درې تصويره په يوه قاب کې( احمد شاه مسعود)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريفزاد
ژباړه:                                                                                   داود ناجي
د يو شمير کسانو لپاره ملي قهرمان دى خو بيا د يو شمير لپاره د کورنيو جنګ او جګړو يواځنى سبب ګڼل کيږي چې په نتيجه کې يي کابل په کنډوالو بدل کړاو په زرګونو اوسيدونکى ددې ښار ووژل شول. هر څومره چې دغه تور او سپين عکس ته وګورو،لږ پيژند ګلوي له هغه نه لاس ته راځي.

خو کله چې د هغه کړه او وړه په مختلفو وختو کې وڅيړو نو متوجه کيږو چې افغانستان په واقعيت کې دده درې مختلفې څيرې را پيژني يا په بل عبارت په افغانستان احمد شا ه درې څيرې درلودلې.

مسعود د پنجشير ددرو مجاهد                
لمړى ځل کله چې د مسعود نوم په عوامو کې ولويد . داهغه وخت وه چې ده له جمعيت  ډلې سره  تړاو درلود چت په رباني پورې تړلې ډله وه نو رباني له همدي ځايه رهبري کاوه او خپل حق يي ورکاوه
روسانو او دکابل حکومت څو ځله پر دې سيمې باندې  درنې حملې وکړې تر څو د پنجشير دره ونيسي او دوه ځله  د پجشير درې پورې ورسيد خو بيا هم ددغې درې لوړې څوکي او سختې لاري له مسعود او د هغه د مجاهدو سر پاتې شوې.

د تاکتيک او چريکي جنګ او جګړو په هکله د پنجشير دره د روسانو لپاره د يو ه تلک حيثيت درلود چې په افغانستان کې د هيڅ  سيمې سره نه مقايسه کيږي. ده ددې سيمې نه ډيره ګټه واخيسته دچريکي عملياتو ډير مناسب ځاي وه او ددولت او روسانو لپاره يولوي درد سر وه. نو له دې کبله دغه ناببره طبيعيت  او په عين وخت دده پايتخت دده نوم او پنجشير سر ه يو ځاى پاتي شوچې دده د شهرت عا مل وګرځيدل.
. بل داچې د سالنګ د لارې پر بام ولاړ وه او له کابل سره ېې هم تل اړيکي ساتل ځکه
چې دده په دې کار کي  نظامي ګټې وې. له بلې خوا يي د روسانو سره د سرطان په مياشت  کال١٣٦١کې د روسي جنرا لانو سره يي يو کلن اوربند وکړ چې دغه اوربند د مجاهدينو ټولې ډلې دده خيانت له جهاد او افغانستان سر
بولي نو د سازش او شخصي ګټو مسله له همدې ځاى نه پيل کيږي. صالح محمد ريګستاني چې دده له نژدې ملګرو څخه دي او په دې وخت د افغانستان نظا مي اتشه په مسکو کې وه او د مسعود په باره کې يي کتاب هم ليکلى دي روسانو سره ديوه جنګي تاکتيک تړون لاس ليک کړي وه تر څو احمد شاه وکولاى  شي چې خپلو قواو ته په شمال کې تر تخاره او بدخشانه پورې پراختيا ورکړى.  د مسعود منتقدان وايي چې د ي يو جګړ مار وه نه يو مدبر. شوراى نظار په همدې وخت کې سر و صورت  نيسي. په ظاهر کې له رباني خو دى خپل فردى ګټي په نظر کې ساتي د رباني سره يواځې لفظي نښتي وه. قانوني و غيرذالک........ هم دده په څيره کې ستر�
� اغيزه لرله
بله څيره د وزير دفاع  په بڼه کې
په کال ١٣٧٢ د مسعود ډله  له شمال نه کابل ته ځان راورساوه د ښار ټولې مهمې برخې د ارګ په شمول  ونيولې.   په دې وخت کې د حزب اسلامي ( حکمتيار) قواوې د ختيځ له خوا او حزب وحدت(مزارى) د لويديځ  دکابل ښار کې قرار ګا هې ونيولې. د مجاهدينو ډلو ومنل چې مجددې به درې مياشتو لپاره د ريس په تو ګه د موقتي حکومت مسوليت په غاړه واخلي او له هغه نه به وروسته رباني د شپږو ميشتو لپاره انتخاب شي.
که چيرې حکمتيار د مجاهدينو په ډله کې اوچت رهبر وشميرو چې همداسې هم وه نو احمدشاه د وزير دفاع په توګه انتخاب کيږي او عملا خپل ځان د کابل فاتح بولي او قدرت يي خپله واخيست.منتقدان وايي چې احمد شاه نو ي موقف  په دي بريالي نه شو چې  د يوه بشپړ رهبري مقام لپاره له يوې خوا او له بلې خوا يو بحراني  او جنګ  جګړو خوړلي هيواد افغانستان وپيژني او په دې لاره کې د خپلو خلکو سره مرسته وکړي. منتقدان وايي چې  که مسعود د نرمې او پوهې نه کار اخيستلاي واي او له خلکو سره په تيره بيا د ډلو سره سم بر خورد کړاي واي نو بيا له کورني جنګ او طالبانو سره شخړې ته ضرورت نه پيدا کيده. د�
�ى وايي چې يو با تد بيره سيا ستوال نه وه يواځي جنګي او نظامي برخو کې مهارت درلود چې هغه هم  په خپله سيمه او خلکو  کي . بله اشتباه داوه چي د ه په څو جبهو کې  ځان مصروف وساته چې په دې وخت د ګلم جمو اييتلاف هم مينځ ته راغي.ځکه کله چې د نجيب حکومت له مينځه ځي مسعود د قدرت پر سر ګلم جمو او وحدت سره درګير پاتي کيږي. کله چې دې په کابل وزير وه نور دپنجشير نوم نه وه ورته پاتي.

بله څيره د احمد شا ه مړينه ده
جنګ او جګړو  نور ستړي کړي وه  کله چې طلبان کابل نيسي نو مسعود دروسي سلاح سره تيښته کوي اوبيرته په پنجشير ننوځي ده يوه واحده جبهه دکابل پر ضد جوړه کړه اوڅوک چې د طالبانو سره مخالف وه ده سر ودريدل.هره ورځ دره ورته لنډيده او يواځي د جنګ لار ور ته پاتې شو نور ټول شيان ېې له لاسه ووتل.نو بي له مقاومت بله د حل لاره يي نه درلوده. لنډه دا چې د سپتامبر په نهمه ووژل شو.

په درناوي