سلام خان
دهغو شمېرو له مخې چې د امريکايي چارواکوله خوا خپاره شوي، له 2001 کال راهيسې پر افغانستان د امريکايي پوځيانو له يرغل سره په دغه هېواد کې 1645 تنه امريکايي پوځيان وژل شوي دي،دامریکایی پو ځیانو دزیاتو تلفاتو په هکله، یوه امریکایي جمهوری غو ښتونکی سناتور مارک کریک ویلی دي
د سناتور کیرک دفتر د ده د څرګندونو متن خپور کړی دی، چې په هغه کې ویل شوې دي، چې د پاکستان د حکومت بیانونه یو مخ درواغ دي
د فرانس پریس اژانس په وینا سناتور کیرک بیا وویل، پاکستان د افغانستان لپاره په اصلي ګواښ بدل شوی دی، د دغه هیواد داستخباراتو څانګه د افغان حکومت لپاره تر ټولو ستر خطر ده او ډیر ستر ګواښ د امریکایي پوځیانو ژوند ته دغې ادارې پیښ کړی دی ،سناتور کیرک دا هم ویلی دی چی، ما لومړی ځل په دوه زره اتم کال کې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو په څانګه کې د احتیاطي کارکوونکي په توګه کار کاوه؛ هغه وخت ما باور درلود، چې پاکستان یو ډول پیچلی دی او موږ په سیمه کې خپلې غوښتنې لرو، نو باید د ډیپلوماسۍ له لارې وړاندې شوؤ خو زه نور په دې باور نه یم ،سناتور کیرک همدا راز ویلی دی چی، په داسې چاپیرال کې چې امریکا د بودیجې کسر لري، له پاکستان سره مرسته ناسم کار دی او هیڅ ګټه نه لري .پای سلام خان