طالبانو په قطر کی دخپل دفتر په باب بی خبره دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
له څرنګه چی ټول خبر دې د تېر یو کال راهیسي په ډیرو معتبرو رسنیوکی داسی راپورونه خپرېږي چې طالبان به په قطر، ترکیه او یا هم دوبۍ کې دفتر پرانیزي، بالاخره په تیره اوونی کی ،د لندن ټایمز ورځپاڼې  راپور ورکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو د روان میلادي
کال تر پایه پوري په قطر کې د طالبانو لپاره د مرکزي سیاسي دفتر د پرانستلو پلان تصویب کړ ، د راپور له مخې ځینو لوېدیځو دیپلوماتانو دې ورځپاڼې ته ویلی دی چې دا اقدام د دې لپاره کېږي چې لوېدیځوال له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پیل کړای شي چی ددغه دفتر پرانیستل به  په قطر کې د افغانستان د اسلامي اماراتو په نوم ( طالبانو دا نمایندګي ) به له ۲۰۰۱ څخه وروسته چې د دوی رژیم پرزول شوی، په نړیواله سطحه د طالبانو لومړنی په رسمیت پېژندل شوی دفتر وي ،تر دې مخکې په یوه درېمګري هیواد کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو په تړاو ویل شوي و چې طالبان یوازې په هغه صورت کې حاضر دي چې په ترکیه یا قطر کې دفتر پرانیزي چې د دوی دفتر د افغانستان د اسلامي امارت په نوم یاد شي
د سیاسی چارو کار پوهان  دطالبانو درسمی دفتر د پرانستلو په باب وایی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستنه به د افغانستان د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو لار اواره کړي او نوموړی اقدام ځخه په افغانستان کی دسولی او امنیت لپاره یو نیک اقدام په توګه هر کلی کوې چی دافغانستان په موجوده شرایطو کی به مثبت تا ثیر ولرې
د امریکا متحدو ایالتونو په دې ټینګار کړی چې د طالبانو دفتر دې د پاکستان له نفوذه په لېري ځای کی وی هغوی ویلی دی چی:دا به یو ادرس وي چې دوی به پکې سیاسي دفتر ولري. دا به سفارت یا کونسلګري نه وي خو یو استوګنځی به وي چې له دوی سره به د یوه سیاسي ګوند په شان سلوک کېږي ، په را پور کی داهم ویل شوی دی چې طالبانو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د قطر په مرکز دوحه کې له خپل دفتر څخه په استفادې سره پیسې ټولې کړي، په عین حال کی د ټایمز ور ځپا ڼی دا هم لیکلی دی چی طالبانو غو ښتنه کړی ده چی ددوی استازی باید له نیول کیدو او تهدید ځخه  خوندی وې
ولی د افغان اسلامي اژانس د خبر له مخې طالبانو د پورته راپورونو په هکله چې ګوندې په قطر کې به دفتر پرانيزي په بشپړه توګه بې خبري ښودلی ده، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ناوخته په دې اړه د افغان اسلامي اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (دا يواځې ديو شمېر مطبوعاتو راپورونه دي، مونږ له دې څخه هيڅ خبر نه يو، په دې اړه مونږ سره هيچا تماس نه دى نيولى او له دې زيات به په دې هکله عکس العمل هم سم نه وي).پای سلام خان