سلام خان .
یو شمیر دولتي چارواکو اومخکنیو جهادي رهبرانو چې د احمد شاه مسعود د شهادت په لسم تلین کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ، چې د اوسني جنګونو او بهران اصلي لامل د بهرنیو موجودیت نه بلکې جنګ د ټول هیواد په سطح سازماندهي شوی دی ،د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم اوسنی وضعیت بهراني وباله او ویې ویل
سیاف، رباني او محقق په وار سره د غونډې نور ګډون کوونکي وو، چې دوی هم په هیواد کې اوسني بهران ته اشاره وکړه او له دولته یې غوښتنه وکړه څو مجاهدینو ته د ملي اردو په لیکو کې د ګډون حق ورکړي .
عبدالرب رسول سیاف د افغانستان اوسني جنګونو ته په اشارې سره وویل ،اې وروره ته چې ډیر ځان ته مسلمان وایې، له اوله بهرنیانو بده وړې، ایا ته په خپله په بهرنو پیسو نه یې جوړ شوی، د افغانستان د جهاد په مقابل کې د چا له خوا اماده شوی یې ؟ ،جګړه مخکې له بهرنیانو هم وو، له بهرنیانو وروسته به هم وي او دا دی د بهرنیانو په شتون کې هم دوام لري، دا جګړه د بهرنیانو په ضد نه دی، دا جګړه د افغانستان په ضد دی او دا جګړه ددې مجاهد هیواد د ژوندي پاتی کیدو په وړاندې دی ، په نوموړی غونډه کی ټولو وینا والو په دی ډیر ټیګار کاوه چی اوس افغان ولس ته د افغانستان د ښېرازۍ او نیکمرغۍ يوازې يوه لار ورپاتې ده او هغه په خپلو کې ورورولي، يووالی، تفاهم او زغم دی .
په پورته غوڼده کی دټولو وینا والو دځرګندونو ځخه دا نتجه اخستل کیدای شې چی دافغانستان دساتنی او سلامتیا پخاطر دټولو افغانانو وپوره یووالی او اتحاد ته ضرورت احسا سیږ ې په افغانستان کی دټولو افغانانو دیووالی په باب د پاکستان مخکښه ورځپاڼه ليکونکى احمد رشيد په ۱۳۱۰ میلادی کال داګست په میاشت کی په خپله یوه مقاله کې د افغانستان د بيلا بيلو پخوانیو جهادی قومندانانو له خولې ليکي وو چې گاونډيو هيوادونو ورته د افغانستان د تجزيې ويلي و خو دوى ورسره نه و منلي ،احمد رشيد په دغه مقاله کی ویلی دې چی شل کاله وړاندې دۀ ته جنرال رشيد دوستم ويلي و چې د افغانستان د تجزيه کولو روسي غوښتنه يې رد کړې وه ،داحمد رشید دوینا پراساس جنرال دوستم ته روسانو هغه وخت دا وړندیز وکړ چی شوروی لښکری له افغانستان وتلی روسانو غو ښتل چی خپلی جنوبی پولی دافغانستان په تجزیه کولو وساتی خو جنرال دوستم ورسره نه وه منلې جنرال دوستم ویلی و چی که هر ځوک دافغانستان دویشلو هځه وکړی دی به یی ووژنی.
پاکستانى ورځپاڼه ليکونکى دا هم وايي چې د هزاره گانو گوندونو ته ايران ويلي و چې له ايران سره د هزاره جات لاره پيدا کړي او جلا شي خو هغوى هم دا وړانديز رد کړى و ،احمد رشيد د قومندان احمد شاه مسعود په باب هم ویلی دی چې تاجسکتان ورته د لوى تاجکستان د جوړولو وړانديز کړى و خو مسعود ورسره نه و منلى
دغه ژورناليست د طالبانو په برخه کې هم وايي چې د پاکستان اى ايس اى ورڅخه د پښتني سيمو د جلا کولو غوښتنه کړې وه خو طالبانو هم دا وړانديز نه و منلى،د یادونی ده چی احمد رشید دا مقاله په هند کی دامریکا دیوه مخکنی سفیر دهغه وړاندیز په ځواب کی لیلی و کوم چی ویلی و چی داوسنی افغانستان دحل غوره لاره داده چی افغانستان وویشل شې .پای سلام خان .