مسيح الله (عصام)
په مسجدالحرام کې د دباب عمره او باب فتح په مينځ کې يو بل باب ( دروازه ) چې دباب شاه عبدالله دراوستلوکارباندي چې د هغې د ٢ غټو بنيادونو کار په وروستي پړاونو کې دى ، په حرم شريف کې د داخليدو لپاره د دوه مينارونو واله څلور لوي دروازى باب عمره ، باب فتح ، باب فهد اود باب ملک عبدالعزيز نومونوته منسوب دى
ښکاره دى وي چې د منى ، مزدلفه عرفات په منيځ کې لا د مخکې څخه د اورګاډو سفرونه پيل شويدي پدغه مصبونه کې دافغانستان په ګډون د بيلابيلو هيوادونووګړې کارونه کوي چې پکې په سلګونو فلپانيان او چينيان هم ګډون لرې چې په دوى کې ٣٦٠ د اسلامي تعلمياتو څخه په الهام اخيستلوسره د اسلام په سپيڅلې دين مشرف شويدې ، چې خادم الحرمين الشريفين يې په ځانګړې ډول انعام او اکرام کړيدى ، اسلام د امن مينې او ورورولۍ مذهب دى ، کله چې غيرمسلم د اسلام حقيقت په خپلو سترګو ووينې نوبيا پرهغوي د لويديځ والو پروپاګندى اثر نه کوي ولې چې دغو نړيوالو مسلمانان يواځي اويواځې د ترهګرو په شکل نړيوالوته وړاندي کوي .
په تيرو ورځوکې د مسجدالحرام دپراخوالي پدغه مصوبې سره شاه عبدالله د نړۍ ترټولو لوي مکه کلاک واچ هم پرانست کومه به چې د حرم شريف د باب عبدالعزيز دروازي ته مخامخ نصب وي .
جرمني ډوله دغه کلاک ( ساعت ) به په لندن کې نصب د نړۍ ترټولو لوي ساعت چې نوم يې بګ بين دي څخه شپږ چنده ( واري ) لوي وي ، چې لوړوالي به يې ٦٦٢ ميتره يعنې ٢٠٠٠ فوټه لوړ وي ، ددغه اوږد مينار ( ټاور) څلورو خواو ته څلور لوي لوي ساعتونه نصب شوي چې په هغوي به په لويو ټکو باندي لفظ الله ليکل شوي وي دغه ساعتونه به د حرم شريف څخه په اووه کيلوميترۍ کې په ډيره اسانۍ سره ليدکيږې .
لدي سربيره په دغو ساعتونو به ٢١ زره سپين او شنه ګوروپونه ( بلپونه ) لګيدلې دي ، چې د لمونځ کولو پرمهال به يوه ځانګړي منظره وړاندي کوي ، چې پړقا ( څرکوالي ) به يې د ٣٠ کيلوميترو څخه ښکاري دغه راز پکې ١٦ داسې لينزونه ( لينزاسکائي لائټس ) لګول شويدي چې د شعاعو په وسيله به يې د الله نوم پراسمان ( فضا) ښکاري او همدارنګه پدغه ميناره کې به طاقتور لسپيکرونه نصب شوي چې د اذان اوازيې د مسجد حرم څخه ترڅو کيلوميترو اوريدل کيږې .
اټګل کيږې چې يادمکه کلاک واچ به د ګرين واچ مين ټايم کوم چې په لندن کې د متبادل په څير په کارراوستل شي .
په ٢٠٠٨ زع کال کې په دوحه کې يوکانفرانس کې دمسلمانانو علماء کرامو او پوهانوپه ساينسې بنيادونو داخبره ثابته کړيده چې د مکې مکرمي ځاي وخت د نړۍ اصل معياري وخت دى وجه يې داده چې مکه مکرمه د نړۍ په مرکز ( منيځ )کې شتون لري اوګرين واچ ټايم مغربي هيوادونو په ١٨٨٤ کال کې جبري مسلط کړي شوي دى اميدکولې شې چې مکه کلاک ټاور ( ميناره ) به مسلمانانو ته د ګرين واچ ټايم د متبادل پرځاي کاروکړي اوپوهه مسلمان پوهان او ليکونکي د ګرين واچ ټايم پرځاي دمکې مکرمي ځاي وخت اصل وخت ګڼي او ددې مطالبه کوي چې مکه کلاک ټاور دې د ټولي نړۍ مسلمانانو لپاره اصلې وخت مقرر کړاي شې .
پدي هيله چې د ټولو مسلمانو اوپه ځانګړي د افغانانو د مالوماتو ذريعه وګري او کوم ټکې کې غلطې راڅخه شوي وي مخکې دمخکې درڅخه معافي غواړم ولې چې انسان لره هيرشته دى .
مسيح الله (عصام)