د سولې تقلبي، خېټوره او د خنداوړ شوری په سیند لاهوشوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدامین بســــــــــــــــــــــــمل

درنو خویندو او وروڼو!

برهان الدین رباني او دده داراودسته په داسې وخت کې زموږ دګران افغان ولس   دنفاق او تباهي لپاره له هېواد څخه بهر زموږ دتاریخي هېواد نړولو ته ملا وتړله، چې نه خو نظام دکفارو و او نه  خو له کوم ورور قوم سره تېری شوی و.

خبره نه اوږدوم  هسې  هم  دلوستونکو حوصلې  داوږدو  اوږدو لیکنو له  لاسه  توراخیستی  یوازۍ  دومره عرض کول  غواړم، چې د شهید سردار محمد داود خان  په وخت کې  بدرنګه  او مختوري ملي خائین   (مسعود ) دکوم ضرورت له مخې په پنجشېر کې  وسلواله ګډوډي  را مینځ  ته کړه ؟

خبره لنډوم  خو دانشم منلای ، چې مسعوداوشرمېدلي یې هم دروسانو په وړاندې ځانونه  مجاهدین  بولي او هم یې له کریملین سره دسولې تړونونه لاسلیک کړي وو.

پورتنۍ څوجملې مې تاسو ته دفاشستې نظار شوری اودخدای دښمن جمعیت ګونددمشر برهان الدین  رباني  د ورستیو دریځونو او . . . له کبله ولیکلې .

برهان الدین  رباني  به یووخت طالبانوته اسماني ملایکې وېلې خوتېره اونۍ یې  شر اچوونکي وبلل هغه پخپلو څرګندونوکې خپله نفرتي څېره نوره هم بربنډه او داسې یې وویل :

طالبان یوه ناورین  رامنځته کوونکې  ډله  ده .

برهانی پوه شوی ، چې نورنونه  چلیږي  ځکه  خو یې دملت  په سترګو کې  په نوي  ډول خاورې  شیندل پیل کړل .

د کمکي  اختر  په  مناسبت  مشر ملا(محمد عمر ) اخوند پخپل  پیغام کې  د لومړي  ځل لپاره  په  ضمني  ډول  له خبرو سره موافقه  ښکاره کړه  او خبرې یې مشروع وبللې .

دتازه خبرله مخې په قطر کې دطالبانو ددفتر له  پرانستلو سره دامریکا موافقه کومه وړه خبره نه  ده دا دهغه نوي باب  پرانستل دي،چې زه یې په خورانېک مرغد ګڼم اودخپل ګران  هېواداوکړېدلي ولس دسرنوشت څرک پکې  احساسوم .

له لوېدیځوالو سره  دقطر د دفتر له لارې  دطالبانو مخامخ  خبرې  د رباني  دسولېدلې دمبورې مزي  نور هم پسې   شکوي مانا نوره نودسولې  تقلبي، خېټوره او د خندا وړ شوری  په سیند لاهوشوه ځکه  خو  رباني  تېره اونۍ په . . . کې مرچ  ایښی و .

لنډه دا، چې  رباني  د دوو جملوارزښت  هم نه لري  چې ورته ویې لیکم خوزمادانننۍ لیکنه دیوځانګړي احساس  له مخې ولیکله  شوه هیله  من یم ،  چې  زموږ  روڼ انده او دټولنې اګاه(خبر) قشر زموږ داستقلال او ملي ګټو پر بنیاد له لویدیځوالو سره دیوې مشروع معاملې زمینه برابره کړي .

ومن الله التوقیق