رحمت اله روان
په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې جګړه شاوخوا لس کاله مخکې وروسته له هغې پیل شوه؛ چې په نیویارک او واشنګټن کې ترهګریز بریدونه وشول چی په دغه بریدونو کی له دریو زرو ډیر کسان ووژل شول ،خوله هغه وروسته په افغانستان باندی دامریکا دیرغل په نتجه کی هر کال ددی
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو وژل شوو سرتېرو کې يې ١٧٦٥ امريکايي، ٣٨٠ بريتانوي، ١٥٧ کاناډايي، ٧٣ فرانسوي، ٥٣ الماني، ٤٢ ډنمارکي، ٣٩ ايټالوي ٣٣ هسپانوي، د پولنډ او اسټراليا ٢٩، ٢٩، ٢٥ هالنډي او پاتې نور يې د ناټو اړوند نورو هېوادونو سرتېري شامل دي. پر افغانستان د امريکا د بريد په لومړي کال کې يواځې ١٢ بهرني سرتېري ووژل شول، چې ټول يې امريکايي وو
دغه راز په ٢٠٠٢ کال کې ٧٠، په ٢٠٠٣ کې ٥٨، په ٢٠٠٤ کې ٦٠، په ٢٠٠٥ کې ١٣١، په ٢٠٠٦ کې ١٩١، په ٢٠٠٧ کې ٢٣٢، په ٢٠٠٨ کې ٢٩٥، په ٢٠٠٩ کې ٥٢١، په ٢٠١٠ کال کې ٧١١ او په روان ٢٠١١ کال کې تر اوسه ٤٣٠ سرتېري وژل شوي دي. په تېره لس کلنه جګړه کې تېر ٢٠١٠ کال د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ و، چې په کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي دي، دغه راز د همدغه کال د جون مياشت هم تر ټولو خونړۍ مياشت وه، چې په کې ١٠٣ بهرني سرتېري وژل شوي دي. د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه په ٢٠١١ کال کې د وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د يوې چورلکې د غورځېدو له امله ٣١ امريکايي سرتېري ووژل شول. له دغه دوه کاله وړاندې په خوست ولايت کې د امريکا د استخباراتي ادارې (سي. اى. اې.) پر مرکز ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې د دې ادارې اوه لوړ پوړي چارواکي ووژل شول. خو له افغانستان څخه بهر د همدې جګړې تر ټولو لويه خونړۍ پېښه د ٢٠٠٣ زېږديز کال د مې په مياشت کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په افغانستان کې د مېشتو هسپانوي ځواکونو يوه الوتکه، چې خپل سرتېري يې لېږدول، په ترکيه کې وغورځېده او ٦٢ سرتېري يې ووژل شول
د هلمند ولايت په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ولايت ثابت شوى دى، په دغه ولايت کې تر اوسه ٧٧٠ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان او بريتانويان دي. په نوموړي ولايت کې د زرګونو امريکايي سرتېرو ترڅنګ ١٠ زره بريتانوي او يو شمېر ډنمارکي سرتېري مېشت دي. کندهار ولايت د دغه لېست له مخې په دويمه درجه کې راځي، چې په کې ٤٠٠ بهرني سرتېري وژل شوي او ډېرى يې کاناډايي او امريکايي دي
دغه راز په کونړ ولايت کې ١٦٣، په کابل کې ١٣٧، په پکتيکا کې ١٢٣، په زابل کې ٩٩، په ميدان وردګو کې ٩٠، په غزني کې ٨٠، په اروزګان کې ٦٥، په پروان کې ٥٤، په فراه کې ٤٥، په هر ات کې ٤٤، په ننګرهار کې ٤٣، په خوست کې ٤١، په لوګر کې ٤١، په نورستان کې ٣٣، په بادغيس کې ٣١ او په کندوز کې ٢٩ بهرني سرتېري وژل شوي دي. همدارنګه په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم يو شمېر بهرني سرتېري وژل شوي، خو بدخشان، سرپل او دايکنډي هغه ولايتونه دي، چې تر اوسه په کې هېڅ بهرنى سرتېرى نه دى وژل شوى. د يادونې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې ټول بهرني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د ايساف په چوکاټ کې فعاليت لري. د نړۍ ٤٨ هېوادونه اوسمهال په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې څه دپاسه ١٣٣زره سرتېري لري، چې نږدې سل زره يې امريکايان دي
په افغانستان کی طالبانو په امریکا باندی سخت انتقادونه کړیدي او د امریکا په مشرۍ په افغانستان باندي یرغل یې " د لویدیځي دیموکراسۍ په مخ باندي دائمي توره لکه " بللې ده ،د طالبانو په دې بیانیه کي چي د شنبې په ورځ خپره شوې امریکا ته دا خبر داری هم ورکړه شوی دی چي د افغانستان خلک " د جګړې د پاره بې پایه او نه ختمیدونکی طاقت لري او ویلي یې دي چي طالبان به امریکا " د تاریخ کندي ته واچوي ،د طالبانو دا بیانیه په امریکا کي د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د ١١مي د تروریستي حملو د کالیزی په باب خپره شوی ده. پای رحمت اله روان