سرلوڅ مرادزی
د تېرو کلونو په خلاف نظارشورا سږکال د احمدشا مسعود د مرګ له ورځې ښایسته ډېره سیاسي ګټه پورته کړه . نظارشورا ولسمشر کرزی او دولت تېراست او هغه يي د یوه تنظیم کچې ته راټيټ کړ او د ځان په ګټه يي ولوباوه . افغانستان کې د نظارشورا پشان نور جهادي تنظیمونه هم کم نه دي ،
کله چې نظارشورا له دولت څخه د خپل تنظیم او مسعود د ژوند او کړیاوو د نندارې ښودلو واک تر لاسه کړ ، نو دا دې خپله اوس د دولت د ځایناستې پتوګه هره ورځ د سریال یوه برخه نندارې ته راباسي .
دې سریالو کې د مسعود د ژوند او د نظار شورا د تېروکړنو او څېرې په اړه راز راز افسانې ، ډرامې او کیسې تړل کیږي او داسې نخرې او سفسطې را پنځيږي چې د نظارشورا د غړو په ګومان ، افغانان ټول ړانده او کاڼه دي او ددې خونړۍ ډلې کړه وړه د افغانانو بیخي هېر شوي دي .
دا چې کابلښار چا اوڅنګه کنډواله کړ ، دا سریالونه ترې ښويه او په څنګ تېریږي . د دارالامان له تاریخي ماڼۍ چې چا ونړوله کیسه نه کیږي . دا چې څنګه او ولي په لسګونو زره کابلیان او نور هیوادوال شهید ، معلول او معیوب شول نظارشورا او نور مجاهدین چوپه خوله دي .
هغه دولتي لوړه غونډه کې چې د سیپټمبر په ۹ مه د مسعود د تلین په اړه جوړه شوې وه ، د نظارشورا استازو د دولت په استازیتوب د جهاد او مقاومت ټولې ویاړنې د نظارشورا په لکۍ پسې غوټه کړې .هلته یوازې نظارشورا او دهغې مخکښان یادېدل چې افغانستان يي لومړی له روسانو او بیا له پاکستانیانو ازاد کړی او نور مجاهدین لکه سیاف ، ګیلاني ، محقق ، خلیلي ورته ټيټ سر ناست او د نظار شورا لاپو باټو ته يی چک چکې کولې !
نظارشورا چې د جهاد او مقاومت اوښ يي لا پخوا په بډه وهلی و سږکال يي له ځانه پرته ، نور ټول مجاهدین له جهاد او مقاومت څخه ترخیص کړل او د ټولو په سترګو کې يي خاورې او ایرې وروشیندلې ! « میم زرما ، ټوله زما »
لکه چې ټولو ته څرګنده ده ، جمعیت او نظارشورا پاکستان کې په لیږدیځ ۵۰ مو کلونو کې له نورو جهادي تنظیمو مخکې د شهید سردار محمد داوود خان پر ضد جهاد ( ! ) پيل کړی و . لومړی رباني او مسعود پاکستان ته تللي وو . بلخوا د افغانستان د تاریخ او شتون په اړه د جمعیت چلوټه چې له پنجابه را پیلیږي په ریښتیا له نورو جهادي تنظیمو دمخه وه . روسته بیا هم جمعیت و چې د رباني په مشرۍ يي ماسکوته په زیږدیځ ۸۰ کلونو کې سفر وکړ او له نورو جهادي تنظیمو مخکې يي د افغانستان پر سر له روسانو سره معامله وکړه . د مقاومت کلمه رباني په ماسکو کې زده کوي . دا چې جمعیت او نظارشورا په ټینګار سره وايی چې جهاد او مقاومت یوازې په دوی پورې اړه لري د خبرې سرچینه له همدې ځایه پيلیږي .
جمعیت او نظارشورا چې جهاد يي له پاکستانه او مقاومت يي له روسيي څخه د پښتنو او افغانستان د ختمېدو په موخه راپيل کړی ، د جهاد او مقاومت په بیان او تفسیر کې افغانان خو څه کوي ، جهادي تنظیمونو سره هم ټګي او درغلي کوي.
دا چې ولې نور جهادي تنظیمونه نظارشورا او جمعیت ته ددې سترې ټګۍ او درغلۍ په وړاندې چوپ او غلي دي ، خبره نوره هم پيچلې کوي .
دلته موخه دا نه ده چې د جمعیت او نظارشورا په تېرمهال خبرې وشی . د دوی ماضي د افغانانو د قتلونو ، د هیواد د ورانۍ او بربادۍ په کیسو ډکه ده . په دې اړه ډېرې خبرې شوي او دا لړۍ به بیا هم جاري وي .
خو اوس خبره دا ده چې نظارشورا او جمعیت د مسعود سریال غږولو او نندارې څخه راتلونکې کې څه غواړي او د کومو موخو لپاره يي د مسعود مړې نندارې ته وړاندې کړی دی . له مسعود څخه ولې بت جوړیږي ، نظارشورا ولې ورته سجده کوي او نور هم دې بت پالنې ته رابولي ؟
په غونډو ، بریښناپاڼو ، راډیو ، تلویزیون او نورو رسنیو کې د مسعود په اړه غوغا ولې ورځ تربلې تودیږي . د مسعود په قبر ملنګان ولې دېره کیږي او ښايي کال ته يي د کوم پيغمبر درجې ته ورلوړ کړي !
خو که د خبرې بلخوا راواخلو په ریښتیا هم احمدشا مسعود نن نظارشورا ، ستمیانو ، د کارمل او بریالي پلویانو« د مسعود عاشقان او عارفان ! » او نورو سیکټاریستو تنګنظرو ته لنګه غوا ګرځېدلې ده .
حقیقت کې مسعود مسعود نشته ، بلکې د مسعود په نوم مالې ، اقتصادي او مافیايي ګټې دي چې دا ټول ټپوسان او کارغان پرې راغونډ شوي دي . د مسعود د لاجوردو او زمردو په زیرمو شخړه ده . د افغانستان په ورانۍ مسعود ته د بېلا بېلو جاسوسي کړیو څخه په راټولو شویو پیسو سیالي ده چې د داسې لوی شرغوبل بڼه يي نیولې ده .
همدارنګه دا چې د مسعود د قبر لکړې او جنډې هر سهار او ماښام ددې عاشقانو او عارفانو په لاس ړکول کیږي او په زیارت يي غومبر جوړ دی ، د همغه بېلتونپالنې او سیکټاریستي موخو لپاره کیږي ! له دې روسته به د احمدشا مسعود مزار د بېلتونپالو او سیکټایستانو دمه ځای او جرګه ځای وي . دده د مزار په انګړ کې به د افغانستان د نورې ورانۍ او د افغانانو د بیا سپکاوۍ چلوټې جوړیږي . دا مزار به د کرکې او نفرت لپاره کاریږی !
د سیپتمبر په ۹ مه د احمدشا مسعود ورور احمدولي مسعود دولت ته وړاندیځ کوي چې د مسعود ورثې ته دې د مسعود په نوم ځانګړي مالي امتیازات وټاکل شي او د دوي په واک کې دې ورکړل شي . دلته احمدولي د هیواد نور شهیدان ، معیوبین او معلولین نه یادوي او یوازې د ځان لپاره د بې ننګۍ په کچکول کې د مسعود په نوم پیسې راټولوي . اوس به دا وړاندیځ د پلان سره سم فهیم ته وړاندې کیږي ، نور به يي هغه مخې ته بیايي .
دې ته وايي مقاومت او جهاد ! د کور ګټه د لاهور ګټه !
د مسعود په ژوند او وژنې هم فهیم ، عبدالله ، قانوني او نورو یارانو ښې ډېرې پیسې راټولې کړې او دا دی د مړي په بیا بیا خرڅلاو به يي هم د پیسو د راټولو لړۍ ادامه لري !
تا که احمق در جهان است ، مفلس در نه میمانه !
خوکه له دې لنډمهاله ګټو څخه تېر شوو د مسعود خیلو ، نظارشورا او د دوی د عارفانو او عاشقانو اوږد مهالې ګټې او موخې هم له دې زیاتې شرمېدلې دي .
دا ځل د نظارشورا او جمعیت لخوا د مقاومت او جهاد یاد ځکه تازه ساتل کیږي چې افغانان تل د اسلام ، جهاد او مقاومت په ښکلونومونو غولېدلي دي . په دې نومونو څو ځلې انګریزانو ، افغانان غولولې دي . تېرمهال هم پنجاب تېرایستل چې لړۍ يي لا ادامه لري . خو نن افغانان دومره ساده زړې دي چې نظار شورا ، جمعیت او د اسلام په جامه کې يي نور اسلام پلورونکي يي هم په اسانه تېرایستلای او خرڅولای شي .
دا ځل بیا د جهاد او مقاومت تر نوم لاندې د افغانستان تاریخ ، پيژند او شتون په نښه شوی . سیکټاریزم او ملي تنګنظرۍ د مقاومت او جهاد په نوم ځان راپېژني . د الازهر پوهنتون ، پان اسلامیست او اخواني شاګردان لکه رباني نن د بېلتون پالنې او قوم جنګونې په نیت ، سنګر کې ولاړ دی!
که پنجاب د هندوستان له ډاره او د کشمیر د ساتنې په موخه افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو په تمه ګوري او له دې کبله افغانستان کې دولت په نښه کوي او ترهګر رالیږي ، نو ایراني مذهبي او ژبني فاشیستان هم د نظارشورا او شریک باڼو په مټ د لوی ایرانیستان ، مذهبي او کلتوري ګډې حوزې په نوم د جهاد او مقاومت په ښکلو او غوړو خبرو شخوند وهي .
د جهاد او مقاومت د غوړو خبرو په تیغ افغانان له هرې خوا او هر وخت حلالیږي . عرب هم له دې وسلې کار اخلې او عجم هم !
انګریزانو په دې کلمو دوه پیړۍ افغانان تېر ایستل . څلور لسیزې پنجاب پرې تېرایستلو . اوس د روسانو او ایرانیانو وار دی !
د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی