې دي نو کله يې پرېښوده چې دا دېګ دې سر ولري ،دلته خو هرڅوک لاس منډي او ګوړې را باسي، په هر حال دسلواغې په ٩نهمه نېټه لومړى ځل د ملي شورا د رياست لپاره ځلور کسانو ځانونه و نومول او ميدان ته يې را ودانګل، خوافسوس چې څلور واړه هغه ازلي بدبخته وو چې له يوه سره هم قسمت ملګرتوب ونکړ او دې پوړۍ ته يې پورته نکړ، په همدې ترتيب دوهم ځل او دريم آن په نهم ځل وتوانېدل چې رئيس وټاکي .
له بده مرغه چې ددې شورى د رياست لپاره داسې اشخاصو هم ځانونه نومولي وو چې که پوښتنه ځنې وشي چې ملي شورا ټول څو تنه غړي لري ؟ نو باور دى چې لاربه ځنې ورکه شي او وايي به چې چېرې جړحساب وي ماته يې رامخکې کوې نوپه هېڅ به نه پوهېږي.
دلته اوس پته ولګېده چي څوک په حقيقي رايه راغلي وو، که ټول په خپله رايه راغلي و، نو ولې يې په خپلوکې ديوې رايې باور هم نه درلود؟
ډېره د افسوس اود عيب نه ډکه خبره ده چې په اونيو،اونيودې دلسګونو نفرو تر منځ يو مشرنشي ټاکلى نو اياسبابه هغه سلګونه او زرګونه ولس له دې وکيل څخه څه تمه وکړي د خدمت او يا هم د منډې ترړې، داچې نن دوى لکه دماشومانو پشان په خپلوکې سره نه جوړېږي نونوروته به څه وکولى شي.
له دې نه دا په ډاګه معلومېده چې په دې ٢٤٩کسانوکې يو هم د مشرۍ او زعامت وړتيا نلرله.
کله چې داهرڅه پاى ته ورسېدل او وخت ملت ته دخدمت راغى نو خپل منځي شخړې پکې رامنځته شوې ،خوپه دې نوې دوره کې بيا دشخړو او جګړو بڼه بلکل بدله اوپه ماډرن توګه وه،هغه داچې په تېره دوره کې به په بوتلو ويشتل کېدل،خوداځل يودبل ګرېوان ته لاسونه اچول او په سوکانو او څېړو او بوټونو سره ويشتل پيل شول، لومړي ځل لپاره يوې ښځينه وکيلې نظيفه ذکى پريوې بلې وکيلې حميده احمدزۍ دسوکانو او بوټانو وارونه وکړل،هغې ته يې سپکې سپورې وويلې،خودهغې بېچاره پوښتنه هېچاونکړه.
دوهم ځل بياديوې ښځينه وکيلې سيمين بارکزۍ لخوايوبل نارينه وکيل مولوي شهزاده شاهدپه پړوني وويشتل شو،چې په پايله کې جرګه په دوه برخو ووېشل شوه،خوداځل په پارلمان کې ډېرى شخړې دښځينه نوماندانولخواترسره کېږي.
دځانګړې محکمې په ټاکلوهم څه ونه شول نو يوځل بيا مولوي فضل احمد معنوي د ولسمشر لخواپه داسې حال کې په دې مجبور کړاى شو چې دځانګړې محکمې سره خپلې رايې پرتله کړي او بيايې له سره وشمېري،خو معنوي صيب داځل ددوه شپېته برياليو اعلان شويو په سر هم داسې خاورې واړولې،چې ترڅوترې راوځي نو دپارلمان کاري موده به هم پاى ته رسېدلې وي،دوى دبيالپاره (دريم ځل )نهه کسان بريالي ونومول.
بله دپام وړ او دپارلمان دخدمت د معلولوخبره داده چې دوى په يوه کال کې ددولت کابينه هم ونه شواى پوره کولاى ،ځوځله ورته دولسمشر لخوا نوي کانديدوزيران ور وپېژندل شول خو دوى هرځل رد کړل،ولې چې دوى ته خو يواځې دډېلېټ چل ورځي ځاى پرځاى کولونو،اوس قضاوت تاسو وکړئ چې په تېريوه کال کې دافغانستان پارلما ن يا ولسي جرګې دخپل هېواد او هېوادوالو لپاره څومره کارونه کړي دي ، څومره يې دوخت قد رکړى دى او ترکومې اندازې يې ترې مثبته ګټه پورته کړې ده؟